افغانستان ته د ښاغلي اوباما سفر پداسي وخت او شکل وسو چي خامخا څه سوالونه راپورته کوي. البته، د هندوکش هېواد ته د شپې په تېارو کي سفر کول د سمبولونو تر څنګ څه ذاتي جوهر او محتوا هم لرل. د یوې خوا، یو کال پخوا ، په همدې شپه شیخ اسامه بن لادن د القاعدې مشر او الهام بخښونکی ټروریسټ د ای. ایس. اې په نرم غېږ کي د امریکايي کومنډو په ګوتو ګوری موری ورغلی. د بن لادن د وژولو ټوله معرکه په ۳۵ دقیقو کي ختمه سوه. عملیات دونه دقیق او کامیاب ول چي د شېخ په شمول نه چا ته د مقاومت او نه هم د منډو مجال ورکړه سو. د عملیاتو سرعت دونه حیرانونکی وو چي تر څو پاکستاني استخبارات خبرېدل، په شېخ پوري سرپ تړلي په سمندر کي ښخ وو.
د اسامه بن لادن له کوره په تازه افشاسویو اسنادو کي راغلي دي چي د القاعدې ځیني غړي پر بن لادن باندي انتقاد کوي چي ولي يې د سپټمبر یوولسمي ټروریسټي حملې کولې، ځکه اوس هغوی د یو داسي جهاني طاقت په جنګ ورغلې دي چي د القاعدې شبکې د پخوانيو غړو بېخ يې وایست. هغوی وايې په نیویارک او واشنګټن کي بریدونه د القاعدې په زیان تمام سول، څکه هغوی مجبوره دي چي د ډرون له ډاره شپه او ورځ نا ارامه، وار خطا، او مواظب ناست وي. اما شېخ اسامه بن لادن په ابیټ اباد کي پاکستاني پوځي اډې ته څېرمه د خپلو مېرمنو او بچیانو تر څنګ ناست او د ټروریزم او مذهبي اخ و ډب نطقونه تمرینوي.
بلخوا، په همدې شپه د افغانستان او امریکا ترمینځ ستراتیژیک موافقت لیک امضا سو. ددې سند پر اساس امریکا تر ۲۰۲۴ پوري د افغانستان له حکومت سره د مرستو ژمنه کوي. اما د کومکونو له ژمنو سره سم ځيني شرایط لکه د اداري فساد سره په کلکه مبارزه، د ښه حکومت ایجاد او تقویه، د شفافو او منصفانه انتخاباتو تضمین، او نور داسي سخت شرایط ذکر سویدي چي د کرزي صاحب فاسده او بې کفایته اداره ورسره ذاتي او عقیدتي مخالفت لري. په جنګي شرایطو کي، د کرزي صاحب په شان د ناکامو دولتونو لپاره بې کفایتي او اختلاس تر ټولو ګټور صنعت او تګلاره وي. همدا وجه ده چي په تېره لسیزه کي د کرزي صاحب حکومت په فساد کي ماشاالله بین المللي مډالونه او تقدیر لیکونه ترلاسه کړي دي.
په عین حال کي، ښاغلي اوباما د بګرام په وینا کي وويل: موږ د افغانستان د ښارونو او غرونو د ساتلو او ګزمو مسولیت نلرو، دا د افغانانو مسولیت دی. موږ افغانستان ته د القاعدې د ځپلو او ماتولو لپاره راغلي وو، موږ اسامه وواژه او د القاعدې لیډرشیپ مو پوره ځپلی دی. اوباما زیاته کړه موږ د طالبانو سره په خبرو لګیا یو. موږ نه غواړو چي افغانستان د امریکا په شان او رنګ جوړ کړو. موږ په افغانستان کي دایمي اډې نه غواړو. موږ ددې جنګ ختمول او ددې فصل تړل غواړو.
ددې تر څنګ، د افغانستان او امریکا تر مينځ د ستراتیژیک موافقت لیک په ډېرو برخو کي ابهامونه او مشکلات سته. جزییات پکي ډېر کم دي. د مثال په توګه، د مرستو اندازه نده څرګنده سوې. کوم هېوادونه به دا مرستي برابروي؟ څونه امریکايي عسکر به د افغانستان په کومو اډو کي پراته وي؟ که يو امریکايي عسکر په افغانستان کي کوم جرم وکړي، ایا څوک به جزا ورکوي؟ که یوه خوا خپل تعهدات پوره نه کړي، د هغه سره به څرنګه معامله کېږي؟ لنډه دا چي په موافقت لیک کي دا حیاتي مسایل نه واضح او نه هم ذکر سوي دي. پدې برخه کي، موافقت لیک چوپ او ګونګی دی.
ددې سفر یو بل فکټور په امریکا کي د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات هم دي. د اوباما ټیم ښه پوهېږي چي د امریکا انتخابات اکثرا د داخلي اقتصاد قوت او انکشاف ټاکي. په اقتصاد کي، اوباما ښه ډېر مشکلات لري، مګر په خارجي سیاست او پالیسیو کي هغه څو مهمي لاسته راوړڼي لري. د مثال په توګه، د عراق جنګ ختمول، د بن لادن وژل، د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره تقسیم اوقات لرل، په اروپا او اسیا کي امریکايي ضد احساسات راکمول، او په عمومي توګه د بهرنیو جنجالونو څخه امریکا را ګوښه کول، د اوباما بریالیتوبونه او د قوت ټکي دي.
بله مسله دا ده چي د ښاغلي اوباما لدې محتوايي او سمبولیک سفر سره سره، د چارو مبصبرین د هېواد سیاسي راتلونکي اندېښمن کړي دي. امریکا او ایتلافي ملګرو يې د ۲۰۱۴ په پای کي له افغانستانه د خپلو قواوو د رایستلو فیصله کړې ده؛ ښاغلي اوباما د بګرام په وینا کي هم پر دې ټکي ټینګار وکړ. په افغانستان کي، د ناټو عمومي قومندان جنرال الن لګیا دی چي تر ټاکلي نېټې څخه مخکي امریکايي عسکر راوباسي. همدا راز، د فرانسې نوی جمهورریس اعلان وکړ چي فرانسوي عسکر به د ۲۰۱۲ په پای کي له افغانستانه را و ایستل سي.
پدې حالت کي، اکثره خلګ فکر کوي چي د کابل حکومت د بهرنیانو له پوره ملاتړ څخه پرته ثبات او سوله نه سي ساتلای. حتی ښايي د ځان په ساتلو هم و نه توانېږي. بلکي اغلب ګومان دا دی چي د کابل دولتي ورګانونه او اشخاص به د جنګ، تخریب، او تشدد په خورولو کي پوره ونډه ولري. د حکومت زیاتره امنیتي ورګانونه به پر مختلفو مقتدرو کسانو باندي راغونډ سي. هغوی ته به وفادار وي، نه مرکزي حکومت ته. د هغوی اطاعت به کوي او د هغوی منافع به ساتي، نه د کابل ادارې.
په داسي شرایطو کي به د افغانستان سیاسي مستقبل څه شان وي؟ تر اوسه پوري د راتلونکي په اړه چا یو منطقي، عملي، او قانع کونکې تیوري او مکانیزم ندي وړاندي کړي. البته، یو سبب ښايي دا وي چي موضوع څه جنجالي ده؛ ملي عواطف راښکېلوي؛ او سمدستي د داخلي جنګ توره بلا د بینادم سترګو ته دروي. لنډه داچي دا مسله او بحث د خلګو احساسات او روح ځوروي. په هر حال، د افغانستان مستقبل کي درې احتماله ډېر قوي برېښي.
یو احتمال مصالحه، ملي روغه جوړه، او د یو ایتلافي حکومت حل دی. مانا طالبان، د کابل اداره، او امریکا به اوسنی سیاسي بحران او بن بست په سیاسي مذاکراتو او متقابل انعطاف مهار او یا حل کړي. هره خوا به څه سازش، څه نرمښت، او څه د قدرت او منافعو منصفانه وېش ته غاړه ایږدي. که دا ډول معامله او پخلاینه وسي، دا به تر ټولو ښه او مناسبه د حل لاره وي. په جهان کي اکثره داخلي جنګونه په سوله او مذاکرتو باندي فیصله سوي دي. د افغانستان لنډ تاریخ ښيي که چیري د خارجي قواوو تر وتلو را وروسته په کابل کي له سیاسي معقولیت او انعطاف څخه ښکاره سرغړوني وسي، عواقب يې ټول ملت ته ډېر زیانمن وي. بلخوا، د طالبانو د عالي رتبه او مقتدر غړي معتصم اغا جان وروستۍ څرګندوني چي وايي اکثریت طالبان سیاسي حل غواړي، خو یوه وړه ډله د جنګ دوام غواړي، هم د سیاسي مصالحې دریځ غوره او غښتلی کوي. په کابل کي، د مولوي ارسلا رحماني ترور هم ښايی د اعتدالي طالب مشرانو د وژلو سلسله وي چي په افغانستان او پاکستان کي له څه مودې راهیسي جریان لري. همدا راز، د طالبانو زیاتېدونکي خپلمینځي اختلافات د خبرو او مصالحې لپاره ښه شرایط برابر کړي دي.
بل احتمال داخلي جنګ دی. هغه د ۱۹۹۰ کلونو کیسه به په بل شکل او درجې باندي تکرارېږي. طالبان به جنوبي سیمي خورا ژر وینسي، او د کابل په لور به مارش وکړي. په شرق کی به هم ډېر ژر مهم ځایونه او ښارونه ونیسي. په غرب کي، فراه، نیمروز، او د هرات ډېري سیمي به هم په منډه ونیسي. په کابل کي به اوسنی حکومت پر څو متخاصمو ډلو باندي ووېشل سي، او په شمال کي به هم هر والي او زورواک محلي خلګ تر خپلي ولکې لاندي کړي. د کابل ادارې ځیني متقدر کسان به د طالبانو سره معامله وکړي، او نور به د شمال ایتلاف له مشرانو سره جنګ، تخریب، او قتل ته دوام ورکړي. د شر او فساد ( ۱۹۹۰) په شان به د هېواد په ګوټ ګوټ کي قومندانان د خپلو توپکیانو په مټ حاکم او جابر وي.
او بالاخره درېیم احتمال دا دی چي طالبان به ټول افغانستان تر کنټرول لاندي کړي. دا ځل طالبان په شمال کي په ښه وضع کي دي ځکه دا وار هغوی هلته منظمي جبهې او جوړښتونونه لري. حال دا چي د ۱۹۹۰ په کلونو کي طالبانو په شمالي ولایاتو کي هیڅ سابقه نلرله، خو اوس طالبان د شمال په ټولو ولایاتو کي فعال او محسوس حضور لري. په شمال کي، اوزبک، تاجیک، چیچین طالبان او نوري وړې مذهبي افراطي ډلي فعالیت کوي. دغه راز، دا ځل پخواني جنګسالاران زاړه، چاغ، او میلونران سوي دي. هغوی د جنګ شوق او جذبه نلري، او قریب ټول د مرکزي اسیا، عربي، او غربي هيوادونو کي پانګوني لري، هغوی نه غواړي چي خپل ملکیتونه له لاسه ورکړي. د هغوی بچیان او خپلوان په ناز او نعمت کي ژوند کوي. د وارلاډانو عیاش او اسرافي ژوند د عامه خلګو کرکه راپارولې ده. په عامه خلګو کي د هغوی لپاره هيڅ وفاداري او سیمپتي نسته.
مګر د طالبانو تر سخت مذهبي رژیم لاندي ژوند کول به نه یوازي اکثرو افغانانو لپاره مشکل وی بلکي بې خونده او رنګه به هم وي. طالبان د عصري ژوند له اساساتو سره مخالفت لري. هغوی د عصري علومو، مکتبونو، او تیلویزیون مخالف دي. د هغوی حکومتي تیوري پر زور او ډار باندي تکیه لري. هغوی غواړي چي ټول افغانستان په یوه غټ محبس باندي بدل کړي.
والسلام
واحد فقیري – واشنګټن