کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٨ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار : د ٨ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په شاه ولي کوټ اولسوالي کي ئې د يوې نښتي په پايله کي اته وسله وال طالبان وژلي او څلور نور ئې ټپيان کړي دي.
د چارواکو په وينا چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله ئې په ياده اولسوالي کي د يوه بريد پلان لاره چي د سيميزو پوليسو له لوري ئې مخه ونيول سوه او بيا ياده مرګ ژوبله و وسله والو ته واوښته.
بل لور ته د د دې ولايت په ګاونډي ولايت هلمند کي هم د يوه ځانمرګي بريد کوونکي هدف ته د رسېدو مخکي د وژلو خبر ورکړل سوى او همدا ډول نن د يوه بل ځانمرګي بريد په پايله کي چي په ارغستان اولسوالي کي ترسره سوى، اته پوليس وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي. خو د حکومت د شاه وليکوټ اولسوالۍ د بريد اړوند تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.