امريکايي استخباراتو ادعا کړې چي په شمالي وزيرستان کي يې د القاعدې دوهم مشر ابو يحيى الليبى بمبار کړى، خو وايي په مړينه يې مطمئين نه دي.
رويټرز آژانس وايي پېښه د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه پرون د دوشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته سوه، چي د استخباراتي راپورونو پر بنياد يوې بې پيلوټه طيارې څو تنه په نښه کړل.
راپور وايي دوى ټول اته کسان وو، چي د معلوماتو له مخي الليبى هم پکښې وو.
امريکا وايي ابو يحيى الليبي د القاعدې دوهم مشر دئ، چي له څو کلونو راهيسي د امريکا ضد ويناوو پر اساس ډېر مشهور سوى دئ. نوموړى په ٢٠٠٥ کال د بګرام له هوايي اډې څخه تر تېښتي وروسته نور هم شهرت ته ورسېد.