کور / راپور / پښتون خوځښت په پکتیا کې غونډه وکړه

پښتون خوځښت په پکتیا کې غونډه وکړه

د خپلواک څښتن په نوم

۱۳۹۱/۰۲/۲۹ پښتون خوځښت د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې غونډه وکړه، په غونډه کې د پکتیا د پوهنتون استادانو، شته مدني ټولنو، د پوهنتون زده کړیالانو او په سلګونو ځوانانو ګډون کړی وو.
غونډه د پکتیا د ځوانانو په نوښت جوړه شوې وه، د خوځښت د مرکزي جرګه ګۍ غړو هم په غونډه کې برخه اخيستې وه. غونډه د پښتون خوځښت د ودې په موخه جوړه شوې وه. په غونډه کې د افغانستان د خپلواکۍ، دافغانستان ثبات، د خوځښت په مبارزې او د ملت ژغورنې په اړه خبرې وشوې، همدارنګه په غونډه کې د ځوانانو پر مسوليتونو، د افغانستان پر اوسني سیاسي حالت ، پر افغان وژنې او په پښتنو سېمو کې د زده کړې په اړه خبرې او بحث وشو.

تفصیل:
۱۳۹۱/۰۲/۲۹ د جمعې په ورځ پښتون خوځښت د پکتیا په مرکز ګرديز ښار کې یو ستره او بریالۍ غونډه وکړه. په غونډه کې د پوهنتون استادانو، په پکتیا د مدني او کلتوري ټولنو استازو، د پوهنتون زده کړیالانو او په سلګونو ځوانانو ګډون کړی وو. غونډه د ورځې پر ۰۰:۱۰ بجو د قران کريم په تلاوت پيل شوه، د تلاوت څخه وروسته د غونډې کوربه او د خوځښت د مرکزې جرګه ګۍ غړي اسدالله خاطر د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ګډونوالو ته يې خوځښت وروپېژانده، اسدالله خاطر وویل: خوځښت د ملت ژغورنې په موخه جوړ شوی، دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې يې ورته غونډې کړي، چې د سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو ملاتړ يې خپل کړی، خاطر ځوانان پښتون ژغورنې ته راوبلل او د خوځښت د مبارزې پیل او نتيجه يې یوازې د ځوانانو د یووالي او په ګډه کار کول په ګوته کړل. خاطر وویل خوځښت به دولایتې غونډو لړۍ ته دوام ورکوي، هغه پر ځوانانو ږغ وکړ چې د ملت ژغورنې او خپلواک افغانستان دپاره د خوځښت ملا وتړي اوو ددې کاروان ملګرتیا وکړي.

د خاطر نه وروسته انجنیر عبدالسميع واحيدي د خوځښت د اجرایوي جرګه ګۍغړی چې په ترافيکې پيښه کې ټپي شوی هم وو، د پکتیا د غونډې دوهمه وينا وکړه، انجنیر واحيدي د خوځښت ننګه وکړه، او خوځښت يې یوازې د افغان ژغورنې څرک وباله، هغه زياته کړه، د افغانستان ځوانانو او افغان مشرانو سره کیدای شي د خوځښت په اړه مبهمې پوښتنې وي، چې ګواکې د خوځښت ځوانان څوک دي؟ څوک يې حما يه کوي؟ د خوځښت ځوانان څه غواړې؟ هغه د دې سوالونو په اړه وویل: پښتون خوځښت د افغان ځوانانو د سپېڅلو احساساتو یو نوم دی چې په افغانستان او سېمه کې د پښتون ژغورنې، بې عدالتۍ ، وژنې او فساد په اړه يې مبارزه پیل کړې ، او پر ټولو سپيڅلو کړیو يې ږغ وکړ چې ددوی ملا وتړي. هغه د افغانستان اوسنۍ واکداره اداره د جنګسالارانو ټولنه وبلله، او نړیواله ټولنه يې ددوی مرسته کوونکي په ګوته کړل. هغه د ټولو ملت وژنکو د سزا او جزا غوښتنکی شو،هغه په سيمه کې ټول جګړه کونکي د افغانستان د ملت د ښمنان په ګوته کړل او ددوی په وړاندې يې مبارزه خپل اساسي اهداف په ګوته کړل، هغه زیاته کړه چې پښتون خوځښت دریښتنو پښتنو مرستی ته اړتیا لري د ریښتینو او اصلي پښتنو په مادي او معنوي مرستو او ټینګ ملاتړ به دا خوځښت په ګړندۍ توګه ټول ملت ته ورسوي او پښتانه ځوانان به وکولای شي چې دخپل قام، ولس اوهیواد شته ناخوالو ته دپای ټکی کیږدي.

وروسته د لویې پکتیا د مدني ټولنې مشر اصف خيل وینا وکړه، هغه د خوځښت هر کلی وکړ، او د خوځښت د مبارزې پر جارې ساتلو يې ټينګار وکړ، هغه روښانه کړه چې خوځښت یو مدني او سیاسي حرکت دی، چې باید افراطي شکل ونه نيسې، اصف خېل په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او ډلو ټپلو پر پس منظر و ږغيد او زياته يې کړه چې خوځښت باید د هغو د کړنو څخه زده کړه وکړي، دوی د خوځښت ملاتړ وکړ او د ورته غونډو او بحث د لړۍ جاري ساتلو غوښتنه يې وکړه.

د اصف خېل څخه وروسته د پښتوژبې ليکوال سمیع الله ایلم وينا وکړه، هغه په خپلو خبرو کې په هغو نورو ګروپونو چې ورته هڅې کوي غږ وکړ چې د یووالي لار غوره کړي او د یو ولسي خوځښت لپاره تابیا ونیسي، د دې تر څنګ یې هیله وښوده چې پښتون خوځښت به د ټاکنو لپاره یو حرکت نه بلکې د ملت د ژغورنې لپاره یو ولسي خوځښت وي چې د ټول ملت ملاتړ به تر شا ولري.

په غونډه کې د رحمت شاه سایل شعرونه هم زمزمه شول، د پکتیا د پوهنتون استاد ښاغلې عاطف په خپلو خبرو کې ناپوهي او د زده کړې د کچې کموالی د پښتنو یوه ستره ستونځه په ګوته کړه، او د ټولو ستونزو سرچينه يې وبلله، هغه د خوځښت دمبارزې په اړه وویل: مبارزه د افغانستان په اوسنې سیاسي بهیر کې ستونزمنه ده، خو ځوانان او دهغوی کلک هوډ يې یوازنۍ کاميابي وبلله.

د اجرایوي جرګه ګۍ بل غړي سید عثمان روشن په خپلو خبرو کې د ځوانانو پر مسَولیتونو وږغېد او ځوانان يې خوځښت ته راوبلل،هغه د ځوان کلیمې ته په اشاره وویل چې ځوان هغه څوک دی چې د کلک هوډ او ټنینګې ارادې خاوند وي، نو ځوانانو ته پکار ده چې د خوځښت په مبارزه کې د ټینګ عزم او ارادې سره را څرګند شي تر څو د خوځښت په پرمختګ کې خنډونه له مېنځه یوسي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د خوځښت په استازيتوب خیرالله شينواري وينا وکړه. هغه لومړی ټولو هغو انديښنو ته ځواب ورکړ، چې د غونډې بې طرفه ویناوالو وړاندې کړې وې، هغه په ډیر ټينګار وویل: پښتون خوځښت یوازې په اسلامې او افغاني اصولو باور لري چې هیڅکله به یو افراطي شکل خپل نه کړي، خو د پښتون د حق غوښتنې دپاره مبارزه يې خپله اساسي دنده وبلله، اوهغه ګونګوسې یې په کلکه رد کړې چې خوځښت به یواځې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره یو مصنوعي حرکت وي، او زياته يې کړه چې دا به د ملت ژغورنې لپاره یوه ولسي هڅه وي.

شينواري وویل: پښتون ملت د لسیزو راهیسې د یوسولیز ژوند ته دلاس نه رسیدو په علت د نړئ د سیاسي، او اقتصادي ودې څخه ایثار پاتې شوی دی چې د ملت دښمنانو د همدغو او ګڼو نورو عواملو څخه په استفادي سره په ښکاره او پټه توګه د یرغل او لاس وهنې لپاره لار پرانستې ده خو د وطن ز ړورو بچیانو د د بهرنیو دښمنانو په مقابله کښې هر وخت مبارزه کړې.
له تیرې لسيزې راهیسې د افغانستان د جوړولو په نوم ټوله نړۍ د افغانستان په جکړیز بهران کې برخه اخلې، ددې دپاره چې د یو واحد او پرمختللی افغانستان هیله پیدا شې،جګړه، ودریږي افغانستان په نړیواله سطحه د یو پياوړي خپلواک هیواد په توګه خپل ارزښت خپل کړي خو دغې غوښتنې اوهڅې یوازې یو ستر ملت (پښتون) په جګړیز بهران کې ساتلئ.
شینواري زیاته کړه: سياسي سوداګر د ولس په برخليك لوبې کوي، یو ستر ملت ېې د جګړې او وژنې په لومه کې راګیرکړی دی، اوس ملي ځواک د هماغه ډلو ټپلو د غړو استازيتوب کوي،عدالت د هغو ناقضینو په لاس کې دی، (چې د زرګونو کسانو وژونکي دي). د افغانستان د ملې هويت ،افغاني او اسلامې ارزښتونوله منځه وړل، بې عدالتي، بې ثباتي، دیو ستر ملت د واك او سياست څخه بې برخې کیدل دواکدار نظام لاسته راوړنې دي، اوله بلې خوا د ملت کلي او کورونه اوس هم ددښمن تر ګوزار لاندې د جګړې او تباهۍ په لمبو کښې سو ځيږي.
هغه وویل: ټول رښتني ځوانان د خپلې پوهې ،عقل او تدبير په مټ پښتون خو ځښت پيل کړی، دیو رښتيني ځواك په توګه په روانو حالاتو کې د پښتون ژغورنې په موخه یې مبارزه پيل کړې، پښتون خوځښت د یورښتني افغانې ځواک په توګه پښتون ژغورنه، خپلواکي، خپل اساسي او تل پاتې هدف ګڼي.
شینواري په خپلو خبرو کې د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه وویل چې دواړه خپلواکي او ازادي د انسانانو نه وروکيدونکي حقونه دي. په عمل کې بې ازادي خپلواکي نشته او بې خپلواکي ازادي نشته او ددې دواړو موجوديت د يوې ټولنی د پرمختگ لامل کېږي، د خپلواکۍ د نشتوالي معنی اسارت دی او د ازادی د نشتوالي معنی د استبداد ادامه او وروسته پاتې والی دی.
په يوه هيواد کې ولسواکي او ازادي هغه وخت غوړيږي چي د بل ډول فکرکونکو موجوديت ومنل شي، د هغوی د فکرونو درناوی وشي او د بل ډول فکرکونکو منل او اوريدل د يوې ژوندۍ ټولنې ځانگړتيا ده.
خپلواکي ددې لپاره ده چي انسانان د نوروله تسلط وژغورل شي او ازادي ددې لپاره چي هر وگړی په خپل ژوند او په خپل برخليک واکمن شي او د حق او ازادي درناوی يې وشي او دا د هر ځانگړي وگړي حقونه دي چي له يوي خوا د بشري حقونو بنياد جوړوي او له بلې خوا خپلواکي او حاکميت ته هم نوی مفهوم ورکوي.
ښاغلي شینواري د خپلو خبرو په ادامه وویل چې پښتون خوځښت په خپل ملي تاريخ وياړي، پښتون خوځښت د پښتون ژغورلوپه موخه د پښتون ځوان د وينې تویدنې بندول، د پښتون خوځښت مبارزه دپښتون ويښتابه،او دپښتون دښمن سره ستراتيژيکه فکري او روحي جګړه ده.او ویې ویل چې پښتون خوځښت پرداسې ولسواکه نظام باور لري چې دافغانستان د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ ننګه کوي، ټولنیز عدالت پکښې پلی وي،د ټولو اسلامي او افغانې ارزښتونو د ساتنې مسولیت ولري او په هیواد کې ټول افغانان بې له ډار او ویرې په پرمختګ کې ژوند وکړي.
د پښتون خوځښت د راتلونکو پلانونو په هکله هغوی وویل چې اوس مهال دوی د ولایتي غونډو په لړۍ پورې منحصر دي تر څو د تکړه او با اسعداده ځوانانو او ریښتینو قومي مشرانو په ملاتړ او پیدا کولو بریالي شي چې بیا د خوځښت د پر مختګ لپاره ورسره په ګډه کار وکړي.
د همدې وینا په خلاصیدو غونډه پر ۳۰:۱۲ دقیقو په د عا کولو سره پای ته ورسيده.
د خوځښت سره اړيکي:Pashtonkhwazakht@aol.com