د افغانستان ځوانې او تکړه ژورنالیستې حسیبې شهید چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوه او له څه باندې یوې اونۍ را په دې خوا په ژوره کوما کې وه، پرون ساه ورکړه.
مېرمن شهید له 2003 کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره د خبریالې په توګه کار پیل کړ، اته کاله یې په کابل کې خبریالي وکړه، وروسته یې د ازادۍ راډیو په مشال څانګه کې کار پیل کړ او له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د دې راډیو په مرکزي دفتر پراګ کې کار کاوه.
حسیبه شهید نژدې پنځه کاله مخکې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره په یوه بله ترافیکي پېښه کې هم سخته ژوبله شوې وه.
په هغه پېښه کې د دې خاوند او یوه خور مړه شول او یوه بله خور یې هم کلونه مخکې په ترافیکي پېښه کې مړه شوې وه.
حسیبې شهید د خبریالۍ ترڅنګ شعر هم وایه.