کور / تازه خبرونه / بدخشان: ١ بهرنى، ٨ پوليس او ٦ وسله وال وژل سوي

بدخشان: ١ بهرنى، ٨ پوليس او ٦ وسله وال وژل سوي

افغان امنيتي چارواکي وايي چي د بدخشان ولايت په وردوج اولسوالي کي د وسله والو طالبانو، افغان حکومت او بهرنيانو ترمنځ نښه سوې او په پايله کي ئې يو بهرنى ، اته افغان عسکر او شپږ وسله وال طالبان وژل سوي.
همدا ډول چارواکي زياتوي چي په دې نښته کي دوه پوليس او يوولس وسله وال طالبان ټپيان سوي هم دي.
افغان امنيتي چارواکي دا خبر په داسي وخت کي ورکوي چي تېره ورځ وسله والو طالبانو د يادي اولسوالۍ د څلور امنيتي پوستو د نيولو خبر ورکړى ؤ .