په هلمند كې دولتي راډيو ته غوږ وم، په دغه راډيو كې د سكالو په نوم خپرونه وه، غوږ مې ورته كېښوده، هيڅ فكر مې نه كاوه چې دولتي راډيو دې دومره خپلواكه وي، ځكه موږ اورېدلي چې دولت په هرڅه كې انحصار كوي، مګر دې راډيو دا ادعا سره له دې چې ردوله بلكې يو نوى پيغام او د مطبوعاتو د ازادۍ نوې هڅې په كې ښكارېدې،
ماته دا هم خورا نوې برېښېده چې د يوه جنګ ځپلي ولايت دولتي راډيو دې دومره منطق ته ورغاړې وتې وي او د اورېدونكو ترمنځ دې د دومره خبرو زغم ولري او بلاخره يو مثبت فكر دې رامنځ ته كړي.
په دغه راډيو كې د سكالو په نوم خپرونه په ژوندۍ بڼه خپرېده او بېلا بېلو اورېدونكو د موبيل له لارې زنګونه ورته وهل، كومې خپرونې ته چې يې ما غوږ نيولى و، په خوست كې د ښوونځي د مسموم شويو زده كوونكو او ښوونځيو تړلو په تړاو يې له اورېدونكو نظرونه اخستل.
خو په دغه پروګرام كې عجيبه دا وه چې دولت پلوه او طالبانو ورته ګډ وډ زنګونه وهل او خورا توند بحث په كې روان ، هغوى دواړو غوښتل چې قوي منطق وړاندې كړي، ډيرى اورېدونكو هڅه كوله چې د ښوونځيو په وړاندې ګواښ پر وسله والو طالبانو واړوي، خو په طالب پلوه كې چا له طالب نامه دفاع كوله او چا بيا دلايل وړاندې كول.
خو ما داسې حس كړه چې دغه ډول خپرونې ښايي يو ډول فكري بدلون رامنځ ته كړي، ځكه په دغه خپرونه كې يواځې مهمه دا وه چې څوك ښه منطق وړاندې كړي، طبيعي خبره ده چې د دغه ډول پېښو په اړه لكه ښوونځى بندول، سوځول يا زده كوونكي مسموم كولو كې څوك منطق نه شي وړاندې كولى او په دلايلو كې ماتې خوري، او د مقابل لوري څخه داسې څه اوري چې په هغې كې د وطن جوړوونې او د ښوونځيو پرانيستلو فكر ورته وړاندې كيږي.
كه څه هم هلمند ته دا زما لومړى سفر و، خو په دغه راډيو چې مې كوم پروګرام واورېدى يو ډول هيله راته پيدا شوه چې رښتيا هم مطبوعات د ټولنې په مثبت بدلون كې لوى رول لوبولى شي او په هلمند كې د مطبوعاتو په اړه هيلمندي راته پيدا شوه .
دا په دې دليل وايم چې ټولو هغو كسانو چې دغې راډيو ته يې زنګ واهه د ښوونځي په وړاندې يې ځينې داسې خبرې كولې چې هغه پر منطق نه وې ولاړې او د دوى له خبرو يو ډول حساسيت په كې ښكارېده د هغو كسانو له منطقه چې د ښوونځيو په اړه يې ښه او قوي دلايل درولودل د هغوى له خبرو متاثره كېدل او خپلې تيرې خبرې يې اخستې او د ښوونځيو پرانيستلو ته يې غاړه ښوده.
كه چيرته په راډيو ګانو كې داسې خپرونې وي، ښايي د ټولنې په مثبت بدلون كې ژور بدلون راولي، ځكه چې د راډيو ګانو يو ستر مسووليت دا دى چې څنګه كولى شي ولس وپوهوي او يوه ښه پيغام وړاندې كړي.