کور / تازه خبرونه / د ژړۍ اولسوالۍ له پاره نوې پرمختيايي شورا وټاکل سوه

د ژړۍ اولسوالۍ له پاره نوې پرمختيايي شورا وټاکل سوه

کندهار افغانستان- د کندهار ولايت په ژړۍ اولسوالي کي ددې اولسوالۍ د پرمختيايي شورا د رئېس، مرستيال، منشي او غړو د ټاکني له پاره نن انتخابات وسول او شورا په بشپړ ډول نوې سوه.

په ننيو ټاکنو کي د شورا د غړو شمېر هم له ٤٠ څخه ٢٧ تنه ته ټيټ سوو او د ازادو انتخاباتو له لاري ورته رئېس، مرستيال او منشي وټاکل سول.
په دې سلسله کي لومړى د کليو په سطحه ټاکني وسوې او له هر کلي ټاکل سوى استازى د اولسوالۍ پرمختيايي شورا ته ور وپېژندل سو ترڅو د اولسوالۍ په کچه کار وکړي.

له کليو کي څخه د ټاکل سوو ٢٧ تنو استازو ترمنځ نن د ژړۍ اولسوالۍ په مرکز کي ټاکني وسوې چي په نتيجه کي يې حاجي عبدالباقي نورزى د رئېس، نور محمد مشهور په حاجي لالا مرستيال او حاجي ښايسته ګل د منشي په توګه وټاکل سول.

د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال نياز محمد سرحدي د شورا غړو تر ټاکل کېدو وروسته وويل چي وړاندي يې د ولسوالۍ پرمختيايي شورا خورا زياتي ستونزي درلودې او په سمه توګه نه سواى توانېدلاى چي د خلکو غوښتنو او اړتياوو ته ورسېږي.
هغه ولايت مقام څخه مننه وکړه چي پر وخت او زمان ئې د ستونزي د حل په موخه ګامونه پورته کړې او د خلکو غوښتنو ته يې مثبت جواب ويلى دئ.