په دې روان خوني مناظر او رجعتي تور تم کي د حق او صداقت خبره کول، سياسي مريدانو ته د بت شکني درس ورکول ، له پانډي څخه انقلابي جوړه ول ، اندروني او بېروني استحصالي ډائينوسار سره سر وهل د هر چا کار نه دی .
هر د علم و دانش خاوند د اظهار او تنقيد کولوپوره پوره حق لري. په رياست او سياسي تنظيمو کښي د حق تلفي او استحصال ښکار خلګ هم خپل راز او نياز شريکه ولی سي. ځني مجبوره خلګ د خپل طبقاتي جدوجهد ، عهد شکني او بت شکني د مبارزې تشنګي په خلکي بېټکو کښي تر ډېره حده کم ولی سي.
د خوار غريب او زېردست طبقې ژغ را اوچتول او د قلم او فکر د خپل واکۍ په خاطر د هم فکر ليکوالانو سنګر مضبوط کول په موږ باندي حق لري . پکار ده چي هر ذمه واره وګړی د خپل وس او توان مطابق د استحصال څخه پاکه ټولنه جوړه وولو لپاره يو او بل ته په اخلاص لاس ورکړي چي د افراد او چند خاندانو په ځای زموږ قامي تنظيمي او تحقيقي ادارې تقويت وموندي.
نن د خلقيانو, پرچميانو, قام پراستانو, ډيولپمنيټ سيکټر بلکه د ټول مترقي پښتون افغان يوالي ا ړين دي. نن زموږ په مترقي پښتون افغان کښي د خپل هم فکر بردا شت هم نشته؟
خدايه! Respect the difference به کله راځی???? په دې هکله مجلس, ليک او دسياسي تنظيمو ته مشترکه سيمنارز جوړه ول پکار دي. کنې د افغانيت ، قام پرستي او ترقي پسند ادب و سياست د بانيانو په خدمات او کارنامو باندي خو کندهار ، کابل، پېښور ، کوټه او د کراچي وغيره سياسي او ادبي تنظيمونه او پښتو اکيډيمياني د يوه سيمنار جوړه ولو زحمت هم نه کوي . هر سړی ښه پوهېږي چي په پښتو ادب او سياست کي هم نن سبا د غوړ لستونړی قدر کېږي. په يوه سړی شل سيميناره کېږي او هغه بل څوک يادوي هم نه . دا خو هم د پام وړ تاريخ دی .