کور / تازه خبرونه / آيساف: په پنجوايي کي مو شکمن کسان ونيول

آيساف: په پنجوايي کي مو شکمن کسان ونيول

لراوبر ويب پاڼي ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ دوى او افغان ځواکونو په ګډه په پنجوايي اولسوالۍ کي عمليات کړي او د هغوى په پايله کي ئې يوشمېر شکمن کسان د وسلو او مهمات سره نيولي.
د خبرپاڼي په حواله چي ياد عمليات ئې د يوه طالب قوماندان د نيولو په موخه کړي چي نوموړي په تېره وخت کي پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه کړي.
د يادوني وړ ده چي د دې عمليات اړوند تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم وسله والو طالبانو څه ويلي دي.