کور / تازه خبرونه / د امریکا څارګرو الوتکو ۱۵ کسان وژلي

د امریکا څارګرو الوتکو ۱۵ کسان وژلي

ميرعلي:پاکستاني چارواکو ویلي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمه کې د امریکا څارګرو الوتکو برید لږترلږه ۱۵ کسان وژلي.برید د دوشنبې پر ګهيځ وختي د شمالي وزیرستان قبایلي سیمه میر علي ولسوالۍ کې پر عیسو خېلو کلي شوی دیمیر علي له مرکز میرانشاه لوېديځ لوري ته شاوخوا ۲۵ کیلومتره لیرې پرته سیمه ده، چې ډېری طالبان په کې فعال دي.د میرانشا یوه امنیتي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې “برید سهار مهال پر یوه ودانۍ شوی، چې پنځلس اورپکي په کې وژل شوي. د وژل شوو مړي د پېژندلو نه دي. “سرچینې دا هم ویلي چې د وژل شوو په منځ کې بهرنیان هم دی.خو نورو سیمه ییزو چارواکورسنيوته ویلي چې په وژل شوو کې ډېر کسان ولسي وګړي دي.پر عیسو خېلو سیمه د دوو اوونیو په اوږدو کې د امریکا څارګرو الوتکو درې ځلې بریدونه کړي، چې په مخکنیو دوو بریدونو کې هم ولسي وګړي وژل شوي.