د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د عادي افغانانو د سرښندونو وروسته په ګران افغانستان کې نه هغه سوله راغله او نه هغه اسلامي نظام رامنځ ته شو د کومو لپاره چې سلګونو زرو افغانانو خپلې وینې، مېنې، شتمنۍ او هیلې نذرانه کړې وې. د افغانانو دا ناهیلي هغه وخت په هیله مندۍ بدله شوه چې طالبان را وټوکیدل، او افغانانو ته یې د سولې او اسلامي نظام د رامنځ ته کولو وعدې ورکړې. خو بدبختانه ډیرژر له طالبانو هم وشړیده او ویې نشو کولای چې د خپلو شخصي تعبیرونو پرځای اسلامي اصولو او سولې ته ارزښت ورکړي چې بالاخره یې له یوې خوا د زرګونو طالبانو او لکونو عادي افغانانو په وینو جوړ شوی نظام له لاسه ورکړ، او له بلې خوا یې ځان او افغان ملت پداسې لوبه کې را ښکیل کړ چې ګټونکی یې معلوم ندی خو تاوان ورکونکی یې افغان مظلوم ملت دی. البته د یادولو وړده چې طالبانو د سیاسي پوهې او تجربې د نشتوالي له امله دا تیروتنه وکړه، مګر زمونږ یو شمیر نورو افغانانو بیا په قصدي ډول او په پوره درک او علم سره د داسې حالاتو د راوستلو لپاره خپل کردار اداء کړ.
د ۲۰۰۱ میلادي کال راوروسته چې د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټلوالې او ورسره ملګریو افغانانو په طالبانو برید وکړ او دهغوي اسلامي امارت یې را نسکور کړ، نو له یو شمیر افغانانو سره دا خوشبیني پیدا شوه چې کیدای شي د نړیوالې ټلوالې غوړې وعدې رښتیا شي او له یوې خوا به افغانان د خپلې خوښې منتخب او د بې طرفه افغانانو څخه جوړ شوی نظام ولري او له بلې خوا به نړیواله ټولنه د افغانستان په بیا رغونه کې مخلصانه او سخاوتمندانه مرستې وکړي.
منصفانه به وي چې ووایو دنړیوالې ټولنې د مرستو په مټ په هیواد کې ډیر داسې کارونه ترسره شوي چې افغانانو په یوازې سر تر راتلونکو پنځوسو کلونو پورې هم نشوای ترسره کولای لکه د زرګونو کیلومترو سرکونو جوړیدل، د زرګونو ښوونځیو، دولتي ودانیو او روغتونونو جوړیدل، د افغانستان ګوټ ګوټ ته د ټلفوني خدماتو غځیدل، د بیان نسبي آزادي او داسې نور. خوبد بختانه دافغانانو د خوشبینۍ دوهمه برخه یعنې په هیواد کې د بې طرفه افغانانو څخه یو منتخب نظام رامنځ ته کیدل هیڅکله ترسره نشوه. هغه څه چې افغانان یې تر پوزو راوستي دي او هغه نسبي مثبت کارونه یې هم پیکه کړیدي، په هیواد کې روان، بې پایه او بې منطقه جنګ او فاسد حاکم نظام دی.
له یوې خوا هره ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې افغانان وژل کیږي او له بلې خوا د هیواد د ویجاړولو پروسه هم په متناسب ډول پرمخ روانه ده.دا یوازې جګړه نده چې افغانان یې تر پزې راوستي دي، د جګړې لپاره دداسې دلایلو او توجیهاتو وړاندې کول چې په هیڅ انساني عقل، منطق، اصولو، احساس او وجدان برابر نه راځي، د افغانانو لپاره د روحي شکنجو او عذاب حیثیت لري. د جګړې ترڅنګ افغانان دداسې فاسد حاکم نظام ترسیورې لاندې ژوند تیروي چې هره شیبه او هره لحظه یې د اختلاس، رشوت، خویش خورۍ، غصب، ژبنی ، قومي، سمتی او تنظیمي تعصبونو، د القاعده، تروریست او طالب په نوم ځورولو، وهلو، ټکولو، بندي کولو، وژلو او توهینولو، د بې کارۍ، بې وزلۍ، د بودیجې د نه مصرف، د لارو، پلونو، سړکونو، روغتونونو، ښوونځیو او پوهنتونونو د نه ودانولو او نه پاللو او داسې نورو لسګونو مفاسدو له امله هربا احساسه او با وجدانه افغان په روحي او رواني لحاظ تعذیب او شکنجه کیږي.
که دقت وکړو نو ددې دوو لویو عمده ستونزو(جګړې او فساد) د له منځه وړلو لپاره نه نړیواله ټولنه، نه ددوی لخوا رامنځ ته شوی فاسد نظام او نه هم د بې مسولیتۍ په درانه خوب ویده بې طرفه افغانان هیڅ ډول پلان او پروګرام نلري. د جګړې د توقف لپاره د ارادې نشتوالي او د جګړې د پای او مسیر مبهم والی هغه ټکي دي چې له افغانانو یې لاره ورکه کړیده او نه پوهیږي چې پدې مغلقو شرایطو کې څه وکړي ترڅود خپل خدای، ځان، خپلو اولادونو، راتلونکي نسل او هیواد په وړاندې خپل مسولیت اداء کړي او هیواد د یوه روښانه راتلونکي په لوري سوق کړي.
افغانان چې خپله د بې مسولیتۍ په خوب ویده وي، نو څنګه کولای شي د یوه فاسد نظام څخه دا هیله وکړي چې هغوی به فساد له منځه یوسي او یا به سوله راولی؟ دا هیڅ امکان نلري او باید افغانان لږ په خود راشي.
نړیواله ټولنه هم نه غواړي چې دا فاسد نظام دې اصلاح شي، ځکه چې همدې فاسد نظام د نړیوالې ټولنې غوبل ته لاره هواره کړیده، نو پدې اساس بدلون غوښتونکو افغانانو ته لاندې اختیارونه ور پاتې دي:
لومړی اختیار: بدلون غوښتونکي افغانان کولای شي له اوسني حکومت او نړیوالو متحدینو سره یې ملګري شي، په فساد کې ورسره شریک شي او له غیر فعالې بې مسولیتۍ نه مضر او د ولس تباه کوونکی مسولیت ترلاسه کړي. خو پدې لاره کې ستونزې دادي چې حاکمې مافیايي کړۍ به اجازه ورنکړي ځکه چې هغوی په مفته او آسانۍ سره هغه عایدات له نورو سره نه ویشي چې همدا اوس یې دوی په نامشروعه طریقه ترلاسه کوي او که له دولت سره د اصلاح په نیت یوځای هم شي نو وبه نه توانیږي چې اوسنۍ فاسده اداره اصلاح کړي. ځکه چې اوبه له پاسه خړې دي. په عین حال کې به د جنګ په یوه لوري بدل شي او پدې توګه به خپل لاسونه د افغانانو په وینو سره کړي.
دویم اختیار: بدلون غوښتونکي افغانان کولای شي د وسلوالو مخالفینو سره یوځای شي، خو پدې لاره کې ستونزې دادي چې نظامي بریا له یوې خوا بعیده ښکاري او له بلې خوا به د افغانانو په وینو د لاسونو سره کول حتمي وي. که احیانا وسلوال مخالفین بریالي هم شي، نو هغه نظام چې د نظامي بریا په نتیجه کې به یې وسلوال مخالفین جوړ کړي، د افغانانو د دردونو درملنه به ونشي کړای ځکه چې دښمني به په کورنۍ او نړیواله سطحه ادامه ومومي او هیڅکله به دومره موقع پیدا نکړي چې هیواد ته بشپړه سوله او آبادي راوړي.
دریم اختیار: بدلون غوښتونکي افغانان کولای شي یوه دریمه لاره غوره کړي او په مستقلانه ډول نظامي یا سیاسي مبارزه یا دواړې وکړي. دا کار هم آسانه او ممکنه نه ښکاري ځکه چې په وسلوال ډګر کې به هم د اوسنیو وسلوالو مخالفینو او هم د حکومت له طرفه ټکول کیږي او په سیاسي ډګر کې به اوسنۍ فاسدې مافیايي کړﺉ د هغوی فعالیتونه په ډیره آسانۍ سره سبوتاژ کړي.
څلورم اختیار: بدلون غوښتونکي افغانان کولای شي د سولې لپاره کار( منځګړیتوب) وکړي. دا لاره د ډاکټرصاحب فاروق اعظم په مشرۍ د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنې انتخاب کړیده، خو ترکومه ځایه چې معلومیږي اوسنۍ دولت، وسلوال مخالفین او نړیواله ټولنه د سولې لپاره رښتینې اراده نلري. ډاکټرصاحب فاروق اعظم چې تر دې مهاله یې د ولسمشر کرزي، د سولې د عالي شورا له مشرانو او غړیو، د وسلوالو مخالفینو له مشرانو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې له استازو سره په مکرر ډول خبرې اترې ترسره کړیدي او د سولې لپاره یې ډیرې پخې طرحې وړاندې کړیدي، هیچا هم ورته مثبت ځواب ندی ویلې له همدې امله ښايي دا لاره هم مطلوبه نتیجه ورنکړي.
پنځم اختیار: د بدلون غوښتونکو افغانانو لپاره دا هغه یوازینۍ لاره ده چې کولای شي له هیواد څخه جګړه او فساد ورک کړي او پر ځای یې سوله او ښه حکومت رامنځ ته کړي. ددې لارې هدف دادی چې په هیواد کې حاکمیت او سیاسي واک داسې ټیم ترلاسه کړي چې مصلح، خیرخواه، زړه سواندی، په کار پوه، افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته د اعتماد وړ وي.
د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره تاریخي فرصت دادی چې تقریبا دوه کاله وروسته به ولسمشریزې ټاکنې کیږي او که افغانان وتوانیږي چې یو مستقل، ( چې د کوم خارجي هیواد مزدور نه وي او له کورنیو مافیايي حلقو سره تړلی نه وي) مدبر او شجاع جمهور رییس وټاکي، نو په افغانستان کې به د سولې، ښې حکومت دارۍ، ټیکاو او ښیرازۍ هیلې پوره شي. ددې لپاره باید افغان مدبر، صادق، کارپوه او پاک عزم لرونکي شخصیتونه سره راټول شي، یو پیاوړي ، متهد او مصمم ټیم جوړ کړي او سرله اوسه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل چمتووالی پیل کړي. همدا یوازینۍ لاره ده او زه په مشخص ډول له پاکو او بدلون غوښتونکو مطرحو افغان شخصیتونو هیله کوم چې پدې لاره کې هلې ځلې وکړي. هر افغان چې همدا هیله لري خپل نظریات دې پدې پته راسره شریک کړي: drqani@gmail.com
ټول نظریات به له توحید کولو وروسته له ټولوبې طرفو افغانانو او په ځانګړي ډول له مطرحو شخصیتونو سره شریک شي او د یوه غښتلي ټیم د رامنځ ته کولو لپاره به وکارول شي.