څرنګه چې خوست ولايت دپخواني اداري جوړښت له مخې يوه ولسوالي او دامهال دافغانستان په سياسي اوطبعي جغرافيه کې يو مهم سرحدي ولايت دى چې دستراتيژيک موقعيت په درلود سره په کې هرمثبت بدلون دنظام دپياوړتيا اوتقويت لپاره ډير مهم شميرل کيږي.په دغه ولايت کې اوس مهال دپخواپه پرتله په لوړه کچه نفوس زيات شوى اوپه هره برخه کې مثبت اوڅرګند بدلونونه رامنځته شوي دي ،چې دغه بهيرورځې تربلې نورهم ګړندى کيږي.
مخکې مو يادونه وکړه چې خوست پخوا يوه لويه ولسوالي وه خو اوس دافغانستان يو مهم مګر دريمه درجه ولايت ګڼل کيږي خو معيارونه اوشرايط يې ان له لومړۍ درجې ولايت سره برابر شوي دي وروستيو پرمختګونو اوبدلونونه دغه ولايت په زياته کچه لوړ کړى دى.
مګردډيرو پرمختګونو او مثبتوبدلونونو ترڅنګ لاهم داسې خنډونه شته چې لاهم په دغه ولايت کې يې دښاري پراختيا او پرمختيايي پروژو په وړاندې جدي خنډونه بلل کيږي چې هغه په خوست ښارکې ددفاع وزارت ملکيتونه دي چې له يوې خوا يې دښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان دتطبيق مخه نيولې او دبلې خوا يې په ښارکې ډيره ګډوډي او بې نظمي رامنځته کړې ده ،هغه په دې مانا چې دامهال جدي اړتيا ليدل کيږي چې نوموړى ښارپراخه اوساحه يې دپلان اونقشې له مخې لويه شي ترڅو دلازياتو اقتصادي پرمختګونو ،سوداګريزو چارو،بنسټيزو پروژو دپلي کيدو اوښاري پراختيايي پروګرامونو دپلي کيدو لپاره ښه زمينه برابره شي.
خوله بدمرغه چې دملي دفاع وزارت ملکيتونه ديادو ټولو پرمختګونو اوپه ځانګړې توګه دښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان دتطبيق په وړاندې جدي خنډګرځيدلې دي چې په لويه کچه يې دخوست مېشتو غوسه راپارولي ده چې دتيرې ورځې لاريون يې څرګنده بېلګه وه.
په ملي دفاع وزارت کې يوشمير داسې کسان شته چې غواړي دخپلو شخصي ګټو په خاطرددغه وزارت له ملکيتونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي چې ښه بېلګه يې په خوست کې دازادۍ مينې يادA پروژه يادولى شوکوم چې ديادو کسانو په اشاره څه کم دوه کاله وړاندې ترغصب لاندې وه خو د اوسنۍ ولايتي ادارې دهڅو او دولسونوپه همکارۍ په پايله کې له غصب راخلاصه اوخپلو مستحقينوته ووېشل شوه چې اوس مهال په کې دپلان اونقشې سره سم دښکلو ودانيوپه جوړيدو ،پارکونو ،ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو باندې عملي کار روان دى چې له دې لارې ډيرعوايد راټول اوددولت خزاني ته تسليم شوي دي.
ددې ترڅنګ په دغه ښارکې B اوCهغه پروژې دي چې پنځه کاله وړاندې دولايت مقام په وړانديز او دلوړو مقاماتو دحکمونوسره سم مستحقو کسانوته په کې نومرې ورکړل شوې دي ،خو لا تراوسه يې برخليک معلوم ندى ځکه چې کله دوى غواړي په دغه ځانګړو شويو ساحوکې دښاري پراختياسره سم خط اندازي وکړي نوپه وړاندې يې دملي دفاع وزارت يو شميرمنسوبين چې ترډيره په غصب کې ښکيل دي غبرګون څرګندوي اوچاته اجازه نه ورکوي چې خپل حقوق ترلاسه کړي.
چې دغې کارخو له يو پلوه دولتي عوايدو ته په لويه کچه زيان رسولى ،دبلې خوا يې دهغه مسحقينو زياته غوسه راپارولي ده کوم چې ټول قانوني پړاونه يې طى کړي خو لايې هم دخپلوحقوقو برخليک معلوم ندى.
سره ددې چې ولايتي ادارې ،ولايتي شورا او نورو بنسټونو په پرلپسې توګه ملي دفاع وزارت او نورو اړونده اداروته ديادې ستونزې دهواري په خاطروړانديزونه کړي اوترې غوښتنه يې کړي چې دښارپه داخل کې خپل ملکيتونه دقانون سره سم دښاروالۍ رياست په اختيارکې ورکړي چې نورپه دغه ولايت کې دستراتيژيک پرمختيايي پلان دتطبيق ،ښاري پرمختيايي پروګرامونو او انکشافي پروژو په وړاندې پرت دغه خنډبه له مخې لرې شي دخلکوغوسه به سړه اوولايتي اداره به دولسونو له فشارڅخه خلاصه شي کوم چې په پرلپسې توګه ترې غوښتنه کوي.