د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په سنګين اولسوالي کي د سړک غاړي ماين يو کوچنى وژلى.
چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کارپوهانو په وينا د سړک غاړي ماينونه دوهمه درجه پېښي دي چي قربانيان ئې اولسي وګړي دي.
بل لور ته تېره ورځ هم په ياده اولسوالي کي د ټولنيزي شورا غړى لومړى برمته سوى او بيا ئې جسد په ياده اولسوالي کي پيدا سوى ؤ.