کور / تازه خبرونه / په جلال آباد ښار کې د نابينا ماشومانو د کرکټ لوبډله جوړه شوه

په جلال آباد ښار کې د نابينا ماشومانو د کرکټ لوبډله جوړه شوه

جلال اباد راپور: حمايت الله کاکړ د سويډن کميټې ساحوي دفتر د معلولينو د بيا رغونې څانګه چې د معلوليت لرونکو وګړو د فزيکي، اجتماعي، تعليمي او اقتصادي بيارغونه کې کار کوي، په ختيځ زون کې نوموړي ادارې دا ځل يي د معلولو ماشومانو په ټولنه کې د شاملولو په موخه د نابينا ماشومانو د کرکټ لوبډله جوړه کړه، چې په نزدې راتلونکي کې به په رسمي توګه پرانسته وشي او د ختيځ زون کرکټ بورډ ته به رسماًور وپيژندل شي او د سپين غر د لوبډلې په نامه به ياد شي. که څه هم په نورو هيوادونو کې نابينا معلولينو د کرکټ لوبه کوله، خو په ټول افغانستان کې د نابينايانو د کرکټ لوبډله نه وه. د يادونې وړ ده چې دوې ځانګړى توپ او بيټ لري؛ په توپ کې دننه شرنګاني شرنګيږي او توپ وهونکى او توپ نيونکى يې غږ تعقيبوي او خپله لوبه پر مخ بيايي. د کرکټ بورډ د ختيځ زون لوي آمر قرار عزيزي له دغې لوبډلې څخه ليدنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د دوې په روزنه او تخنيکي چارو کې ورسره هر اړخيزه مرسته کوي. د يادې لوبډلې مشر فضل غني وايي که څه هم دوى په سترګو څه نه ويني خو که سهولتونه ورته برابر شي نو کولاى شي چې د نورو خلکو په څير کار وکړي چې ښه بيلګه يې د کرکټ لوبه ده.