د هلمند سيند دوديزه مشاعره جوړه شوه
نوموړې مشاعره د جمعې په شپه په لښكرگاه كې چې پكې د هلمند والي محممد گلاب منگل د هيواد تكړه څيړونكواوليكوالانوهريوه حبيب الله رفيع،مجاوراحمد زيار،نجيب منلي اود هيواد له لراوبرڅخه د راغلوگڼوشاعرانواوليكوالانو گډون درلود جوړه شوه.
د مشاعرې په پيل كې د هلمند والي محمد گلاب منگل د خپلې وينا پرمهال وويل چې دا مهال په هلمند كې په فرهنگي اوكلتوري برخه كې د پام وړپرمختگونه رامنځ ته شوي دي په دا سې حال كې چې څوكلونه وړاندې په دې ولايت كې دولتي راديوتلويزيون په ډيره ټيټه كچه خپرونې كولې خواوس مهال ياده شوې اداره په لوړه كچه اوراديويي خپرونې يې د انټرنيټ په مټ په ټوله نړى كې ژوندى خپرونې وړاندې كوي.
د نوموړي په وينا چې ددې ترڅنگ پنځه خپلواكې راديوگانې اويوخپلواك تلويزيون چې اوس يې امتحاني خپرونې پيل كړې په فرهنگي برخه كې كاركوي.
ورپسې د مشاعرې ځينونوروگډونوالوهم ويناوې وكړې اوله ټولوشاعرانوڅخه يې وغوښتل چې د هيواد د پرمختگ ،ملي يووالي اوسولې د ټينگښت په برخه كې خپلې هلې ځلې وكړي اوپه هيواد كې يوه تلپاتې سوله رامنځ ته كړي.
يادې شوې مشاعرې چې د شپې تردوو بجوپورې دوام درلود پكې شاعرانوخپل شعرونه اومقالې وړاندې كړې.
په همدې حال كې د جمعې په ورځ له هيواد د گڼوولايتونوڅخه راغلوشاعرانواوليكوالانود هلمند له بيلابيلوولسواليواوسيموڅخه هم له نږدې ليدنه وكړه اودوى په ډاگه كړه چې څوكلونه وړاندې يې هم له هلمند څخه ليدنه كړې وه خوداځل په دې ولايت كې د گڼوپرمختگونوشاهدان دي.