کور / تازه خبرونه / پښتونخوا کې چاودنې او ډزو ٢٤ کسان وژلي

پښتونخوا کې چاودنې او ډزو ٢٤ کسان وژلي

پېښور:دخېبرايجنسۍ په لنډي کوتل کې د بسونو تمځای په نښه شوی، چې لږترلږه ٢٢ کسان په کې وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.دوی ویلي چاودنه د یوه ځای پرځای شوي ماین له کبله شوې ده.یوه سیمه ییز چارواکي ارشاد خان اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، شاید چاودنه کې د هغو کسانو لاس وي، چې قبایلي سیمو کې د حکومت ضد راپاڅېدلي دي.ښاغلي خان ویلي چې ”د ګاډو تمځي ته څېرمه چاودنه وشوه، چې د لومړنیو راپورونو له مخې ٢٢ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.”بل خوا، د روغتون یوه ډاکټر ویلي چې ”عاجلې څانګې ته ۱۲ مړي او تر شلو ډېر ټپیان راوړل شوي.”د پاکستان شمال لوېديځو قبایلي سیمو کې د طالب اورپکو د بریدونو اصلي ځای دی.تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې.بل خوا، د خیبر پښتونخوا پېښور کې پر ګاډي د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.برید د مسافرو پر یوه لېږدونکي ګاډي ناپېژاندو وسله والو کړی دی.د پېښور د پولیسو یوه چارواکي هدایت الله رسنيوته وویل، برید پېښور ښارته څېرمه د متني یوسف خېلو سیمه کې شوی دی.دغه ګاډی له یوسف خېلو پېښور کوهاټ ته روان و.نوموړی زیاتوي، په ډاټسن ډوله مسافر وړونکي ګاډي کې لس کسان سپاره وو.سرچینه وايي، وژل شوو کې دوه وروڼه دي.دی وايي چې دواړو وژل شوو سیمو کې هېڅ ډول دښمني نه لرله.