کور / شعر / د عبدالغفور لېوال څو شعرونه

د عبدالغفور لېوال څو شعرونه

برزخ

ستادیادونو
او هېرولو ترمنځ
په برزخ کې
ژوند داسې دی ،
لکه یوه وچه پاڼه
چې له څانګې راپریوځي
دباد پراوږو
او لا پر زمکه ماته شوې نه وي .

رنګ

یومازیګر دې زلفې ،
داسې پر لوڅو ولیو خورې شوې
لکه په شپه کې چې داوبو څپې
دسپوږمۍ له وړانګو سره ګډې شي .

یاد
اوس هم
هرمازیګر ستا دشونډو خوند
او دغیږې عطر
ما
له ستومانۍ ژغوري
هغو کلونو ، عادت کړی یم .