کور / هراړخیز / د پنجشیر د پوهنیز پرمختګ بهیر

د پنجشیر د پوهنیز پرمختګ بهیر

پنجشیر چې په دې وروستیو کلونو کې د هیواد په اداري تشکیلاتو کې د ولایت په توګه پيژندل شوی د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د بدخشان ولایت، شمال ته یې د تخار او بغلان ولایتونه، لویدیځ ته یې د پروان او کاپیسا ولایتونه او جنوب ته یې د نورستان او لغمان ولایتونه موقعیت لري.

پنجشیر چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 139,100 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د بازارک ښار دی او په مرکز سربیره 6 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له شتل، عنابه، رخه، دره، حصه اول او پریان څخه عبارت دي.

په پنجشېر کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.

هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.

د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د پنجشیر په ولايت كې په ټولیزه توګه 146 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 127 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 13 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 2 بابه دارالعلوم، 10 بابه دیني مدرسې، 1 باب دارالحفاظ) 4 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 2 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.

د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 42,574 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 1,233 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.

همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 5,737 تنه د سواد د زده كړې په 222 بابه كورسونو كې د 216 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.

له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د پنجشیر په ولايت كې د 9,562,678 امريكايي ډالرو په ارزښت 151 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 58 پروژې بشپړې شوې او 93 پروژې تر کار لاندې دي.

په 1390 کال کې د همدې ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 925 تنه وو چې د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.

د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د پنجشیر په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تعلیمي کچې ټیټوالی او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.

باید وویل شي چې په همدې لیکنې سره له نیکه مرغه هغه لړۍ بشپړه شوه چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) تر نامه لاندې یې د ګران افغانستان په ټولو سیمو او ولایتونو کې له خوږو لوستونکو سره ګام په ګام سفر و کړ او موخه یې یوازې او یوازې خپل ویاړمن هیواد افغانستان، علم پال افغان ولس او درنو لوستونکو او د پوهنې مینه والو ته خدمت کول وو.

سره له دې چې د دې لړۍ معلومات مو د مختلفو اړخونو او سرچینو سره تر کره کولو وروسته د مقالو په بڼه اړولي او ستاسو درانه چوپړ ته مو وړاندې کړي دي، خو هرو مرو به څه تیرې زیاتې شوې وي او کیدای شي چې په ځینو مواردو کې اشتباګانې هم پیښې شوې وي چې له ګرانو لوستونکو څخه په دې هکله بخښنه غواړم او هیله ده چې د سمون په برخه کې یې ټول راسره همکاري وکړی.