پېښور: د خيبر پښتونخوا پېښور ښار کې د پښتنو مشرانو دوه ورځنۍ جرگې په پایې کې په سېمه د سولې لپاره غږ شوې او په افغانستان کې یې د بهرني مداخلت اودرولو غوښتنه کړې.دغه جرگه چې د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اؤ سپين روبي ملت پاله سياستدان افضل خان لاله لۀ لوري د پښتنو په سيمه کې د امن د ټينگښت په بابله رابلل شوې وه د بهرنيو اؤ داخلي قوتونو څخه غوښتنه کړې چې هغوئ بايد په سم لاسي ډول د جگړې څخه لاس واخلي اؤ د امن دلارې د دغه جنگ د هواري لپاره خبرو اترو ته کښيني.د پيښور په نشتر هال کې د جوړې شوې دغه قامي جرگې د دوهمې ورځې صدارت دافغانستان دکابل ولايت پخواني گورنر يا والي حاجي دين محمد وکړو چې پکې د پاکستان دخيبر پښتونخوا، بلوچستان، کراچۍ اؤ قبائيلي سيمو ترڅنگ دافغانستان اؤ يو شمير اروپايي اؤ خليجي هيوادونو څخه پښتانۀ سياستمداران،دانشوران، شاعران،ليکوالان، صحافيان اؤ د ژوند د بيلابيلو څانگو سره تړلي شخصيات شامل شول.د جرگې د دوهمې ورځې په مهال يو شميرپوهانو ويناوې وکړې اؤ دپښتنو په خاوره يې د پيښو امنيتي ستونزو په علتونو رڼا واچوله او په يوې اعلاميې پاى ته ورسيده
.د افغان قومي جرگې اعلاميه
ځاى نېټه :
د غبرگولي ١٠، ١٣٩٣ ل،هـ – د مئ ٣٠، ٢٠١٢ ميلادي نشتر هال پيښور
هسې خو افغان سيمه د مودو راهيسې د جنگونو سره مخامخ پاتې شوې ده خو د تېرو لسيزو راهيسې جاري جنگ چې په کښې دولتي او غير دولتي (State & Non State Actors) دواړه عوامل بوخت دي او ملاتړ يې د خارج نه کيږي. په دې جنگ کښې لکونه افغانان مړه، ټپيان، بې کوره او در په در شول. د دې جنگ ژور منفي اثرات د لر او بر افغانانو په سياست، اقتصاد، کولتور او ټولنه پريوتي دي. په دې کښې ځنې ډېر بدرنگه او ناوړي کارونه او عملونه دي چې ترې د افغانانو کولتور او دين نړۍ ته په غلط رنگ کښې وړاندې شوى دى. په افغان خاوره کومه چې د امن، جرگو او مرکو سيمه وه نن وينه تويول، او ورور وژنه عام شوې او ټوله منطقه د بارودو په ډيري بدله شوې ده. په دغه جنگ کښې لکونه خلک مړه، لکونه بې کوره شو ي او ماشومان او ښځې در په در شوي په کمپونو کښې د بې وزلۍ او بې وسۍ ژوند کوي. د کور او گور، حجرې او جمات، مشر او علماء کرام او د پړوني او پگړۍ احترام ختم شوى دى. د بهرنيو په لمسون او مرسته او د خپلو د بې عقلۍ او بيکارۍ د لاسه افغانان نن هم مړه او هم پړه شو او نړۍ ته د ترهگر په رنگ ورپېژندل شوي دي. حقيقت دا دى چې افغانان روادار، معتدل او د لوى صبر او زغم خاوندان دي او په دوى چې څه کيږي د پردو د لاسه دي.خو دا هم ښکاره ده چې د افغان شخړې په وجه بهرني مداخلت کار قوتونه هم د ډېر ژور اقتصادي سياسي مسئلو او کورنو ستونزو سره مخامخ دي او ورځ په ورځ په دوى هم د دې شخړې د پرامن حل دپاره داخلي فشار او دباؤ زياتيږي.د لر او بر افغانانو دا دوه ورځنۍ جرگه د افغان شخړې ټولو بهرني او کورني قوتونو ته اپيل کوي چې :الف : دوى دې سمدستي د جنگ نه قلار شي ډزبندي دې اعلان کړي په ټوله سيمه کې دې هر ډول نظامي عمليات (Military Operations) بند کړى شي او د صلحې او تفاهم په لار دې د دې شخړې د هواري دپاره خبرې اترې شروع کړي.ب : په لر او بر افغان خاوره کښې چې هر څوک او په هر رنگ مداخلت کوي او د جنگ اور ته لمن وهي دوى دې دغه لاس وهنه بنده کړي.ج : افغانستان او پاکستان پخپله او د دوى ټول گاونډي هيوادونه دې په لر او بر افغان سيمه کښې د صلحې او امن د پروسې دپاره مثبت کردار ادا کړي او د افغانانو ترمنځه دې د امن او صلحې دپاره زمينه برابره او کلک ملاتړ وکړي.د : دا جرگه د نړۍ ټولو قامونو ته او په خصوصي توگه ترقي يافته او ودان هېوادونو ته غږ کوي چې دوى دې په لر او بر پښتنه سيمه کښې د بياودانۍ، ترقۍ او اقتصادي پرمختگ کارونه پيل کړي چې په دغه سيمو کښې غريبي او پسماندگي ختمه شي او دوى د نورو سره سيال شي.ر : دا جرگه غوښتنه کوي چې په افغانستان کښې دې نه صرف بهرنۍ لاسوهنې بندې شي، بلکې هلته موجود بهرني ځواکونه دې د افغان خاورې نه د اعلان شوې معاهدې او روډ ميپ (Road Map) مطابق ووځي.
ز : دا جرگه دا غوښتنه هم کوي چې د جنگ ټولې خواوې دې جگړه بنده کړي او د ډزبندۍ سره جوخت د صلحې د تحقق لپاره په يوه ميکانيزم باندې تفاهم وکړي چې د صلحې کارونه پرمخ بوځي.
س : دا جرگه غوښتنه کوي چې افغان کډوال چې پاکستان کې ميشت دي د ملگرو ملتونو تر نظارت لاندې درې اړخيز گډ تفاهم په اساس چلندى او بې ځايه ونه زورول شي.
د جرگې د دغه مقاصدو ترلاسه کولو لپاره دا جرگه لانديني وړانديزونه لري :
١_ د جرگې د امن او صلحې د پيغام په رڼا کښې جرگه ټولو برخه اخيستونکو شخصيتونو، د سياسي، مذهبي، سماجي، ثقافتي او ادبي گوندونو او تنظيمونو نمايندگانو ته خواست کوي چې د جرگې پيغام د پښتنو افغانانو هرې سيمې گټ گټ او کور کور ته ورسوي.
٢_ دا جرگه د دغه مقاصدو ترلاسه کولو دپاره د افضل خان لالا په مشرۍ کښې يوه کميټه جوړوي چې په افغان سيمه کښې د امن راوستو، د صلحې او تفاهم د پروسې دپاره ځانته خپله کړنلاره (Action Plan) جوړه کړي او مناسب عملي گامونه پورته کړي. دغه کميټه دې د افغان شخړې د فريقينو سره د جرگې په نمايندگۍ د افغانستان د صلحې د عالي شورى سره په تفاهم دننه او بهر رابطې وکړي او فريقين دې د صلحې او تفاهم په لاره د امن په لوري روان کړي.
٣_ جرگه هر هغه لر او بر افغان ته که جرگې ته راغلى دى او که نه، اپيل کوي چې هغه دې په افغان لر او بر سيمه کښې د امن او صلحې، دپاره خپل ځانگړى رول ولوبوي او د جرگې ملاتړ دې وکړي چې د لر او بر افغان سيمې نه جنگ ورک شي.