دغه خبره د كورنيو چارو وزارت د تفتيش يا پلټني رياست مشر پاسوال
عبدالمسعود راغب په يوه خبري غونډه كي وكړه.
نوموړي چي د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري كندهار ولايت ته سفر وكړ
ورسره په څنګ كي د كورنيو چارو وزارت د حقوقي چارو ريس پاسوال عبدالرحيم
شجاع او د نړيوالو ځواكونو په مركزي قومانداني كي د شفافيت او حساب
وركوني د څانګي مرستيال ډنماركي جنرال ميلهوم هم مليتيا كول.
ياد پلاوي په هغه پراخه غونډه كي ګډون وكړ چي د ۴۰۴ ميوند زون د ملي
پوليسو په قوماندانې كي جوړه سوېوه .
په ياده غونډه كي چي د ۴۰۴ ميوند زون قوماندانۍ د غونډو په تالار كي
رابلل سوېوه ، د ياد مركز قوماندان پاسوال سالم احساس ، مرستيال يي مل
پاسوال مېرويس نورزى ، د عامه نظم د پوليسو مشر ، د كندهار د ولايتي شورا
مرستيال (حاجي رحمت الله ) د علماوو د اصلاحي شورا رئيس ملا تورجان او د
كندهار ، زابل ، اروزګان د امنيه قوماندانۍ استازو هم برخه اخستې وه .
غونډي ته په پېل كي دكورنيو چارو وزارت د پلټني رياست ريس پاسوال
عبدالمسعود راغب په خپله وينا كي وويل چي د كورنيو چارو وزارت ټول اړوندي
ادارې ځان مكلف بولي چي د فساد پر ضد مبارزه وكړي .
نوموړي د ولس مشر كرزي هغه وينا ته چي څو ورځي مخكي يي د دولت ددرې ګونو
قواوو سره په غونډه كي د اادرې فساد پرصد خبري وكړي په اشارې وويل چي
اداري فساد خپل اوج ته رسېدلى او له امله يي د دولت ستني كمزوره سوي دي .
نوموړي ددې ټولو ستونزو حل په ټول هيواد كي د پوليسو په ادارو كي د فساد
پر ضد د كمېټو جوړول وبلى چي په وينا يي داسي يوه كمېټه به ژر تر ژره په
۴۰۴ ميوند وزن قومانداني په كار پېل وكړي.
د كورنيو چارو وزارت د پلټني رياست ريس عبدالمسعود راغب وويل چي بهرنۍ
كړۍ همېشه هڅه كوي چي په يوه او بله بهانه دولت بدنام كړي ،چي يوه هم د
اداري فساد ستونزه ده چي د كمېټو په جوړولو سره به دا ستونزي هم حل سي
د څلورسوه څلور ميوند زون قوماندان پاسوال سالم احساس هم ډاډ وښود چي په
ټول توان به په خپلو اړوندو ادارو كي د فساد پر ضد مبارزه كوي او د فساد
پر ضد به دكمېټو سره هر رنګه مرسته وكړي ،نوموړي په خپلو خبرو كي وويل چي
پخوا يي هم په خپلو ادارو كي د فساد پر ضد كار كړى او د ولس مشر د وينا
وروسته به دې چاري ته لا ګړنديتوب وركړي:
د ولايتي شورا مرستيال غونډي ته په خپلو خبرو كي د فساد پر ضد د كندهار د
ټولو امنتي چارواكو هڅي وستايلې ،دده په خبره چي په امنتي ادارو كي د
فساد شتون ټوله د د مسلكي كسانو د نشتون او بې سېوادى له امله رامنځ ته
كيږئ.نوموړي ټينګار وكړ چي پوليس دولس او دولت تر منځ د فاسلې د راكمولو
دنده لري چي د فساد په وركېدو سره دا فاصله راكمېداى سي
د نړيوالو ځواكونو د شفافيت او حساب وركوني د څانګي مرستيال ډنماركي
جنرال ميلهوم هم په خپلو خبرو كي د فساد پر ضد د كمېټو د جوړولو ملاتړ
وكړ ،دده په وينا په كابل او شمال دا كمېټې جوړي سوي چي غړيتوب دوى هم
لري.
وروسته په وار سره د كورنيو چارو وزارت د حقوقي چارو ريس پاسوال
عبدالرحيم شجاع ، دكندهار د علماوو د اصلاحي شورا ريس ملا تورجان او يو
شمېر نورو ګډونوالو د فساد پر ضد د كمېټو جوړولو څخه خپل ملاتړ وښودۍ او
پر اهميت هم خبري وسوې.
د غونډي په پاى كي د څلور سوه څلور ميوند زون مشر او مرستيال ته يي د
برياليو مشرانو په خاطر مډالونه او ستاينليكونه هم وركړل او ترڅنګ د د
سويل لوېديځي حوزې د ولايتونو امنتي مسولينو ته هم ستاينليكونه وركړل.