کور / تازه خبرونه / څلور کاله وروسته هم د روحاني قاتلين نه دي نيول سوي

څلور کاله وروسته هم د روحاني قاتلين نه دي نيول سوي

له نن څخه پوره څلور کاله دمخه د بي بي سي د پښتو څانګي خبريال عبدالصمد روحاني په لښکرګاه کي په مرموز ډول ووژل سو، چي حکومت يې مسئوليت پر جنايت کارو ډلو باندي واچاوه. عبدالصمد روحاني چي له بي بي سي او پژواک آژانس سره يې رسمي او د لراوبر په شمول له نورو پښتو ويبپاڼو سره يې رضاکارانه کار کاوه، د ١٣٨٧ کال د جوزا پر ١٩ مه نېټه يې مړى د لښکرګاه ښار ته څرمه د بولان په هديره کي وموندل سو.


 د هلمند والي ګلاب منګل په هماغه لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چي په يوه اونۍ کي به د روحاني قاتلان رسوا او ونيسي، خو د څلورو کلونو په تېرېدو داسي ښکاري چي روحاني د مړيني قضيه هم د نورو لسګونو ژورناليستانو او په سوونو نورو پټو قتلونو په څېر هېره سوې ده.


د روحاني د مړيني علت که څه هم تر اوسه نه دئ څرګند، خو ويل کېږي چي نوموړي د خپلو بې طرفو خبرونو له امله په هلمند کي په اداري فساد کي ښکېلو چارواکو، مخدره موادو د قاچاق وړونکو او مافيايي کړيو د سترګو اغزى وو، او همدا علت وو چي له منځه يې يووړ.


د يادوني وړ ده چي نن په هلمند کي د عبدالصمد روحاني د څلورم تلين په مناسبت غونډه جوړه سوې وه .