کور / راپور / دمڼې ګل مشاعره د وار د عبدالباري جهاني اوصابرشا صابر سره

دمڼې ګل مشاعره د وار د عبدالباري جهاني اوصابرشا صابر سره

يوولسمه  مڼې ګل مشاعره د هېواد تکړه شاعر عبدالباری جهاني او  کوزې پښتونخوا نوم وتې شاعر صابرشاه صابر په  مېلمه توب ترسره شوه.
یوولسمه مڼې ګل د میدان وردګو ولایت  فرهنګپال والي محمد حلیم والي په مالي مرسته او ملاتړ  دهېواد وتلې شاعر عبدالباري جهاني او کوزې پښتونخوا تکړه لیکوال اوشاعر صابرشاه صابر په ګډون ترسره شوه.




دمڼې ګل مشاعرې په شپه په مرکز میدانښآر کې په  دهمدغو تکړه شاعرانو سربېره، تکړه شاعر عبدالغفور لیوال،دملي راډیو تلویزیون ریس زرین انځور،پوهاند باوري،تکړه لیکوال احسان الله ارینزی،ګل اغا احمدي، محمد عاشق غریب او دهېواد دبېلابېلو ولایتونو  او په ځانګړي ډول دجلال کوټ ادبي بهیر دځوانو شاعرانو په ګډون دغزل شپه جوړه شوه.




په پیل کې دولایت  والي په لنډو خبروکې د ښاغلي عبدالباري جهاني او صابرشاه صابر یې دپښتو ژبي  دهغه نوم وتو شاعرانو څخه یاد کړل چې په وینایې کړیدلې ولس ته  درغاونې او جوړونې فکر ورکوي او نن سبآء همدغه دافغانانو ستره اړتیا ده.
دغزل شپې  دویاندویې چارې ځوان شاعر هارون حکیمي پرمخ بولې او غزل شپه  د ښاغلي  جهاني په یو ښکلي غزل پیل شوه،ورپسې صابرشاه صابر دښاغلي والي څخه مننه وکړه چې نوموړې مشاعرې ته یې د رابللو زمینه برابره کړه چې داحسان یې پوروړې دی. نوموړي هم غزل شپې ته په زړره پورې غزلونه واورول، وروسته په وار سره عبدالغفور لیوال،ګل اغا احمدي، ارشاد رغاند، سرځلاند،محمدیوسف یوسفزی،مختارمحمد مختار،سیمه ایز،محمدیاسین فدایي،ار،ظاهرالدین کمال، دیدارغورځنګ،نیک مل،زیار خان یاد،ګل رحمان رحماني اوجعفر الماس غزلونه واورول چې داوریدونکو لخوا په تودو چکچکو بدرګه شول او دشاعرانو غزلونوپه اوریدونکو باندې دغزل سیوری غوړولی وو.




چې دغې ښکلي فضاء او تکړه شاعرانو غزلونود میدانښار ښکلاء لا رنګینه کړې
 
په پای کې دتکړه هرمند اجمل جهاني او دده ملګرو لخوا ګډونوالو او دغزل شپې مینوالو ته ته په زړه پورې سندرې او غزلې  وړاندې شوې چې  دګډونوالو هنري تنده یې ماته کړه .
دپنچشنبې دمڼې ګل یوولسمه ورځنۍ مشاعره دپورته شاعرانو سربېره  دتکړه لیکوال او تاریخ پوهه حبیب الله رفیع،زبیرشفیقي، دکابل ولایت والي احمدالله علیزی او دپوهنې وزارت تخنیکي مرستیال محمداصف ننګ سربېره،شاعرانو،لیکوالو،دمدني ټولنو غړو،قومي مشرانو، دپوهنتون استادانو او دمڼې ګل په سل ګونه مینوالو برخه  واخیسته.
دتلاوت  او ملي سرود ورسته د ولایت والي محمد حلیم فدایي دښه راغلاست ترڅنګ  مشاعرې او فرهنګي غونډې دخورا ارزښت وړ وبللي چې امله یې همدغه ملي شاعران کولای شي چې ولسونو ته دسولې، فکرجوړونې او دهېواد جوړونې الهام ورکړي، نوموړي زیاته کړه چې تیرو جګړو ترهرچازیات په لیکوال او شاعر اغیزې کړې او په همدې موخه دشاعر او لیکوال نقش او مسولیت هم دنورو وګړو په پرتله زیات دی،ښاغلي فدایي د ښاغلي جهاني او صابرشاه صابرنه مننه وکړه چې د نوموړې مشاعرې ته یې د دوۍ بلنه ومنله.




ورپسې دکابل والي احمدالله عالیزي، د پوهنې وزارت مرستیال محمداصف ننګ او تاریخ پوهه حبیب الله رفیع په وار سره د مڼې ګل د مشاعری په ارزښت خبرې وکړي دوۍ په ګوټ ګوټ افغانستان کې جوړېدونکې مشاعرې او د ځوانانو کلتوري هڅې د ټولنې د ویښتابه په لور د ګړندي يون نښه وبلله او په ځوانانو يې غږ وکړ چې لا هم سره يو موټی د خپل روښانه راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي.




وروسته  مشاعره دامریکا  هېواد څخه  راغلي شاعر عبدالباري جهاني  لخوا  پيل شوه او دګډونوالو د مودو مودو تنده یې په خپلو عزلونو او کیسه ایز نظمونو ماته کړه، ورپسې  دکوزې پښتونخوا څخه راغلي شاعر صابرشاه صابر ګډونوالو ته شعرونه او غزلونه وړاندې کړل، نوموړي  له  ا فغان فرهنګیانو څخه  ګیله وکړه چې نوموړي  ستاینې ته یې پام ندی کړی پداسې حال کې چې صابر شاه صابر د۳۵ زیات اثار په افغاني شخصیتونو باندې لیکلي دي.
همدارنګه د هېواد او کوزې پښتونخوا  څخه راغلو شاعرانو لخوا د مڼې ګل مشاعرې  په ویاړ  او ټولو په یوه خوله په هېواد کې دتل پاتې سولې  او شته بدبختیو دمخنوي په اړه په زړه پورې شعرونه  او عزلونه  ولوستل شول او د ګډونوالو لخوا  په چکچکو بدرګه شول.
 
د مشاعرې په پای کې په راغلو ټولو میلمنو او شاعرانو باندې  دولایت مقام لخوا د میلمه پالنۍ دود پراساس دافغانستان ملي بیرغ په سینو وټومبول شو او هم په شاعرانو او لیکوالو باندې برابرې شوې تحفې او ډالۍ و ویشل شوی
 
همدارنګه دیادولو وړ ده چې  دمشاعرې وروسته د تکړه سندرغاړي  حیات  ګردیزي لخوا  ګډونوالو ته په زړه پورې  ملي سندرې  وړاندې شوی او ګډونوال  خپل لاسونه  د جیبونو څخه  په ویستلو سره ملي اتڼونه  ترسره کړل.


دیادولو وړ ده چې د یوولسمې مڼې ګل مشاعرې  په ویاړ د ولایت مقام په مالي لګښټ دوه  کتابونه  درواۍ دومان نیازی او دپوهې ډیوه کتاب دعبدالمتین وردګ په لیکوالۍ دچاپ په ګاڼه سمبال شوې  وو، چې په ګډونوالو باندې نوموړي کتابونه  او د  ولایت مقام دفرهنګي فعالیتونو ته ځانګړې شوې ګڼه بدلون هم  وویشل شوه.
 
مشاعره  دورځې په ۳ بجو پای ته ورسیده.
دا هم دیادولو وړ ده چې یوولسمه مڼې ګل مشاعره به په نژدې راتلوونکي کې د ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا  په کتابي بڼه چاپیږي او دهمدې فرصت ته په ګتې اخیستنې سره په هغو شاعرانو غږ کوم چې خپل شعرونه یې ولایت مقام ته تراوسه ندي سپارلي  دایمیل له لارې راولیږي ترڅو  حق یې په بشپړه توګه ادا شي.