پېښور: په پېښور ښار کې د يوه پخواني دولتي چارواکي پر موټر ځانمرګى بريد شوى او شپږو تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د پېښور ښار سوېل لوري ته په بډه بېره سيمه کې شوى دى.د پېښور د پوليسو يوه چارواکي (اېس پي) شفېع الله په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد د سيمې پر پخواني دولتي چارواکي (ناظم) فهيم خان باندې شوى دى.هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د فهيم دوه ساتونکي وژل شوي او څلور تنه نور ټپي شوي دي.د تنوير په نوم د پوليسو يوه بل افسر وويل، چې په ياد ځانمرګي بريد کې شپږ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.دى وايي، چې د پېښې ټپيان د پېښور ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.د تنوير په وينا، د ځانمرګي بريد کوونکي عمر شاوخوا ١٦ کاله و او پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.