د زابل ولایت د افغانستان د جنوبي ولایتونو له جملې څخه دی چې جنوب لوري ته یې د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتنو قبايلو سیمې، شمال ته یې د ارزګان ولایت، ختیځ ته یې د غزني ولایت او لویدیځ ته یې د کندهار ولایت موقعیت لري.
د زابل ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 275,100 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د قلات ښار دی او په مرکز سربیره 10 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له شاه جوی، ارغنداب، دایچوپان، ترنګ و جدلک، شینکی، شمل زي، میزان، اتغر، کاکړ یا خاک افغان او نوبهار څخه عبارت دي.
که څه هم چې په لویه کچه هڅې روانې دي څو د دې ولایت تعلیمي بهیر ښه شي خو په زابل کې تر دې مهاله پوهنیز پرمختګ د ډاډ وړ نه دی، یو زیات شمیر تعلیمي موسسات په دې ولایت کې د هیواد د مظلومو او پوهنې ته د تږو بچیانو پر مخ تړلي دي. همدارنګه په سیمه کې مسلسلې جګړې او نا امنۍ د دې باعث ګرځیدلي چې د سیمې له وګړو سره پوهنیزو موسساتو ته د خپلو اولادونو د لیږلو علاقه کمه کړي. د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د زابل په ولايت كې په ټولیزه توګه 72 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 65 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 4 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 2 بابه دیني مدرسې، 1 باب دارالحفاظ) 2 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې او 1 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسه وو.
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 28180 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 861 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 3,318 تنه د سواد د زده كړې په 124 بابه كورسونو كې د 126 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
په 1390 کال کې د همدې ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 172 تنه وو چې له بده مرغه د دې ولایت د ټیټې پوهنیزې کچې خواشینوونکی خبر له ځان سره لري.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د زابل په ولایت کې امنیتي ستونزې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د یو شمیر تعلیمي موسساتو تړل کیدل او د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…