اسلام اباد (پژواک دخبرله مخې پاکستاني امنيتي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د علمياتو پر مهال ٢٠ وسلوال بريد کوونکي وژلي دي.
په سيمه کې امنيتي سرچينې وايي، چې دغه عمليات تېره شپه د افغانستان پولې ته څېرمه د مومندو ايجنسۍ د سلاله په سيمه کې وروسته له هغه ترسره شول، چې وسلوالو طالبانو په دې سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.سرچينې زياته کړې، چې د وسلوالو په دغه بريد کې يو سرتېرى وژل شوى او درې ټپيان دي، خو د دولتي ځواکونو په ځوابي بريد کې ٢٠ وسلوال بريد کوونکي وژل شوي دي.دولتي سرچينې ادعا کړې، چې وسلوال بريد کوونکي د افغانستان له کونړ ولايت څخه را اوښتي وو او له بريده وروسته بېرته تښتېدلي دي.خو د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.د دې ډلې وياند احسان الله احسان رسنيو ته ويلي و، چې په دغه بريد کې د دوى يو وسلوال وژل شوى خو نوموړي ادعا وکړه، چې په بريد کې يې شپږ دولتي سرتېري وژل شوي دي.د يادونې ده، د پاکستان د مومندو، باجوړ او ملاکنډ ايجنسۍ سلګونه پاکستاني وسلوال د افغانستان او پاکستان په ګډې پوله کې مېشت شوي دي.خو افغان چارواکي تل دا ډول ادعاوې ردوي چې ګواکې وسلوال د افغانستان له خاورې اوړي او پر پاکستانيو پوستو بريدونه کوي.د يادونې ده، چې تېر کال پر همدې سيمې د امريکا په يوه هوايي بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو، چې له هغې وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې او پاکستان له خپل هېواده په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو لاره وتړله.