پرون سهار وختي ناپېژانده کسانو دبدخشان دبهارک ولسوالۍ د ملنګاب کلي دنجونوپرښوونځۍ باندي داسي فیرونه او ټکان وکړه چي ښوونځۍ ته یې زیات فزیکي تاوانونه ور واړول. افغان امنیتي ځواکونوتردې مهال دپیښي په تړاو څوک نه دي نیولي خوپه وینا یې پلټني یې رواني دي او تردې مهال دمرګ ژوبلي په اړه هم څه نه دي ویل سوي. دا د ۲۰۰۶ کال راهیسي یو لومړنۍ پېښه ده چي یوځلي بیا په بدخشان کي ترسره سوه.
بله خوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي ددوی د معلوماتو پر اساسدغه ښوونځی چي ولسوالۍ ته نژدې موقعيت لري ددې ولسوالۍ د ولسوال او امنيې قومندان لخوا د ګمارل سوو کسانو لخوا سوځول سوې ده ، مجاهد وايي چي دولت دا کار په سيمه کي ددوی پر ضد د حساسيتونو را پارولو په موخه تر سره سوی دی .
طالبانو په دې اړه خپره سوې اعلاميه کي دغه او دې ته ورته نوري پېښي غندلي دي .