پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې د ۱۳۹۱ لمریز کال لسمه اونیزه غونډه د غبرګولي د میاشتې په ۱۱ نېټه د ټولنې په دفتر کې جوړه کړې وه.
دغه غونډه، چې قاري عبدالستار شمال د قرانکریم په تلاوت سره پیل کړه، مشري یې غلام حیدر حیدر کوله او د ویندویۍ چارې یې ولي محمد سایل پر مخ بیولې.
د کره کتنې موضوع د نور رحیم عاطف غزل و، چې د غونډې ګډونوالو پرې تود بحث وکړ.
د غزل مطلع دا وه چې: دې مالت کې راته ګرانه زنده ګي ده
ته چې نه یې سرګردانه زنده ګي ده.
عزت الله پامیر وویل، چې د مطلعې په لومړي نیم بیتي کې دا نه ده واضح شوې، چې شاعر ته ولې په مالت کې ژوند ګران دی.
غلام حیدر حیدر د همدې خبرې د اصلاح په خاطر وویل، چې که لومړۍ نیم بیتي دمخه او وروستۍ هغه مخکې شي دا ستونزه به حل شي.
ته چې نه یې سرګردانه زنده ګي ده
دې مالت کې راته ګرانه زنده ګي ده.
د غونډې ګډونوالو د حیدر صیب نظر خوښ کړ.
لومړی بیت: چې مې خوا کې یې؛ نو زړه مې په تا ښاد وي
چې مې خوا کې نه یې ورانه زنده ګي ده.
دې بیت جاوید نسیم ته خوند ورکړ او ښکلی یې وګاڼه؛ خو پامیر وویل، چې د مطلع او دغه بیت مفهوم یو دی.
نسیم وویل، چې که مفهوم یې یو هم وي؛ خو له مطلع څخه په دې بیت کې ښه راخستل شوی.
حیدر صیب غوښتل، چې د بیت په یوه نیم بیتي کې د ( چې مې خوا کې…) کلمې الفاظ تغیر کړي؛ خو پامیر د کلمو تکرار حسن تکرار وباله او وې ویل، چې د دغو کلمو تکرار د بیت خوند زیات کړی.
د غزل دویم بیت دا و، چې : ستا د زلفو په ول ول مې نظر نغښتی
ځکه زما هم پرېشانه زنده ګي ده.
ډاکتر عزت الله مشفق دا ښه بیت وګاڼه؛ خو سایل ته په کې د ( ول، ول زلفو ) پر ځای د ( هر ول زلفو) د کلمې راوړل غوره برېښیده، چې مشفق صیب ورسره همنظره نه و؛ ځکه چې د هغه په نظر ( ول ول ) کلمې په بیت کې یو ډول موسیقي او رواني راپیدا کړې.
د دغه غزل بل بیت دا و.
د هجران سختې شېبې پر ما تېریږي
تاته سخته که اسانه زنده ګي ده.
حیدر صیب په ټوکه وویل، چې د هغه د ژوند یې په تا څه خپل غم کوه؛ خو شمال او نسیم وویل، چې عاطف د خپل معشوق په ژوند پسې خپل ژوند تړلی؛ نو ځکه یې ورسره غم وي.
خو ډاکټر مشفق ته په دې بیت کې کوم نوی والی په نظر ورنغی او هغه یې یو تکراري خیال وګاڼه.
څلورم بیت: د اوبو په شان په ټیټو کږو لارو
زما همدغسې روانه زنده ګي ده.
دا د عاطف د شعر هغه بیت و، چې د غونډې ټولو ګډونوالو ته یې خوند ورکړ او ستاینه یې ورته وکړه.
ډاکټر مشفق وویل: ((ډېر خوندوره تشبیه ده.))
شمال د بیت تشبه داسې تشریح کړه، چې د ژوند د کچې ټیټوالی او لا پسې ټيټیدل د اوبو د روانوالي سره تشبیه شوي، ځکه چې د هغه په وینا اوبه هم په ټیټو او ښکته ځایونو کې روانیږي.
د حیدر صیب دا نظر، چې که د دویم نیم بیتي څخه د (هم) کلمه لرې شي بیت به نور هم روان وویل شي ټولګو ملګرو خوښ کړ.
د غزل مقطع دا وه.
د عاطف مینې که زړه کې دې ځای راکړ
زما هغلته ودانه زنده ګي ده.
حیدر وویل، چې که داسې شي، چې : زما مینې که په زړه کې دې ځای راکړ
د عاطف هلته ودانه زنده ګي ده.
پامیر او ډاکټر مشفق ویل، چې دا هم بد نظر نه دی.
حیدر صیب په ټولیز ډول غزل ښه وګاڼه او کره کتنه یې د غونډې دملګرو د اثارو د اصلاح لپاره ګټوره وبلله. وې ویل، چې په کره کتنه کې ملګري خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کیږي.
نور رحیم عاطف د دې تر څنګ، چې د غونډې له ګډونوالو یې د ده پر شعر د کره کتنې له امله مننه وکړه، د هغوی نظرونه یې د خپل شعر په اړه ګټور هم وبلل.
هغه وویل، چې کله یې شعر ولیکه خپله هم ورته همدغه دوه بیتونو خوند ورکړی و، چې ملګرو خوښ کړل.
ستا د زلفو په ول ول مې نظر نغښتی- ځکه زما هم پرېشانه زنده ګي ده.
د اوبو په شان په ټیټو کږو لارو – زما دغسې روانه زنده ګي ده.
هغه د ډاکټر مشفق دا خبره خوښه کړه، چې په کره کتنه کې د کره کتونکي سپینې خبرې د اثر د لیکوال یا شاعر پام د هغه نیمګړتیاوو او ښیګڼو ته اړوي.
عاطف د شعرونو یا نثري لیکنو کره کتنې ته د وړاندې کیدو یو لامل هم د خپل اثر ښیګڼې او خامۍ پېژندل وګڼل، چې په وینا یې لیکوال یا شاعر د سمې کره کتنې وروسته کولی شي، خپلې د قوت نقطې لا پسې قوي کړي او خپلې کمزورۍ اصلاح کړي.
له کره کتنې وروسته په ازاده مشاعره کې جاوید نسیم، عبدالستار شمال، عزت الله پامیر، غلام حیدر حیدر، ډاکټر عزت الله مشفق، نوررحیم عاطف او ولي محمد سایل ګډون وکړ.