افغانستان دنړئ هغه برخه ده چې دنړئ تر ټولو زیاتې او زړه بوږنوونکې ناخوالې پکې تیرې شوي دي او تراوسه پورې دوام لري ، دا هغه خاوره ده چې دوخت ظالمو جابرانو پکې په ماشومانو او ښځو هم سرپه نه ده کړې او څه یې چې په زړه کې تیرشوی هغه يې په دې لابراتواري خاوره کې تجربه کړیدي ،په تیږه دسرماتو لو څخه نیولې تر پوزو پریکولو پورې ، په مخ باندې دسوزونکو تیزابو دشیندلو څخه نیولې تر اوبوکې دزهري موادو اچولو پورې ، په ګرمو غوړو کې دسرونو دسوزولو څخه نیولې تر میاشتو میاشتو دښځو په قید کې اچولو پورې. دتاریخ دقلم سیاهي به هم دردیدلي وي چې دخپل کتاب په پاڼه یې دغه دردونکي واقعیتونه لیکلي وي .دا هغه خاوره ده چې اوس یې بچي په یو نوم او بل نوم وژل کیږي هغه هم داسې چې یو یې هم ځانته شهید وايي او بل یې هم ، دا هغه خاوره ده چې اوس پکې په تنظیمي نومانو باندې دمرګ او ژوند پریکړې کیږي اوجابرانو په کې د خپل زور نه عزراییلي استفاده کړیده ،دا هغه خاوره ده پکومه کې چې دټولنې زیاتې مزایاوې دنرانو په برخه کې اوس لیکل کیږي او ښځې چې دغه نران یې زیږولي دي دهرڅه نه پکې محرومه دي .دا هغه خاوره جوړه شویده چې دډالرو په بوی باندې یې رهبران دومره نشه او مخمور شوي چې دښو او بدو تمیز ترې هیر شوی او هر څه چې یې زړه غواړي کوي یې ، که څوک اوسمهال دلته دخدمت کولو هوډولري او لږ څه یې خدمت څرګند شي نو ورته سل ستونزې جوړیږي او که دسحنې نه ونه تښتي نو هغه په ابدي خوب ویده کیږي .
یو وخت زمونږه خاوره داسې خاوره وه چې داسې بچي یې درلودل چې شپه او ورځ به یې دملک او قوم دخدمت لپاره فکرونه کول ، نه یواځې دملک او قوم لپاره بلکه په هرځآی کې به چې مسلمان په تکلیف کې وو نو دسرونو په شیندلوبه یې په هغه ځآی کې خوښئ راوړې ، دې خاورې داحمدشاه ابدالي په نامه بچیان لرل چې دنړئ هرکونج کې به یې دمسلمان دستونزې دحل لپاره ځآن رساوه ، دې خاورې دسلطان محمود غزنوي په شان زامن لرل چې هند کې به په مسلمان سخته راغله نو په شپه شپه کې به یې ځآن وررساوه ، دې خاورې دوزیر محمد ګل خان مهمند په شان زامن لرل چې قوم دبچیانو دروزلو لپاره یې ټول عمر وقف کړی وو ، دې خاورې دوزیر محمد اکبر خان په شان نران اتلان لرل چې انګریزان به یې تش دنوم نه ویریدل ، دې خاورې د میرویس خان غوندې زمریان لرل چې په یواځې ځان به یې دظالم خلاف جنګ کاوه ، دې خاورې دغازی امان الله خان په شان اولادلره چې شپه او ورځ یې دملت د خوښیو په خاطر فکرونه کول، دې خاورې دملالې په شان پیغلې لرلې چې تل به یې شازلمیان په خپلو ټپو دوطن دساتلو لپاره هڅول او که داکار به چانه کاوه دبې ننګئ پیغور ته به یې ځآن ټینګاوه ،
نه پوهیږم په دې خاوره باندې دچا بد نظر ولګیده ، دا خاوره دچا دبدو نظرونو دسحر لاندې راغله چې اوس پکې څوک ملي احساس نه لري ، اوس پکې څوک دملت غم لپاره شپه نه سباکوي بلکه دډالرواو شخصي اغراضو په خاطر هلې ځلې کوي ، داخاوره چا بدرنګه کړه چې اوس پکې دهرځآی نه دبیګناه وژلو خلکو دوینو بوی راځي ، داخاوره دچا دناپاکو قدمونو ښکارشوه چې دخلکو نه یې دښه او بد تمیز هیر کړو ، دا خاوره دچار دویروسي مفکورې نه اغیزمنه شوه چې اوس پکې په ماشومانو او ښځو هم رحم نه کیږي او ورته په اوبو کې زهري مواد اچول کیږي او یاهم دهمدې ماشوم دمور نه پوزه پرې کیږي .داخاوره دکوم ابوجهل دجهالت ښکار شوه چې اوس پکې دتنکیو ماشومانو په وړاندې ښوونځي تړل کیږي او یایې هم ښوونځي سوزول کیږي .
خدایه نه پوهیږم چې کله به ددې خاورې میندې دخوښیو شیبې ګوري ، کله به یوه مور په یوه ارامه فضا کې خپل بچي ویده کوي ، کله به یوپلار په ارامه فضا کې خپل اولاد ته حلال رزق وګټي ، کله به یو څوک دخپل اولاد په نوم یو بوټی وکري او هیلې به ترې ولري .ایا زمونږه افغانیت او مسلمانیت همدا شو چې دتنکیو ماشومانو داوبو څکلو زخیره کې زهري مواد واچوو، ایا زمونږه نرتوب همدا شو چې خپلې پاکې ښځې به میاشتو میاشتو حبس کړو ، ایا زمونږه میړانه همدا شوه چې په نجونو باندې مکتب بند کړو ، ایا زمونږه پښتونولي همداشوه چې ښوونځي دعلم مشعلونه ختم کړو ،
افسوس په داسې افغان او مسلمان ، افسوس په داسې افغان او مسلمان چې ګنده ذهن ورته داسې ووایې چې مکتب وسوځوه ، افسوس په داسې افغان اومسلمان چې بیګناه خلک وژني اوپه کور یې دغم ټغر خوروي ، افسوس په داسې افغان او مسلمان چې خپله خپل اولاد تعلیم یافته غواړي او دبل اولاد باندې دتعلیم قحط راولي ، افسوس په داسې افغان او مسلمان چې دخپل قوم بچي په خپل لاس تیږې دورې ته بوول غواړې ، دښه او بد تیز ترې هیرول غواړي .
خدایه نه پوهیږم چې کله به مونږه یو روښانه سباوون ولرو ، کله به مونږه یو ارام سوله ایز چاپیریال ولرو ، کله به زمونږه بچې په خوښئ خوښئ ښوونځي ته په یو سوکاله چاپیریال کې لاړشي ، اخر کله؟