د هري ټولني په پوهنیز پرمختګ کې د هغې ټولني تعلیمي اداره ، د یو لړ داسي با احساسه او په پوهي وطن او ټولنه مین کسانو تر لاس لاندي پاتې شوې چې د هغوی لوړ هوډ او کلکي ارادې په نه امکاناتو هم خپل تعلیمي یون په مخ بیولي. د افغانستان غوندي د بې وزله ولس د ښیګڼي لپاره یې د خپل بدني او معنوي ځواک څخه هره ورځ انرژي اخستې ، او بې له کوم مادي بدیله یې د خپل ولس لپاره قرباني کړې .
شهید استاد بازمحمد یادوم. د تیري پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ځلورمه (۲۴-۰۵-۲۰۱۲ ) نیټه یې په داسي حال کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په مکتب کې یې خړ سپيره او بې وزله زده کونکي په انتظار ناست وو . شهید استاد لیسې ته د تلو په وخت د یوې ټرافیکي پیښي ښکار شو.
اناالله وانا اله راجعون
ارواښاد بازمحمد د غزني د قره باغ د ولسوالي په سطحه یو ډیربا احساسه ، پوهـ ، خواري کښ او نه ستړی کیدونکي کلویوال استادوو. د قره باغ ټول خلک نومړی د پوهي او علم د ډګر ستره ضایعه بولي او تګ یې دخپلي ټولني یو نه مننوکې خلا بولي . د غزني د پوهني ریاست او د قره باغ ټول اوسیدونکي ضرور د استاد له شخصیت او علمیت سره اشنا دي او اکثر نوي ځوانان چې اوس په لوړو ادارو او پوهنتونونو کې مصروف دي د استاد شاګردان پاتي شوي . په شهادت یې زما په شمول د قره باغ ټول محصلین ، متعلیمین د منطقې سپين ږیري مشران او متدین خلک خفه شول.
شهید استاد بازمحمد زما له هغه کلیوالو استادانو څخه وو چې په لیدو به یې زما روحیه دومره قوي کیده چې هم به مي له زده کړو خوند اخست او هم به مي د ځان په هکله د نوموړي کرکټر انځوراوو ، (کاشکي یو وخت زه هم داسي پیاوړی استاد شم …) شهید استاد بازمحمد له عجیبه او ښه خاصیتونو څخه برخمن وو . د ارام کشینستو خوی یې نه درلود ، یو هڅاند زیرک او ګړندی سر معلیم پاتي شو، یو هنر مند استاد وو ، د زده کونکي فکر به یې تل د موضوع په هکله په خندونکو خبرو زده کړي ته را ګرزاوو . د هر زده کونکي بیګراونډ او شالید ورته معلوم وو ، او د هر متعلیم کورنۍ ، کلي، جومات اومشرانو په هکله به یې مکمل معلومات درلودل. ټولګۍ ته له راتلو سره به یې بې له کومه ځنډه درسي کتاب پيل کړ . او د وخت له ضایعه کولو څخه یې یو ډول ذاتي نفرت درلود. د تفریح له ختمیدو سره سم به استاد را ښکاره شو . د چایو پیاله به یې په لاس کې وه او زده کونکي به یې په زوره ټولګیو ته ننویستل، چې دا یې هم د وخت د زیات ارزښت په خاطر د نورو استادانو په پرتله یو ځانګړی خاصیت وو.
د ښونځۍ په هغه شوخه او سرشاره دوره کې به استاد له خپلو شاګردانو سره یو ډول دوستانه چلند هم کولو ، د ټولني د بې وزله متعلیمینو کورنۍ ستونزي به یې تل پوښتلې او هغه شاګردان چې کورنۍ او اقتصادي ستونزي به یې نه درلودي نظر بې وزله متعلیمینو ته ډیر ګواښل . زما ښه په یاد دي چې یوه ورځ زه ښونځي ته ناوخته راغلم ماته یې په خپل خاص انداز وویل: (هلکه ولي ناوخته راځې آیا غواوو ته دي واښه راوړل، پټي ته دي اوبه ورکولې کور ته دي وړه راوړل، ته خو هیڅ ستونزه نه لرې … ) رښتیا هم ما هیڅ ستونزه نه درلوده نو ځکه استاد په هر څه خبر وو . خو موږ ډیر وروسته پوه شوو چې استاد رښتیا هم زموږ معنوي پلار دی او زموږ په خاطر یې تل خپل عصاب خوړل .
د استاد نوم ، خدمتونه او هڅي به د قره باغ خلک هیڅ کله هیري نه کړي . د استاد هغه میني چې له خپلي ټولني خلکو تعلیم او پوهي سره یې درلوده نوموړی هیڅ کله خارجي موسساتو او نورو هغه ادارو ته اړ نه کړ چیرته چې د پیسو بنډلونه ویشل کیږي ، بلکي نوموړي د ژوند تر وروستۍ نیټې خپل خړ ځادر خړه بګړۍ اوزوړ موټرسایکل وساتل. او د کلي د ښونځیو او لیسو سپیره خو ستره دنده یې پرینه ښوده . تر څو یې ژوند هم د همدې ستري لاري قرباني کړ .
خدای دي استاد باز محمد ته جنتونه ورکړي ، خدای دي زموږ معنوي پلار د دین او پوهي د سترو عالمانو او خپلو دوستانو په جمله کې راپورته کړي . او خدای دي د استاد کورنۍ اولادونو او ټولو شاګردانو ته جمیل صبر ورکړي .
د قره باغ استادان ، محصلین ، متعلمین، سپین ږیري او ځوانان د پوهني له وزارته او بیا د غزني د پوهني له ریاسته دا غوښتنه کوي چې د استاد نوم د معریف د شهیدانو په لیست کي ولیکي تر څو تاریخ تل دا ګواهي ورکړي چې دې ستر انسان په خپل ژوند کې له ټولو ستونزو سره سره ټولني ته په پوره امانداري کار کړی او د تعلیم او پوهي ډیویې روښانه ساتلې .
د استاد ارواح دي ښاده وي .