د سولی او که د جگړې مرستندوي !؟
تر هر څه د مخه بايد ووايم چې د ليکنی د نه اوږديدو په غرض غواړم چې د تړون د ټولو اړخونو په اړوند نه ، بلکې په تړون کې د هغو ټکو”دوه جانبه امنيتي موافقتنامه ” په هکله چې په افغانستان کې د امريکايي پوځې اډو شتون ته لار اواروي ، خپل نظر په لنډه توگه د درنو لوستونکوو سره شريک کړم ۰
د نړۍ هر خپلواک هېواد حق لرې چې د خپلو ملی گټو په پام کې نيولو سره د نړۍ د بل هر کوم هېواد سره چې غواړی ، مختلف تړونونه ، موافقې او يا اعلاميي لاسليک کړي۰ په پرنسيپ کې دلته کومه ستونزه او اختلاف نه ليدل کېږي ۰ توپيرونه او ستونزې د تړون يا موافقی د منځپانگۍ او موخو په سر او دا چې دغه سندونه د څه ډول شرايطو تر اغيز لاندې ترتيب او لاسليک کېږي ، منځته راځي۰
دغه تړون په څه ډول شرايطو او حالاتو کې لاسليک شوی دی ؟
د حالاتو او شرايطو په پيژندني سره په تړون کې د دواړو لورو د استقلاليت ، مساويتوب ، گټې او تاوان کچه څرگنديدې شې ۰
ــــ د پيړيو په تيريدو سره نه د افغانستان جيو پوليتيک موقعيت او ارزښت بدل شوی دی او نه هم د ښکېلاکگرو زبرځواکونو بدو نيتونو او ستراتيژيو کې کوم بلون راغلې دی ۰ لږ تر لږه د معاصر افغانستان د جوړيدو راپدېخوا څه د سړی جگړی څخه تر مخه ( د تزاری روسي او برتانوی هند ) او څه د سړې جگړی په موده کې ( د امريکا متحده ايالات او پخوانی شوروی اتحاد ) او څه هم اوس د سړۍ جگړۍ وروسته د نړۍ يواځنی زبرځواک او نړيوال بادار ( د امريکا متحده ايالتونه ) او د سېمې د هېوادونو لپاره افغانستان د سياليو او جگړو ډگر ؤ او دی ۰ اوس په افغانستان کې د نړۍ د شاوخوا څلويښتو هېوادونو د پوځونو او څارگرو ادارو او همدا رنگه د سېمی د څارگرو ادارو له خوا د گټو په سر يوه وزلوبه ( بزکشی ) روانه ده ۰
د ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر د ترهگرېزی پېښی څخه لا د مخه امريکا د افغانستان د نيولو نيت درلود۰ د سپتمبر پېښه د افغانستان د نيولو يوه انگېزه شوه او افغانستان تر اوسه پورې يو د نيواک لاندې هېواد دی ۰
ــــ د لسو کلونو راپدېخوا د ترهگری سره د مبارزۍ تر نامه لاندې امريکا او پوځې ټلواله يي د ترهگرو د اصلی روزنځايونو او روزونکو په ځای د افغانستان په کليو او بانډو کې د جگړو تنورونه بل کړي چې په ترڅ کې يي د يو لک څخه زيات بي گناه افغانان چې زياتره يي ښځې ، ماشومان او بوډاگان دي په ډير وحشت او غيري انساني توگه وژل شوي دي او دغه غير انساني پروسه همداسې په پوره زور او وحشت سره روانه ده ۰ د همدغه جگړۍ په وجه د روغتيا وزارت د رپوټونو سره سم ۶۶٪ يا د هرو درېوو تنو څخه دوه تنه افغانان په اروايي( روحی ) ناروغيو اخته دي ۰ د افغانستان د دفاع وزير او د امريکا ــ ناټو د لوی بولندوی تر منځ د شپنيو عملياتو د افغاني کيدو په اړوند د لاسليک شوی موافقی چې د قلم رنگ يي لا وچ شوی هم نه ؤ ، وروسته د يوې هفتې په ترڅ کې د هېواد په څلورو ولايتونو کې د ايساف په هوايي بمباريو کې د لسگونو بي گناه ملکيانو وژنه او يواځې په لښکرگاه کې د يوې کورنۍ د مور او پنځو ماشومانو وژل د دې ښکارندوی دي چې امريکايي چارواکي د خپلو موخو دلاس ته راوړو په خاطر هېڅ موافقی او يا تړون ته کومه پابندی نلری ۰
ـــ د ستراتيژيکو موخو د لاسته راوړلو په غرض په مختلفو برخو کې ډول ډول تاکتيکونه او منځمهالي گامونه پورته کېږی ۰ د بهرنيانو د پوځی شتون او جگړو برسيره دا تړون د سازمان ورکړل شوو اگاهانه ، لار ورکونکو تبليغاتو په پايله کې لاسليک کېږي ۰ په افغانستان کې د ښکيلو لويدېځو هېوادو د رسنيو او چارواکو له خوا د لسو کلونو په اوږدو کې ډول ډول ، ضد او نقيض تبليغات کېږي ، يوه ورځ وايي چې القاعده له منځه تللې او په افغانستان کې د سلو شاوخوا کې غړي لري، بيا بله ورځ وايي چې القاعده فعاله ، سېمې او نړۍ ته لوی گواښ دی ۰ يوه ورځ وايي چې طالبان کمزوري او د بريدونو توان نلري ، بله ورځ بيا هغوي ډېر غښتلي ښودل کېږي ۰ يوه ورځ د سولی ، بيا بله ورځ د زور او جگړی خبرې کوي ۰ د دغو هېوادو ځيني چارواکي وايي ، مونږ به پنځوس کاله دلته يو ، بل يي وايي ، مونږ به دېرش کاله يو او څوک يي وايي چې د ۲۰۲۴ز کاله پورې به يو ۰ ځينی يي د خندا او حيرانتيا وړ غولونکي ويناوي کوي ۰ مثلاً د امريکا ولسمشر او د بهرنيو چارو وزيره يي وايي چې مونږ په افغانستان کې د دايمې پوځې اډو پلان نه لرو ۰ زه خو خپله نه پوهېږم چې ايا د نړۍ په کوم گوډ کې به کوم هېواد د داېمې پوځې اډو په نوم کوم تړون ولري ! تړونونه او موافقې خو د يوۍ ټاکلې مودې لپاره لاسليک کېږې او د هغۍ مودې په تيريدو سره يا له منځه ځې او يا هم د بلې ټاکلې مودې د پاره غزول کېږې ۰
ـــ د افغان لوری له خوا دا تړون د لاسپوڅی دولت د واکمنو له خوا لاسليک او تصويبيږي ۰ د اوسنی دولت د درېگونو قواو اکثريت غړي چې د تش په نامه دموکراتيکو لارو يعنی ټاکنو ، خو په واقعيت کې د زور ، زرو ، پردۍ پالنۍ او بهرنيانو پورې د تړلتوبونو ( جاسوسې اړېکو ) په برکت اړونده مقامونو ته رسېدلي او يا رسول شوي دي چې خپلۍ شخصی او پردۍ گټې ورته د ملی گټو پر ځای لومړيتوب لري ۰
د دې تړون د لاسليک کېدو سره نه يوازی اکثريت افغانان موافق ندي بلکې د امريکايي ټولني اکثريت هم ورسره مخالف دي ۰ په همدې ورځو کې په امريکا کې د مانيتر /ټی ای پی پـی له لوری د ستراتيژيک تړون په اړوند تر سره شوی نظر پوښتنه ښيي چې په سلو کې ۶۳ پوښتل شوي امريکايان د افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليک کولو مخالف او ۳۳ سلنه يي موافق دي ۰ ( د تاند ويبپاڼه ۸ ـ ۵ ـ ۲۰۱۲ ز) همدا رنگه د نيويارک ټايمز د روان کال د مارچ مياشتی د نظر پوښتنې سره سم ۶۹ سلنه امريکايان په افغانستان کې د جگړۍ د دوام مخالف دي ، پداسې حال کې چې د۲۰۰۱ ز کال په اوکتوبر کې ۸۸ سلنه امريکايان په افغانستان باندې د بريد او جگړۍ ټېنگ ملاتړي وو او دغه جگړه يي ” ښه جنگ ” باله ۰
د ستراتيژيک تړون په تيره بيا ” دوه جانبه امنيتي موافقتنامه ” ارېزي موخې
د دغه تړون څخه د امريکا ارېزې موخې دا دې :
ــ د سېمی د اقتصادي او انرژيکي زېرمو تر لاسه کول ۰
ـــ په سېمه کې د پوځي ستراتيژيکي بر لاسۍ تامينول ۰
ـــ د سېمی د جغرافيه بدلون ( د کوچنيو ، کوچنيو هېوادونو را منځته کول ) ۰
دغو موخو ته د رسېدلو په غرض امريکا د ۲۰۰۱ ز کال د سيپتمبر د پېښې لا پخوا پلان درلود او په دغه برخه کې يي ځينی گامونه پورته کړی ؤ ۰
پدې کې هېڅ شک نشته چې د يوه سوله اېز ، با ثبا ته ، د امن ډک ، سوکاله ، اباد او يو موټی افغانستان درلودل او جوړول د لوی اکثريت افغانانو لومړنۍ ارېزه موخه او ارمان دی ۰ دغه ارمان او موخی ته هغه وخت رسېدلی شو چې جنگ جگړې پای ته ورسول شې او نسبي ټولنيز عدالت تامين شې ۰ خو جگړه هغه وخت پای ته رسېدلی شې چې پدغه زماني مقطع کې د جگړې اصلي علت له منځه يووړل شې ۰ په افغانستان کې د روانې جگړی اصلی علت د بهرنيانو ملکی حضور نه ، بلکې د هغوی پوځی حضور دی ۰ د بهرنيانو د ملکی حضور او د ژوند په ټولو اړخونوکې د مرستو او همکاريو په برخه کې د لوی اکثريت افغانانو سره کومه پوښتنه او اند ېښنه نشته او نه هم کوم مخالف نظر لری ، خو د پوځی حضور او اډو سره موافق نه دي ۰ تر هغه پورې چې بهرني پوځونه په افغانستان کې شته وي ، جگړې ، نا امنۍ او د بې گناه افغانانو وژنه به هم دوام ولري او افغانستان به د پردېو لپاره د هر ډول وسلو او سياستونو د ازمايلو لابراتوار وي ۰ دا سمه ده چې زما په گډون د ډېرو افغانانو سره د گاونډيانو د تيری او د نوېيمو( ۹۰ ) کلونو په څير د کورنيو جگړو د بليدو ويره شته دی ۰ ځينی افغانان د دغه گواښ او خطر د مخنيوی په غرض د امريکا د پوځې اډو د شتون په اړوند تړون اړين گڼي ، خو ، زما په فکر پدې برخه کې مونږ نني موجود واقعيتونه ، احتمالات او تصادفي امکانات سره گډوو او د جگړی د واقعی امکاناتو د له منځه وړلو په ځای د جگړی احتمالی او تصادفي امکاناتو ته ډېره پاملرنه کوو، يعنې دا چې مونږ د دې پر ځای چې د روانۍ اوسنې جگړی بل اور اول مړ کړو ، د احتمالی جگړی مخنيوی ته اساسې پام اړوو او په دغه برخه کې ديپلوماتيکو لارو چارو او نړېوالو تضمينونو حاصلولو ته فکر نه کوو ۰ ايا ، په اوسنی روانه جگړه کې هره ورځ دواړو خواو ته افغانان نه وژل کېږي ؟ دا د کورنۍ جگړی يوه نښه نه ده ، نو څه ده ؟ د وضاحت دپاره بايد وويل شې چې روانه جگړه د بهرنيانو له خوا پيل او تپل شوی ده او اصلې جگړه هم د بهرنيانو د پوځې حضور پر ضد ده ، خو په جگړه کې د افغاني لورو دريځونو ته په کتو سره يو افغان لوری د بل افغان لوری سره هم په جنگ دی ۰ په همدې وجه روانه جگړه دوه گونی بُعد يا خواوې لرې ۰ د پخواني شوروی اتحاد د تيری په مهال هم ورته حالت موجود ؤ ۰
دا واقعيت هم بايد له ياده و نه باسو چې د نوېيمو (۹۰) کلونو جگړې هم د سېمې د هېوادونو او لوېديځوالو په همغږۍ او پلان له مخې بلې شوې وې ، خو په دې توپير چې د سېمې هېوادونو پکې د پردې مخې ته او لوېديځوالو په تيره بيا امريکا او انگلستان د پردې شا ته لوبه کوله ۰ که مونږ ځانونه و نه غولوو او د خپلو خلکو سترگو کې شگې وانه چوو ، نو ټول به دې پوهېږو چې که په جگړه کې ښکېلې غاړې ( دواړه افغاني لورې ، هېواد کې مېشت بهرنيان په تيره بيا امريکا او د سېمې دولتونه ) د افغانستان د جگړی د پای ته رسولو رښتينۍ اراده او نيت ولرئ ، دا کار آن د څو مياشتو په دننه کې هم ممکن دی، خو د ډېرو امکاناتو ، توان او واک لرونکی يعنې نړېوال بادار امريکا دغه څه نه غواړی ، هغۍ ته د افغانانو مرگ ژوبله کوم ارزښت او پروا نه لری ، بلکې خپلې موخې ورته مهمې دې ۰
وايي چې عمل د قضاوت معيار دی ، د لسو کلونو عملی ژوند او تجروبو دا وښوده چې د بهرنيو پوځونو په پراخ شتون کې کال تر کاله امنيت او ثبات لا خراب ، د سولۍ د ټېنگېدو امکانات کم ، ټولنېزه بی عدالتې او فساد د افغانستان په تاريخ کې د لوړ ريکارډ کچې ته رسېدلې دې ۰ همدا رنگه د گاونډيانو د لاسوهنو او تيريو ، نه دا چې مخنيوی نه دی شوی بلکې د افغانستان د خاورۍ بشپړتيا هم د گاونډيانو له خوا زيانمنه شوی ده ۰ په کراتو زمونږ د هېواد د پولو څخه په لويدېځ کې د ايراني پوځې پوستو او په ختېځ کې د پاکستان د پوځې پوستو راتيرېدل او تيری د هېچا څخه پټ ندي ، خو زمونږ دخاوری د بشپړتيا او امنيت (( ساتونکو!! )) امريکا او ناتو له خوا هېڅ ډول غبرگون ندې ښودل شوی ۰ اما د خپل پلان او گټو سره سم په افغانستان کې د موجودو پوځې اډو څخه د مختلفو موخو ( کشف او بمبارد ) د پاره په دغو هېوادونو په تيره بيا پاکستان کې بی پيلوټه الوتکې کاروې ۰ په دغسې حالت او چلند د تړون په هېڅ ژمنۍ سره د افغانستان د خاوری بشپړتيا او هم زمونږ له خاوری څخه په نورو هېوادونو برېد نه کول ، تضمينيدلې نه شې ۰ امريکايانو ته خپلې گټې لمړيتوب لري او د خپلو موخو د لاسته راوړلو په فکر کې دي او په راتلونکی کې به هم همدغه حالت وی ۰
په لنډه توگه پدې تړون کې د اختلاف مهم ټکی او د جگړو د دوام اصلی علت او سرچينه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پاتی کېدل او د پوځې اډو جوړول دي ۰ د همدغو اډو څخه به د القاعده او طالبانو په ضد کار اخيستل کېږي ۰ دا په داسې حال کې چې القاعده نه کوم افغانی خوځښت يا سازمان دی او نه يي غړي افغانان دي او همدارنگه په افغانستان کې مرکزونه هم نه لري ، نو بيا ولی په دغه نوم په افغانستان کې د افغان وژنې جگړه مخ ته وړل کېږې ؟ د بلی خوا طالبان او په ټوليزه کې افغان وسله وال مخالفين هم افغانان دي او د نورو افغانانو په څير د خپل هېواد په ټولو چارو کې د گډون او د خپلواکې غوښتلو او ساتلو حق لري ۰ د نړۍوالو قوانينو سره سم د نړۍ هېڅ هېواد په پردې هېواد کې د يوۍ ډلی په گټه بله ډله د خپلو رواوو حقوقو څخه محرومولی نه شې او هغه هم د جگړو له لارې ۰
د دې تړون په لاسليک کېدو سره په افغانستان کې د جگړی د پای ته رسولو سوله اېزو لارو چارو او سولۍ ټېنگېدلو دروازې تړل کېږې ، ځکه د وسله والو مخالفينو مهمه غوښتنه او شرط هم د هېواد څخه د بهرنيو پوځونو وتل دي او اکثريت افغانان هم په خپل هېواد کې بهرني پوځونه نه غواړي ۰ د امريکايي پوځې اډو په شتون کې به افغانستان د نن په څير د پرديو تپل شو جگړو او لاسوهنو ډگر او د پرديو موخو ته د رسېدلو وسيله وي ۰ جنايتکاران ، مافيا او پردي پال به په خلکو واکمن وي ۰
په دې هېله چې په وطن دردمند افغانان د روانۍ تپل شوی جگړې د اصلی علت د له منځه وړلو او د پرديو موخو د وسيله توب څخه د خپل هېواد د ژغورلو ، د تل پاتی سولۍ د ټېنگولو او د وطن د سوکالې په خاطر د سوله اېزي مبارزې دپاره په يو موټی او غښتلی ځواک سره هلې ځلې وکړې ۰