کور / تازه خبرونه / اولسي جرګې د ستراتېژيکو همکاريو سند لاسليک کړ

اولسي جرګې د ستراتېژيکو همکاريو سند لاسليک کړ

اولسي جرګې نن ورځ د افغانستان او امريکا د ستراتېژيک تړون په اړه غونډه جوړه کړه او په هغې کي ډېرو ګډونوالو د خپلو رايو اړوند ستراتېژيک تړون لاسليک کړ.
ياد ستراتېژيک تړون چي څه موده مخکي د کرزي او اوباما ترمنځ لاسليک سو او بيا اولسي جرګې ته د لاسليک په موخه واستول سو چي نن ورځ ١٩٥ نيوي کسانو مثبته او ٤ منفي رايه ورکړه .
دا تړون به تر دې وروسته مشرانو جرګې ته هم د لاسليک په موخه استول کېږي.
د يادوني وړ ده چي د حکومت دوه ستر مخالفين او يوشمېر نوري ډلي د دې ټړون سخت مخالف دي او وايي چي دا کار د هيچا د منلو وړ نه دئ.