کور / تازه خبرونه / پاکستان د شيکاگو په کانفرانس کې د گډون پريکړه کړې

پاکستان د شيکاگو په کانفرانس کې د گډون پريکړه کړې

اسلام اباد:د ناټو سر منشي اندرس فو راسموسين وايي پاکستان تاييد کړې چې ولسشمر اصف علي زرداري به د ناټو په سر مشريزه کې گډون کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپرې شوې پاڼه کې راغلي چې دا پريکړه د پاکستان د ولسي او دفاعي کيمټو له خوا د ناټو د بلنې تر منلو وروسته وشوهله ښاغلي زرداري سره په دې پلاوي کې د پاکستان د بهرينو چارو وزيره حنا رباني کهر او نور حکومتي جگپوړي چارواکي شامل دي.
دغه سرمشريزه د مى د مياشتې په ٢٠ او ٢١ نيټه د امريکا د شيکاگو په ښار کې جوړيږي.څو ورځې مخکې داسې گونگوسي ول چې پاکستان د ناټو غونډې ته نه دى بلل شوى خو لندن کې د پاکستان سفارت کې د وينا پر مهال لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني دغه راپورونه رد کړل چې گنې پاکستان ته بلنه نه ده ورکړل شوې او ويې ويل د شیکاګو کنفرانس کې به تر بلنې وروسته د ګډون کولو یا نه کولو پرېکړه کوي.د سه شنبې په ورځ (١٥ مى) د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د ناټو له خوا بلنه ورکړل شوه چې شیکاګو کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د ناټو سرمشریزه کې گډون وکړي خو دا معلومه نه وه چې پاکستان به گډون کوي که نه.تېره ورځ يوسف رضا گيلاني وويل چې موږ احساساتي فيصلې نه کوو او هره پريکړه به مو د ملي گټو پر بنسټ وي.دغه بلنليک له هغې وروسته استول شوى چې پاکستان افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لارې د پرانيستلو په باب خبرې وکړې.تېره ورځ پاکستان ويلي و د اکمالاتي لارې د پرانيستلو پريکړه به په دغه سرمشريزه کې نه اعلانوي.
په پاکستان کې دننه د ناټو لپاره د لارې د بيا پرانيستو او د امريکا د بې پيلوټه الوتکو گوزارونو پر ضد په دې وروستيو کې ډيرې مظاهرې شوي او په ځانگړي ډول مذهبي ډلو د داسې پريکړو تل سخت مخالفت کړى.ځينې شننونکي وايي چې پاکستان د داسې سختو مخالفتو له امله د لوېديځو هېوادونو سره د اړيکو په برخه کې ډير له احتياطه کار اخلي. خو دا هم ويل کيږي چې پاکستان دغو هېوادونه ته ضرورت لري.