کندهار افغانستان- کندهار والي نن ددې ولايت د هغو زدکوونکو سره چي په بهرنيو هيوادونو کي يې لوړي زدکړي کړي او دامهال بيرته خپل هيواد ته راستانه سوي وکتل او ورسره يې د هغوى د فعاليتونو او کارونو په باب خبري وکړې.
دغو محصلينو چي په بيلا بيلو رشتو کي يې د هند، چين، روسيې، ترکيې او نړۍ د ځينو نورو پوهنتونو څخه د ليسانس او ماسټرۍ په کچه زدکړي تر لاسه کړي دامهال په کندهار کي د عادي چارو ترڅنګ يوه خيريه ټولنه او يو ښوونزي مرکز فعال کړى دى.
يادو محصلينو نن له والي سره په ليدنه کي وويل چي د مرستي په نوم يې يو بنياد جوړ کړى او هدف يې له هغو اړمنو او بې وسه کسانو سره چي څوک نه لري مرسته کول دي.
هغوى وويل چي تر دې دمه يې په څو مواردو کي له داسي کورنيو سره چي د کار کولو څوک يې نه درلود او يا هم معيوب ول لومړنۍ مرستي کړي او په دې هڅه کي دي چي دغي لړۍ ته نوره توسعه هم ورکړي.
ددې بنياد يوه مؤسس وويل چي بنياد يې دوې نوري څانګي لري چي په طبي او تعليمي برخو کي کار کوي او تر دې دمه يې ٤ تنه کندهاري محصلين د همدې مرکز په مرسته د هندوستان هيواد ته او يو شمېر نور ترکيې د طبي زدکړو لپاره لېږلي دي.
هغه زياته کړه چي په روغتيايي برخو کي هم له هغو کسانو چي وس نه لري او د رغېدو امکان يې موجودوي لومړى د هيواد دننه او له هغه وروسته د هيواد بهرته د درملني لپاره لېږدوي.
د نوموړي په خبره چي په دې وروستيو کي يې د يوې داسي کم عمره نجلۍ چي سترګي يې ړندي دي او له هيواده بهر يې درملنه شونې ده د تداوۍ لپاره هڅي پيل کړي او ډېر ژر به يې د هند هيواد ته د تداوۍ لپاره ولېږي.
ددغه محصل په وينا چي په کندهار کي يې داسي يوه تعليمي ټولنه او مرکز جوړ کړي څو له هغو کسانو سره چي تازه بهرنيو هيوادونو ته درسونو لپاره ځي د پوهنځۍ، ښار او پوهنتون په انتخاب کي مرسته او اړينه همکاري وکړي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له محصلينو سره د ننۍ ليدني پرمهال وويل خورا خوښ دى چي په داسي يوه مجلس کي قرار لري او د ټولني له يوه داسي قشر سره چي ډېر څه کولاى سي ناسته لري.
هغه وويل چي ددې محصلينو زيار او کارونه د خورا زياتي ستايني او منني وړ دي او ضروري ده چي دغو کارونو ته نوره توسعه پسي ورکول سي او غړي يې نور هم پسې زيات سي.
نوموړي زياته کړه چي دې ځوانانو د پوهني ترڅنګ يو ښه کلتور هم زده کړى او په بهرنيو هيوادونو کي يې د وخت تېرولو پرمهال خورا ښې ښې مفکورې له ځان سره راوړي چي تر ډېره ددې ټولني په کار ورځي.
والي يادو محصلينو ته وويل چي ولايتي ادره په تمامه معنى ژمنه ده څو د بهرنيو هيوادونو له يادو فارغينو سره د هغوى د فعاليتونو په پياوړتيا کي او زياتونه کي مرسته وکړي او اماده چي ورسره د ځاى او مجلسونو په برخه کي مرسته وکړي.
نوموړي په همدې ترتيب زياته کړه چي ولايتي اداره ژمنه ده چي دغو فارغو سوو محصلينو ته په خپلو اړوندو رشتو کي د ولايت په کچه په هره اداره کي تر هري کچي پوري کارونه ورکړي.
والي له فارغينو څخه هم وغوښتل چي يا هم په کندهار پوهنتون کي او يا هم د کندهار د پوهني رياست اړوند د ښار او ولسواليو په مکاتبو کي تدريس وکړي او ددې هيواد د راتلونکي سره خپله مرسته وکړي.
هغه ټولو فارغينو ته وويل چي سر له اوسه چمتووالى لري څو ورته په دولتي ادارو کي په ښو معاشونو باندي کارونه ورکړي او هغوى ته دکار زمينه مساعده کړي