نژدی دوه کاله وړاندې یوشمیرا فغان ژورنالستان ډیلی ته راغلي وو ، ددغو یارانو په ډله کي یوشمیرځوان ژورنالستان او دمیدیا اړوند لیوال کسان هم وو ، له دوی څخه یوڅو تنه یوه ورځ زما دفتر ته راغلل ، څه خبرې اومرکې مو سره درلودې ، له دغو یارانو سره یوه هندي نجلۍ هم راغلې وه ، هغه یی هم را وپیژندله ، او ورسره یی وویل چي دا پښتنه ده لږ لږ پښتو هم ورخي ، پښتنه مې ترې وکړه ، ځان یی را وپیژاند او له هغه وروسته مې څوځلي بیا څه په کابل او څه هم په ډیلی کې لنډې ګندې کتنې سره وشوې ، په پښتو یوازې دتوتی په شان پوهیده ،یوڅه خبرې اومرکې هلته اودلته ددې په اړه خپرې شوې … وروسته خو بیا زموږ ځوانان دی خدای لري چی ټولو په شلپي پسې ورمخه کړه او دهرچا په خولو کي ولویده ، ان چی افغانستان ته یی هم لاره ومونده او څو ځلي هلته ولاړه راغله ، کوریی آباد په کورنۍ کۍ اوس هم پښتو ویله کیږي ، خو دا شان هندوټبرې کورنۍ په هند په تیره بیا په ډیلی او پنجاب کي له زرګونو کمی نه دي ، په شالیمار ، تلک نګر اوفرید آبادکي په زرګونو افغانی هندوان اوسکان شته چي هغوی په کورنو کی پښتو وایی او په پښتو ژبه اوکلتور باندې ویاړي په ودونو او خوښییو کی افغانی مراسم پالی او په ودونو کي اتڼونه کوي . او نور
زما یادونه داده چي شلپی فکرکوي په ټول هندوستان کي یوازې داده چې په ګلداره پښتو باندې خبرې کوي ، په داسي حال کي چې داسي نه ده ، دا اوس نوي په پچه سپره شوي او کشمیر یی لیدلی دی ، اوس خبره شوه چې پښتو او پښتانه څوک دي او چیرې اوسې ؟ له بده مرغه دې ته ټول پښتانه لکه چې محبوب خان داسي ښکاري چې نه یی ځاننه پام دی او نه هم پښتو ته ، محبوب جان په پښتو تجارت کوي څو خلکو ته و ښیي چي تر ده دپښتو خدمتګار نشته ، حال داچي داسی نه ده ، پښتو ته خدمت یو قربانی ده چي هرچا پرهغې سوداګري کړي هغوی میدان بایلولی دی ، دوی چې په خبرو راشي هرچا ته له خپل صلاحیته لوړې وعدې ورکوي ، هرځای ته چې ولاړشی د افغانستان دمهمو فرهنګی او سیاسی مشرانو په ادرسونو بی ضرورته خبرې او وعدې ورکوي ، زه نه پوهیږم چي شلپی ته چا دڅه وعده کړې ؟ ولي یي کړې ؟ په هندوستان کې داسی بریتور پښتانه شته چي پښتو اوپښتونواله یي ایمان او وجدان ده ، خو له هغوی سره هیچا وعده ونه کړه ، شلپي په دوو کالو دری څلي کابل ته وبلل شوه ، تردې زیاته که لیواله وي او نورڅه د یوې هندوستانۍ په توګه غواړې ، نو ښه به داوي چې هلته … ورته وکړو ، اوکه نه نوره خو دهغې خبرې په دغه اړه یو زیاتی دی ، پښتو او پښتنواله دومره غریبه نه ده چي شلپی ته پروعده باندې باید دسوال وړ شي . دافغانستان یاران اومقامات که رښتیاهم غواړې پښتووپالي او دهند د فرهنګی ارزښتونو خیال ورسره وي ، کیدای شي په هند کې له پښتو پوهانو ، مشرانو ، څخه کارواخلي ، له بده مرغه د ژوندون تلویزیون یارانو هم سترګې پټی کړې وعده یی کړې وه چي ثناالله خان لالا ته چې په پښتو لیکی اوشعوري پښتون دی به بلنه نه ورکوي چې داکاریی ونه کړ دهغه چانس هم شلپی ته ورکړ شو خوشلپي دری ځله په علمی او فرهنګی غونډو کي ګډون وکړ ، او آخرهم خبره دي ته رسیږي چې دې ته چا وعده کړې هغه نه ده عملی شوې ، نو پښتو نه یوازې په هندکي ختمه بولي بلکه په افغانستان کي هم … دا په خپله دقیقه خبره نه ده ، زه په دغه اړه خپله خبره په دغوټکو پای ته رسوم چې :
هرچاچې شلپی ته دهرڅه وعده ورکړې ، هغه باید په ډاګه شي چې څه ده ؟ که دپښتو معرفی وي ، ددغه کار لپاره خو هغه نه ده جوړه ، په دې چې هغه دپښتو اوپښتنو په اړه یواوږمدتی زده کړې ته لاهم اړتیا لري .:.
دویمه خبره داده چې شلپي باید په ګوته ګړي چې دا څه غواړي ؟ څه یی غوښتنی چې نه دي ورسره شوي ، که څوک کومک ورسره وکړي دڅه لپاره ؟ که غواړي چې په پښتنوباندې فلم جوړکړي ، هغه به څه ډول فلم وي ؟ تراوسه یي په دغه اړه څه کړې ؟
هیله من یم چې زموږ لوستونکی هم حق اوناحق اوښکی ورته توي نه کړي ، په هند کې دپښتو اوپښتنو فرهنګی ویاړونه دومره کارغواړي چې د لس ګونو داسی ځوانانو هڅو ته اړتیا احساسیږي ، داسې ځوانو ته چې دهغو لپاره دغه خدمت یوشعوری کار او یوژوندی شعور وي ،داسې څوک نه چې دقادرخان مرکه اوونی اووني له ځان سره ساتي او بیا یی په زردالره خرڅوي او نه هم دشلپي په شان ګیله منتوب چې نه یی کار معلوم دی او نه هم بار او دخپلي ناتوانۍ بار پرپښتو او پښتنواله باندې وراچوي ….
په درناوي
پروفیسورکابلی والا ـ هند