د کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چي د نن او تېري شپې په جګړه کي چي پر سپوږمۍ صالون سوې پکښي د څلور ځانمرګو بريد کوونکو په ګډون شل تنه وژل سوي .
چارواکي وايي چي په وژل سوو کسانو کي ډېرى اولسي وګړي دي .
تېره ورځ د شپې ناوخته مهال څلور وسله والو په کابل کي پر سپوږمۍ صالون ډليز بريد وکړ چي دوولس ساعته ئې دوام وکړ او د کورنيو چارو د وزارت په وينا چي ياد کسان پکښي ووژل سول خو وسله وال طالبان بيا وايي چي ٢٥ بهرنيان، ١٩ تنه کورني لوړپوړي چارواکي وژل سوي او ډېر شمېر بهرنيانو او کورني عسکر ژوبل سوي.
د کورنيو چارو وزارت په راپور کي راغلي چي وسله والو چي کم کسان محاصره کړي ول هغوى ئې په خوندي ډول ژغورلي خو وسله وال بيا وايي چي د ټليفون پر کرښه ئې د ځانمرګو بريد کوونکو سره اړيکه لرله او هغوى ټول محاصره کړي کسان تصفيه کړي او هغوى چي اولسي وګړي ول هغوى د وسله والو له لوري محفوظو اطاقو ته بيول سوي او نور هلته ځاى پر ځاى وژل سوي.
د يادوني وړ ده چي د طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه افغان حکومت څه نه دي ويلي خو يوازي او يوازي د شلو کسانو وژنه تائيدوي.