کور / تازه خبرونه / په ډند کي وسله وال ګروپ خپل چاودېدونکي توکي پرخپل ځان وچاودل

په ډند کي وسله وال ګروپ خپل چاودېدونکي توکي پرخپل ځان وچاودل

له کندهار څخه درارسېدلي خبرونه له مخي، نن سهار څلورو کسانو چي دچاودېدونکوتوکوډکي صدرۍ یې اغوستي وې، کوښښ کاوه چي دافغان ملي امنیتي او نړیوالوځواکونو نظامي قرارګاه ته چي دکندهار دډنډ په زاړه ښار کي موقیت لري داخل سي. دغه ګروپ ونه سوای کولای چي خپل چاودېدونکي توکي له ځان سره نظامي قرارګاته داخل کړي نو یې خپل چاودېدونکي توکي پرخپل ځان وچاودل چي ددغه ګروپ په شمول درې پولیس ووژل سوه او اووه نور زخمیان سوه خو ملکي کسانواو نړیوالوځواکونوته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داپه تېرو دوومیاشتو کي لومړۍ پېښه ده چي په کندهار کي یوځلي بیا ترسره سوه خواکثره وخت په هلمند کي رامنځ ته کیږي.