کور / تازه خبرونه / شمالي وزیرستان کې ډرون ٩ کسان وژلې

شمالي وزیرستان کې ډرون ٩ کسان وژلې

د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د گل په ورځ په دواؤ ډرون بریدونو کې د رپورټونو ترمخه لږ تر لږه نهه کسان وژل شوې دي.
د فرانس خبري ادارې ای ایف پې وئیلي دواړه حملې د شمالي وزیرستان مرکزي ښار میران شاه سره نزدې شوې دي چې د طالبانو او د القاعده وسله والو مرکز گڼلی کیږي. ای ایف پي رپورټ کړې په دواړو حملو کې په مجموعي توگه نهه کسان وژل شوې دي.وړمبۍ حمله په حسو خیلو کې شوې ده چې پکې پنځه کسان ووژل شول.دویمه حمله د میران په غرب کې په دته خیلو کې شوې ده. ای ایف پي وائي برید کې ډرون یو گاډې په مزائیلو ویشتی چې له امله په گاډې اور ولیگیدو او په گاډې کې سواره کسان وسوزیدل.ای ایف پي وائي په پیښې کې د وژنو تصدیق دوه عسکري چارواکو کړی دی.رپورټ وائي د زیارت د ورځې راهسې په سیمه کې پنځه حملې شوې دي.