کور / تازه خبرونه / ناټو:له افغان حکومت سره د اداري فسادپه مخنيوي کي مرسته کوو

ناټو:له افغان حکومت سره د اداري فسادپه مخنيوي کي مرسته کوو

په جنوب ختيڅو  ولايتونو كې د ناټو څواكونو نوى قوماندان :


له افغان حكومت سره د اداري فساد په مخنيوي كې مرسته كوو


photo



په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو نويو ځواكونو نوي قوماندان ډګروال   johnson، نن د نوې دندې د اخستو پر مهال وويل چې ټول پوځي عمليات به له افغان ځواكونو سره په ګډه ترسره كړي او له خلكو سره د مرستو كولو لړۍ جاري وساتي او   په ځينو ناارامه ولسواليو كې به د امن راوستو هڅې ګړندۍ كړي.



د يو سل يوې 101 فرقې څلورمې فراشوټي لوا ، د شااوخوا شپږو زرو امريكايي سرتېرو قوماندان ډګروال جانسن، نن په خوست كې د صحراباغ په نوم  د ناټو څواكونو په ستره پوځي هډه كې، له پخوانۍ لوا د واك اخېستو په غونډه كې غږيده



دا هم وويل، چې دى او ځواكونه به يې د پخوانۍ لوا كړنې تعقيب كړي او د امنيت راوستنې ترڅنګ به د بيارغونې كارونه هم، لكه چې دي، روان وساتي.


ده وويل (( له افغان حكومت سره به  د اداري فساد په  مخنيوي  كې هم مرسته وكړي