دارزګان ولایت یودهغوولایتونوده جملی څخه دی په کوم کی چی امنیت ده پخواپه پرتله ډیر ښه سوی دی خوبیاهم په دی ولایت کی په هیڅ برخه کی ده پام وړپرمختګ نه لیدل کیږی اوپه خاصه توګه ده پوهنی په برخه کی ډیروروسته پاتی دی اوورځ تربلی یی حالت لانورهم پرشاتګ کوی نوموړی یوزراعتی ولایت دی اود اوسیدونکو اقتصادی وضعیت یی په ټیټه کچه کی قرارلری اوزیات شمیرخلګ یی خپل عایدات ده ځمکی دکرکیلی څخه لاسته راوړی ده دی ولایت زیات شمیروګړی پښتانه په دویمه درجه کی هزاره او نور قومونه هم په لږشمیرمیشته دی
راځو ده دی ولایت دپوهنی اوزدکړی بهیرته چی ددی لیکنی اصل هدف اوموضوع ده لکه څرنګه چی په داتیرلسوکلونوکی په ټول هیوادکی دپوهنی په برخه کی څه ناڅه پرمختګ لیدل کیږی غواړم چی ده ارزګان دپوهنی په اړه تاسوته څه ناڅه معلومات وړاندی کړم ده ارزګان ولایت شپږ اولسوالی لری اوپه شپږو واړو کی په پښتنومیشتوسیموکی هیڅ ده انجونو لیسه وجودنلری لیسه خوپریږده چی هیڅ ابتداییه ښوونځی هم شتون نلری یوازی اویوازی ده دی ولایت په مرکزترینکوټ ښارکی یوه ده ملالی لیسه شتون لری چی ده دی لیسی زده کوونکی ده مسلکی ښوونکوده نشتوالی سره په جدی توګه لاس اوګریوان دی ده بلی خوازده کوونکی اوښوونکی ده ناپیژانده ډلوټپلولخواڅخه په یواوبل ډول ګواښل کیږی اودوژنی اخطارونه ورکول کیږی څواونی دمخه دسهارلخوازده کوونکی ښوونځی ته ده تګ په حال کی ول چی ده ښوونځی مخی ته یوه درنه چاودنه وسول چی له نیکه مرغه هیڅ ځانی اومالی زیان یی نه دی لرلی داسی پیښی په څوڅوځله رامنځته سویدی ده داټولوننګونو برسیره هم زده کونکی په ډیره مینه اوعلاقه په ښوونځی کی دلیک اولوست زدکړی ته لیوالتیا ښیی اوهرسهارده سرپه سودا له کوره په دی هیله اوامید راوزی چی په راتلونکی کی ده خپل وطن اوددی بیوزله اولس ده خدمت لپاره وسیله وګرځی لاکن ده اړوندمسولینولخواده دوی دی میړانی اوقربانی ته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږی چی په پایله کی یی ده زده کوونکو ټولی هیلی اوارزوګانی په سیندلاهوسی اوټول وخت یی هسی بی ځایه تیرسی.
ده هلکانولپاره ښوونځی سته خوهغه هم ده مسلکی ښوونکوده نه شتون له کبله ده اداری اودولت څخه سرټکوی تجربه لرونکی اوبااستعداده ښوونکی په موسساتوکی په جګومعاشاتوکارکوی ولی چی هغه معاش چی په اوسنی حالاتوکی ده دولت لخوایوښوونکی ته ټاکل سوی دی هغه معاش یوازی اویوازی ده وچووړوهم بسنه نه کوی دتکړه اوبااستعداده ښوونکونه موجودیت ده دی لامل کیږی چی ددغولیسوفارغین تل ده کانکورپه ازموینوکی د ناکامی سره مخامخ کیږی اوده کلونوکلونوده زیاراوخواری وروسته پرکورکښینی ده دی ولایت مرکزی لیسه چی سیدال خان لیسه نومیږی یوی خواته یی دولایت مقام اوبلی خواته یی دپوهنی ریاست موقعیت لری تیره ورځ ده څوملګروسره ورغلم اودنژدی څخه می ولیدل ټول تعمیر په پاخه اواساسی ډول جوړسوی وو اوهرهغه څه پکښی لیدل کیدل کوم چی ده یوی ښوونځی لپاره اړین وی هغه وخت می ډیرده خوشالی احساس کاوه خوچی ده زده کوونکوسره مو ولیدل اوده درسونوپه اړه مو پوښتنی اوګرویږنی پیل کړی هغه ټولی خوشالی موپه خواشینی واوښتی یوه زده کوونکی راته وویل زموږدرسونه هیڅ ده قانون اومقرراتو سره سمون نلری دلته هیڅ اداره وجودنلری داسی ښوونکی سته چی په میاشتوموهم په سترګونه دی لیدلی ښوونځی اوس ده شخړو میدان ګرځیدلی دی هره ورځ شخړی اوجنجالونه رامنځته کیږی چی یوه بیلګه یی ده تیری ورځی شخړه ول چی ده دووډلوترمنځ پیښه سول چی په پایله کی یی یواوبل په لرګیو اوچاقوګانو سخت ژوبل کړل اوداسی نوری ده تاوتریخوالی اونوروستونزوپه اړه یی بشپړ معلومات راکړل.
په ډیری خواشینی سره ټول ملګری ده لیسی څخه راووتو پرلاری می دا چرت واهه چی دا ښکلی تعمیربه څه ګټه ولری چی په هغه کی نظم اوډسپلن نه وی اوداښایسته ټولګی به څه ګټه ولری چی په هغه کی درس نه وی او ده دی تعمیرپرځای چی خیمی وای خوچی تکړه ښوونکی اودرسونه وای ده دی ښوونځیو مثال ده هغه انارپه شانتی دی چی ده باندی څخه تک سورښکاری خوچی مات یی کی دننه توره ایره وی اوبل دا چی دامو ده ولایت په کچه دمرکزی لیسی حالت دی نوپه اولسوالیوکی به څه حال وی ده ټولواړونده مسولینوڅخه می داغوښتنه ده چی یاخوتجربه لرونکی ښوونکی په دندو وګماری چی زده کوونکی څه زده کړی اوراروان نسل خوموددغه بیسوادی له ناروغیه وژغورل سی او په ټولنه کی ده یوفعاله ښاری په توګه ژوند وکړی اوکه ده دی توان نلری نوبیا دا په نامه لیسوته قلفونه واچوی چی ده ځوانانو وخت موبی ځایه تیرنه سی لږترلږه یوبل کسب اوکارخوبه وکړی چی په راتلونکی کی یی په کارورسی اودټولنی پیټی دروندنه کی .
په درنښت