هغه وويل چې دچاودني په پايله كې دوه پوليس ځاي پرځاي مړه اوشپږتنه سخت ټپيان شوه .
يوه قومي مشر وويل چې چاودنه پرداسي مهال وشوه چې پوليسو دبريښنا كاركونكي وهغه سيمي ته ليږدول چيري چې دبريښنا مزي غوڅ شوي ؤ .
دوسله والو طالبانو يوتن وياندقار ي يوسف احمدي په سنګين كې ديوې داسي چاودني پړه پرغاړه اخيستې چې وايي افغان سرتيري نه بلكي شپږتنه بهرني سرتيري پكي وژل شويدي .
په هلمندولايت كې دبهرنيو ځواكونو يوه وياند وويل چې په سنګين كې پردوي كومه چاودنه نده شوې .
سنګين كې تيره ورځ هم يوې چاودني دريو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې وه .