پېښور : دساپى دپښتو څيړنو او پراختيا د مرکز لخوا د خيبر پښتونخوا دپېښور په پوهنتون کې افغان محصلينو په استازيتوب هر يو هارون زاخيلوال ، ذبيح الله سالازى او شکور افغان سره دديني ، سياسي ، تاريخي او ادبي ٦٧ بيلا بيلو کتابونو مرسته وشوه چې افغان محصلينو دساپى مرکز مرسته په خوښى سره ومنله وى ويل تقريباً د ١٦ کالو را پديخوا چې په پېښور کې دساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز فعال شويدى پدې اوږده موده کې يې په معنوي لحاظ پراخه لاس ته راوړنې له ځانه سره لرلى دى او هم يې په پاکستان او افغانستان داخل کې افغان محصلينو ته دکتابونو په ورکولو اسانتيا پيدا کړيده .ديادونې وړ ده چې دافغان محصلينو پلاوى ته دساپى مرکز لخوا بلنه ورکړل شوې وه چې ديو شمېر نورو پښتنو ادبپالو په ګډون تيره ورځ مازيګر يې دساپى پښتو څيړنو او پراختيا په مرکز کې ورکړل شوي بلنه قبوله او دکتابتون دچارو او مرستو مننه يې وکړه .