ښاغلی عبدالرحيم هاتف په ۱۳۰۵ لمريز کال زېږېدلی او پرون د ۲۰۱۲ زېږدېز کال د می پر شلمه نېټه د ۸۶ کالو سو .
نوموړي دخپل ژوند په اوږدو کي د شخصي تجارت ، علمي او فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو تر څنګ د افغانستان د جمهوري رياست د ( غير حزبي ) معاون په توګه هم دنده اجرا کړېده .
ښاغلی هاتف چي د تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو راهيسي په هالنډ کي اوسيږي لراوبر ته د خپل صحت په اړه وويل (( الحمدالله صحت مي ښه دی ، مطالعه کوم ، خبرونه اورم حتی کله کله خو انټرنټ پاڼي هم ګورم ، بېله دې چي له کوره وزم بايسکل مي بل څوک بايد مخته بوزي ، نور نو خپلي ټولي اړتياوي پخپله پوره کولای سم )).
زړه مي و چي د خپل هيواد دغه علمي ، ټولنيز او سياسي شخصيت د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه وپوښتم خو مناسبه مي ځکه ونه ګڼله چي موږ ټولو په هالنډ کي د يوه افغان په جنازه کي برخه اخستې وه ، ځکه نو ډيري خبري مناسبي نه وې .
ما يوازي له دې چانسه ګټه پورته کړه چي د ښاغلي هاتف صاحب يو عکس او حال احوال د لراوبر ويبباڼي لوستونکو ته ورسوم .
غواړم چي په نژدې راتلونکي کي د ښاغلي هاتف صاحب څخه هيله وکړم چي د چای څښلو په پلمه مي کور ته ور وغواړي ، زه به خپله کمره هم راسره يوسم ، باور لرم چي هاتف صاحب به هغه مهال د افغانستان په اړه هغونه چي ددوی خوښه وي خبري راسره وکړي .
د خپل هيواد نوميالي عالم او فرهنګي شخصيت ښاغلي عبدالرحيم هاتف ته د شپږ اتيايمي کليزي له امله د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوم ، له خدايه د اوږده ژوند او صحت دعا ورته کوم او هيله ده چي ښاغلی هاتف صاحب به د خپل ولس او هيواد په اړه ډېر څه ليکلي او ډېر نور څه به هم وليکي .