د سه شنبې مازيګر(٤:٤٠) بجې دي، د دارلامان په سړک له يوه دفتره را ووتم. مخامخ دواړه غاړې سړکونه تش تور دي. د سړک اخوا څو ماشومانو يو دم منډه کړه، نږدې ما هم منډه کړې وه. فکر مې يوه نيمه لسيزه شاته لاړ:
همداسې يو مازيګر و، سړکونه تش تور وو. يو نا څاپه به له يوه کوره لوخړې پورته شوې او بيا به د نورو کورونو ښيښې وشرنګېدې، څو کسانو به منډې کړې او بيا به د غوښو له ټوټو سره بيرته را ستانه شول.
ځاى- ځاى به لوګي لکه د مظلومانو اهونه اسمان ته پورته کېدل.
زه لا همدې خيالونو کې وم، چې هارنډونه شول، درې تورو ښيښو والا لوکس موټر را خوشې وو، دوه نورې ډاټسنې ورسره جوختې روانې وې او د سترګو په رپ کې تېر شول.
او له دې سره سم عامو خلکو هم په سړک د تګ راتګ حق پيدا کړ.
دا د کوم جهادي تنظيم مشر و، چې يو وخت د سور مخو په مقابل کې ولاړ و، او اوس د شين سترګو په خوا کې ولاړ دى او د همدوى له برکته د ارګ په ماڼۍ کې بې غمه وخت تېروي.
ځان سره مې ويل: عجيه خلک دي، چې د ټوپک په ژبه يې خبرې کولې هم يې له ويرې سړکونه تش تور وو او اوس چې له دولتي ستيجه خبرې کوي هم يې په خلکو هماغه شان ويره خپره ده.
د غبرګولي ١٨مه، ١٣٩١