پېښور:د روغتونونو مسوولين وايي، چې پېښور ښار کې د ماين چاودنې امله د مړيو شمېر ٢١ تنوته او د ټپيانو شمېره ٤٤ تنو ته ورسېده.دغه پېښه نن ماسپيښ مهال شاوخوا يوه بجه د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت د پېښور ښار د چارسدې سړک پر سر د ګل بيله په سيمه کې رامنځ ته شو په پېښور کې امنيتي چارواکو رسنيو ته وويل، چې په دغه چاودنه کې تر ١٠ کيلو ګرامه پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.د پېښور روغتون يوه ډاکټر طارق رسنيو ته وويل، چې دوى ته له پېښې څخه ١١ مړي او ٢٥ ټپيان ور وړل شوي دي.د هغه په وينا، په وژل شويو کې شپږ ښځې، يو ماشوم او نور سړي دي. نوموړي زياته کړه، چې په ټپيانو کې د پنځو تنو روغتيايي حالت خراب دى. بل لور ته د چارسدې روغتون ته هم ٢١ مړي او ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.د چارسدې روغتون مشر ډاکټر مبصر وويل، چې په وژل شويو کې درې ښځې دي او په ټپيانو کې د درېيو تنو حالت نازک دى.د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو او کولتور وزير ميا افتخار حسين په پېښور کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت دغه پېښه وغندله.نوموړي زياته کړه، چې د ترهګرو پر ضد جنګ په خپل وروستي پړاو کې دى، خو اوس هم له وسلوالو سره موقع شته، چې وسلې وغورځوي او د خبرو لار خپله کړي.په دغه پېښه کې د وژل شويو او ټپيانو په اړه کره معلومات نشته، چې څومره ملکي خلک او څومره دولتي کارکوونکي په کې دي. تراوسه کومې وسلوالې ډلې د دغې پېښې مسووليت نه دى منلى.د يادونې ده، چې دغه پېښه نن داسې مهال رامنځ ته شوه، چې د خيبر پښتونخوا ايالتي پارلمان د راتلونکې کال لپاره مالي بودېجه تصويبوي او په ټول پېښور کې امنيتي تدابير د معمول خلاف ډېر ټينګ دي.