کور / ترخې خبري / طالبانو نه ځان پېژندئ نه جنرال مالک

طالبانو نه ځان پېژندئ نه جنرال مالک

پنځلس کاله مخکي د جوزا په میا شت کي په مزارشریف کي دا سي غمیزه را منځ ته شوه چي په هغه کې په زرګونو افغان بچیان ووژل شول۰ دغه عام وژنه دد وستم ـ محقق ـ عطا او مالک په ناولو لاسونوتر سره شوه.


“هغه څوک چې ځان پیژنې اوهم دښمن پیژني هیڅکله به په خطر کې نه وې اوپه هره جګړه کې به بریا لې وېاو هغه څو ک چی نه دښمن پیژنې او نه خپل ځان پیژني په هره جګړه کې به د تبا هۍ سره مخا مخ وي “


د ۲۰۰۱ کال را پد ي خوا به په نړۍ کې داسی هیواد  نه وې چې دافغان ولس د تراژیدۍ په باب يې په رسنیو کې لیکنې نه وي شوي تر ‎څو خپل ولسونه د افغانستان د جګړی په حقیقت پوه کړي ۰ زه لیکوال نه یم،مګر دا خپل افغانې ـ اسلامی اوانسانی فرض ګڼم چی خپل وجدانی حکم او احسا س پر بنیاد د سترګو لیدلی حال د لراوبر ويبپاڼي له لاري دګرانو لوستونکو سره شریک کړم.


د ملګرو ملتونو د مزارشریف په دفتر کي په دنده بوخت وم ۰ د 1996 کال د منی میا شت وه د کار ملګری زما دفترته راغئ را ته یي وویل، چی د از بکستا ن د ترمذ له ښار څخه مي دیپلو ما تیکه پوسته راوړه،پدغه پوسته کي مهمه نقشه وه چی طا لبان څنګه مهم ښارونه لکه میمنه- شبرغان-مزارشریف-پلخمری او کندوز ته داخلیږي. ما دا خبره مهمه ونه ګڼله خلک وایي چي نه کار په هغه څه کار.


کله چی رسول پهلوان د دوستم په دستور ووژل شو، د هغه ورور ما لک د دوستم په مقا بل کی بغاوت وکړ او میمنې ته وتښتیدل.


جنرال مالک د فاریاب ولایت پادشاه  شو، دهغه وحشي ملیشو په ولس حکو مت کاوه. (د سپیا نو کور په کور دشمنی وه خو مسا فر ته د ټولو یوه وه) ددوی په منځ کي دښمني وه خوبېوزله ولس ته  ټول یو لاس وو.


د1997 کال دحمل په میا شت کي د ملګرو ملتونو یو هیئت د شیرین تګاب ولسو الي ته د جنرال مالک لیدو ته ورغلي وو ، زما ددفتر ملګري ویل هلته د ودانۍ په پورته پوړ کي می دوه تور مخي کسا ن ولیدل چي په اردو ژبه یي خبري کولې ،زما ملګري ویل  ما له مالک څخه وپوښتل چي په لوړ منزل کي مي دوه کسا ن ولیدل، دوی څوک دي؟ ما لک موسکئ شو ، پوښتنه يې وکړه چي تا وليدل؟ ما ورته وویل هو په پا س منزل کي ولاړ وه په اردو یې خبري کولې. ما لک وویل چی دغه دوه کسا ن له پاکستانه راغلي چي زما او طالبانو تر منځ منځګړیتوب وکړي او موږ په ګډه نقشه کار کوو چي څنګه دجګړې لو مړۍ لیکه په شبرغان کي ماته او د پلان سره سم ټول شمالي ولا یتونه له دوستم څخه ونیسو. ما ته د څو میاشتو مخکي هغه بل ملګري دنقشې خبره را په یاد شوه چي زما شک يې په حقیقت بدل کړ.


د1997کال د جوزا میاشت وه دملګرو ملتونو خارجي کارکوونکي اسلام اباد ته ولاړل افغاني کارمندان یي پر لوڅ میدان پریښودل. د جګړی اوازه خپره وه، با لاخره ټول شکونه او دجګړې او آوازي په واقعیت بدلي شوی.


په نا څا پي تو ګه په غورماچ ولسوالي کي جګړه شروع شوه، دسترګو په رپ کی طالبانو د جګړی لومړي لیکه ماته کړه، بې لدې چي شا ته وګوری په منډه د میمنې ښار ته ننوتل، پدی توګه د مالک ملیشو او طالبا ن په ګډه په شبرغان حمله وکړه.



کله چي ددو ستم ملیشو مقاومت مات شو ، دوستم د شبرغان امپراتوري له لا سه ورکړه د هلیکوپترو په وسیله د جنا یتکار بانډ سره یو ځای تا شکند ته وتښتیدل ، پدې توګه عطامحمد نور د خپل بانډسره د مارمل غرونو ته پناه یووړه او محقق په مزار ښار کي پټ شو.


کله چي شبرغان ښار فتح شو ، طالبانو او د مالک ملیشو د مزار ښار پر خوا حمله وکړه، بې لدې چي ددوستم،محقق او عطا ملیشې مقاومت وکړي د مالک ملیشې او طالبان د مزار ښار ته داخل شول.


ټول ستراتژیک نظا مي او سیاسي ځایونه دمالک او مجید روزي ملیشو ونیول. مجید روزی،جوره بیک او روف بیګي هغه پخواني نظامي افسران وو چي ددوستم د57ملیشه يي فرقې شمزۍ يې جوړله، دغو کسانو د ډاکټر نجیب حکو مت په را پرزولو او مزار او کابل  په سقوط کي عمده رول لوبولی وو.


کله چي خوست د مجاهدينو په واسطه سقوط وکړ مجید روزي او جوره بیک د جلال الدین حقاني سره اسیران شول، مګر د ډالرو په مقا بل کي حقاني خوشي کړل. بیا په 1996 کال کي کله چي طالبانو کابل د مسعود څخه ونیو، مجید روزي اوجوره بیک او د دوستم د ملیشو نور مهم قوماندانان د لوګر ددشت سقاوي له میدانه د حزب اسلا مي په مرسته  په نظامي الوتکو کي مزار ته انتقال شول.


پدې توګه ددطالبانو یو شمیر کسان د مزار په هوایي ډګر کي ځای پر ځای شول . زیاتره طالبانو د روضې په داخل او شاو خوا کی قرارګاه جوړه کړه طالبا ن پدی نه پوهیدل چی د ښار څلور خواوي کوي دي ،پر پخو سړکونو کښته او پورته په بايفور موټرونو کي ګرځیدل. د روضې په څنګ کي د شمال اتحاد د با ندنیو چارو وزارت کي طالب مشر ملا عبدالرزاق اخند او ما لک جان ښار په ګډه کنترولاوه .


د طالبا نو مشرانو مالک ته د مالک جان نوم ورکړی وو.هو ښیا رانو ښه ویلي زده یې کړه چي پوه شې او چي پوه شوې بیا یې کنترول کړه ، وخت لنډ او په سرعت پر مخ روان وو،طالب مشرانو زرهاوو کسان په تیا ره کي رهبري کول او د مالک جان له خوا غافل ساتل شوي وو.


په دومه ورځ چي ښا رته ولاړم ، د لاري په اوږدوکي ډیرئ کسانو راته وویل چي ښار ته مه ځه،هره شېبه کیدای شي چي په طالبانو حمله وشي ، ځکه چي مجید روزي او ابراهیم اکه د محقق قوماندان په خپلو پلویانو سلاح ویشلې یعني ټول دجنبش،وحدت او جمعیت پلویان مسلح شوي و. ټول ښاریان پوهیدل چي جګړه کیږي مګر طالب مشرانو ځانونه نه پوهول . یوه ډله ځایي پښتانه مشرانو غوښتل چي طالب مشران وګوري مګر مالک د لیدلو اجازه نه ورکوله.


کله چی لوړ پوړي هیات د ملا اختر محمد عثما نی،مولوی محمدحسن، ملا غوث، ملا برادر، ملا فضل،ملا خیرالله،ملا احسان الله او په لسهاو نور لوړپوړي قوماندانان مزارشریف ته راورسیدل ،دغو مخورو د طا لبانو مشرانو څخه وغو شتل چی موږ ته اجازه راکړی،تر څو دطالب مشرانو سره لیدل او خبري وکړو. څو شیبی وروسته طالب راغئ موږ ته یې دداخیلېدو اجازه را کړه.


رشید دوستم، ملا فاضل اخند او ملا دادالله اخند د مزار شريف دغميزي پر مهال


دمزار ښار،بلخ، چاربولک، چمتال او شولګري ولسوالیو مخورو سپين ږيرو و طالب مشرانو ته په ټینګار سره وویل چي په ښار کي سخته اوازه ده،چي پر طالبانو باندي د جګړې پلان دی او زموږ مشوره داده چي خپل قوتونه دبلخ او چاربولک ولسوالیو ته پر شا کړئ،طالب مشر په ځواب کي را غبرګه کړه. زموږ سره مالک جان شته،دبل چا پروا نلرو او موږ خبر یو چي دبلخ،چاربولک،چمتال او شولګري پښتانه دډاکټر نجیب ملیشې وې،زموږ یو کس په ځواب کي ورته وویل” دوست به درباندی وژاړي او دښمن به درباندي وخاندي“.


په دريمه ورځ د ښار پر خوا ولاړم د یوې ډلي کسانو سره چي هزاره ګان وو مخا مخ شوم ، د هغوی زیاتره می پیږندل، را ته وې ویل چي ښار ته مه ځه او هره شیبه امکان لرې چی جګړه پیل شي ، د ښار په ټولو هغو برخو کي لکه سید اباد ، ګذر حیات، ‌زراعت او علي چوپان کي هر کور ته سلاح ویشل شوې ده خلک د جګړې قومندې ته انتظار با سي.


کله چي څو متره مخکي لاړم ، د مزار ګمرک مخته د طالبانو درې بايفور موټران ولاړ وه، زه ورنږدې سوم او له طالب نه مي وپوښتل چي ستاسو قوماندان څوک دی؟ هغه په کبر جنه لهجه را ته وویل ځه په خپله لاره ، قوماندان نشته ما ټینګار وکړ چي قوماندان ته مهم خبر لرم پدې منځ کي یو طالب چي توره ږیره، توره لونګۍ اوتوري عینکي يې پر سترګو وې، را ته غږ کړ ما ورته ټوله کيسه وکړه طالب په خواب کي را ته وویل، زموږ سره مالک شته د بل چا پروا نه لرو.


څو سوه متره مخکي په سيد اباد مېنه کي دوه کسان چي پخواني ګا ونډیا ن مي وو، ولیدل ، هغوی را ته وویل چی هره شیبه ممکن جګړه شروع شي ځکه ټول هزارګان په سید اباد کي مسلح شوي دې.


باور وکړئ چي ټول ښاریان خبر وو،چي پر طالبانو حمله کیږي مګر طالب مشرانو ځان نه خبراوه. په همدی ورځ ماځيګر مهال د محقق ملیشو په سیداباد تکیه خانه کي پلان شوئ اغتشاش وکړ، پدې جګړه کي طالبان ووژل شول موټران یې تخریب شول او پا تي طالبان د شا تګ په وخت کي د مجید روزي د ملیشو له خوا د مزار محبس په څنګ کي تر برید لاندي راغلل، په زیات شمیر طالبان ووژل شول.



کله چي شپه راغله جګړه ارامه شوه، مګر سهار د پنځو بجو په شاوخوا کي بیا سخته جګړه شروع او په ټول ښار کي خپره شوه، له هري کوڅې پر طالبانو د کلاشینکوف او راکټونو ډزي پیل شوې. طالبان له یوی کوڅې بلي کوڅې ته تښتیدل اوله هرکوره ورباندي ډزي کیدې ،طالبان پدې نه پوهیدل چي شمال کومي خواته او غرب کومي خوا ته دی.


په دغه څو ساعته جګړه کی په زرهاوو طالبان شهیدان شول. کله چي په اصطلاح طالبانو دمزار فتح اعلان کړه په زیات شمیر ملکې خلک د بادغیس،هرات ، فراه،هلمند او کندهار ولایتو نو څخه مزار ته د لیدلو لپاره راتلل په ډیره بې رحمي سره د میمنې ،شبرغان او مزار د لاري په اوږدوکي شهیدان او مال او موټران يې چور شول.محدود شمیر طالبانو د بلخ او چاربولک  ولسوالیو ته پنا ه یوړه او هغو با غیرته ولسونو چي طالبانو د نجیب دملیشو په نوم تورنول د ټول خطر سره په کورونو کي وساتل او هغه طالبان چي د مزار په هوایي ډګر کي وو د بغلان او کندوز خلکو پناه ورکړه او تر اخره یې وساتل.


دورځي په جریان کي کله چي جګړه ودریده د ښار په لور ولاړم په جمهوری دروازه کي د سړک دواړو خواوو ته دطالبانو د مړو غونډۍ جوړي وې ، له هري کوڅې د طالبانو مړي د اسانو او خرو د کراچیو په وسیله راوړل.


څنګه چی د جوزا میا شت وه هوا ډیره ګرمه وه ، د طا لبا نو مړي خراب شول د سره صلیب کمیټې وغوښتل چي د طالبانو مړي خاورو ته وسپاری، مګر دوستم،محقق او عطا اجازه نه ورکوله، کله چي ښار بوی ونیوئ بیا د ملیشو رهبرانو سره صلیب ته اجازه ورکړه تر څو د طالبا نو مړي په لویو کندو کي خاورو ته وسپاري.


خلکو د طالبانو په جیبونو کي ډالر لټول په داسي حال کي چي ما په خپلو سترګو ولیدل چي د زیاترو واسکټونو ته ټوټې ګنډل شوي وې. څه ښه یې ویلی چی” یو هیواد به هله ملت شي چي ولس یي بدل، بیداره او د ټول هیواد د نیکمرغي لپا ره فعا ل رول ولوبوي،که نه پرته لدې به هیواد صرف یو جغرافیا یي مو قعیت، او د ځمکي په اوږو به زیاتي پیټي وي“ .


 په مزار ښار کې د عادي پښتنو ژوند په سخت خطر کي وو په خا صه توګه د حزب وحدت ملیشې د ښار کوڅه په کوڅه د پښتنو د کورونو په لټه کي وې کله به چي د بد نصیب پښتون پر کور ور برابر شول مال یي چور ، نارینه یې شهید او ماشومان یې یتیمان کړل. دا چي زما په شان پښتانه ژونيی راووتل دا یو الهي رحمت او فضل وو، نه د دوستم او محقق د قا تلو ملیشو صله رحمی.


هغه اسیر طالبان چي په شبرغان کي بندیان وو ، شمیر یې د زرهاو کسانو په شاو خوا کي وو، د جوره بیک له خوا د ښار په منځ کي په داسي حال کي چي خلکو یې سیل کاوه د زريهدار ټا نکونو تر چاينونو لاندی شهیدان کړل.


لنډه دا چي طالب رهبران یوازي د جګړې په سیاست پوهیدل، نه یې ځان پیژندئ او نه د قاتلو ملیشو رهبران . پا یله دا شوه چي په د بې وسه او خوار افغان ولس په زرګونو بچیان د دوستم، محقق او عطا په مسلخونو کي ذبح تر خاورو لاندي او د تل لپاره هیر شول.


 روح دې ښا د وي