ولسمشر حامد کرزي د پوليسو د هغه قومندان د نيولو حکم کړى، چي تيره اونۍ يې نفر پر يوه ١٨ کنله نجلۍ په جنسي تيري باندي تورن سول.
تېره اونۍ يوې ١٨ کلني نجلۍ او د هغې کورنۍ ادعا وکړه چي پر کور يې محلي پوليسو حمله وکړه، نجلۍ يې وتښتول او تر څو ورځو بند وروسته يې په داسي حال کي خوشي کړه، چي څو تنو جبري جنسي تېرى پر کړى وو.
نيويارک ټايمز د جمهوري رياست د وياند په حواله وايي چي ولسمشر کرزي د کورنيو چارو وزارت ته د دې قومندان د نيولو امر کړى دئ.
د دې پېښي بشپړ راپور دلته لوستلاى سئ:
http://www.larawbar.net/detail.php?id=31974