کور / راپور / لندن: یو ماښام له ټکور سره

لندن: یو ماښام له ټکور سره

په لندن کی دپیوند ټولنی او دافغان لیکوالو فرهنګی ټو لنی له خوا دمی دمیاشتی پر یوولسمه نیټه دهیواد دپیژندل شوی لیکوال ،شاعر او ژورنالست افضل ټکور په ویاړ يو درنه علمی،څیړنیزه او ادبی غونډه جوړه شوی وه،

غونډه چی دپښتو ژبی دوتلی ژورنالست او ویاندسپین تڼی له خواپه مخ وړل کیدله،دپښتو ژبی دخوږژبی شاعر ښاغلی عبدالهادی هادی په دغه ښکلی شعر چی دهمدغی لمانځ غونډی په ویاړ یی ښاغلی افضل ټکور ته د(دسکوت له انتها)تر سرلیک لاندی لیکلی وپیل شوه،

وه دزړه ټکوره!درنه ځار شم څنګه غلی یی؟

کوم ښکاری ښکار کړی یی او چا په زړه ویشتلی یی؟

یاد دی شی چی شور دمحفلونو به له تانه وو؟

ته مودسندرویو لوی برج یی او جګ څلی یی

تا خودغزل له ښاپیریو سره تاردرلود

تا خوبه دښکلوله ټولګیو سره تاردرلود

تا به له ځنګل اوله ببریوسره تار درلود

تا به له نښتر او له ځیړیو سره تار درلود…..

وروسته بیا دپښتو ژبی خوږ ژبی غزل بول شاعراو لیکوال ښاغلی غلاممحمد کامه وال د(زه او ټکور) تر سرلیک لاندی لیکلی وینا ولوستله،ښاغلی کامه وال وویل:

دپښتو ژبی یو شاعر وایی:

که زما دشخصیت اړخونه ګوری

زما فن زما دفکر ترجمان دی

نو په دی ډول دښاغلی ټکور دڅو بعدی شخصیت اړخونه هم دهغه په فن کی دهغه به شعر کی دهغه په غزل کی اودهغه په وینا کی ډیرښه موندلی شووزما په اند:

ټکور دمحفل رنګ دی.

ټکور دمحفل ښکلا،ټکورسور او تال دی،ټکور خوږلنی ده ،ټکورمینه محبت دی،ټکور شعر دی ټکور غزل دی،ټکور ډاډدی تسل دی،ټکورهنر دی،او بلاخره دمینی ِغونډی او دمحبت هغه نیالګی دی چی هم سیوری لری اوهم میوه،……ټکوردخپل دورپه فرهنګی ځوانانو کی دډیر ښه نوم او شهرت خاونددی،ټکور خپله دټنکی ځوانی دوره دپشتو ژبی دشعر او فرهنګ ته خدمت او دعلمی او ادبی اثارو په چاپ او نشر کی تیره کړی ده،دډیر ښه شاعرښاغلی هادی هادی خبره ديره پر ځای ده چی ویلی یی دی:

تا خو دغزل له ښاپیریو سره تار درلود

تا خو به دښکلو له ټولګیو سره تار درلود

تا به له ځنګل او له ببریو سره تار درلود

تا به له نښترو او څیړیو سره تار درلود…..

ټکور همداسی يو څوک وو چی انجمنونه یی پالل انجمنونه به یی جوړول کور یی دلیکوالو او شاعرانو دمه ځای ووهر وخت به ډله ځوانان تری راتاو وواو داسی نوری ځانګړتیاوی یی لری،چی دی یی دخپل وخت له نورو ځوانو شاعرانو نه بیلوه،ژوند او اند یی شعر او هنر ته وقف کړی وو،کله چی دوطن پریښدلو ته اړ شو او له کابله دډیرو نورو لیکوالو او فرهنګیانو په شان مهاجرشو نو زموږ دهیواد ن

نامتو شاعر ارواښاد اسحق ننګیال وویل:

ننګیاله چی دی خوا کی نه ټکور شته نه خزان

والله چی په دی ښارکی غزل نه شته هنر نه شته

نو ویلی شو چی ټکور داسی يوغزل بول شاعر وو چی په ډیر لږ وخت کی یی ډیر زیات ګټوراو تلپاتی اثار خپلی خواری ژبی ته ډالی کړل شعر یی هم په ډیر لږ وخت ډیر مینه وال او لو ستونکی پیدا کړل:

تانه وه که مانه وه خو ورانه شوه

دا دحق خبره کول ګرانه شوه

خدایږو غورځوی مو دمرګ کندی ته

داقافله کوم لوری روانه شوه

ټکور په خپل شعر کی ظلم استبداد او ناخوالو ته په زغرده او برالا ګوته نیولی ده……..

له ښاغلی کامه وال نه وروسته ډپښتو ژبی نامتو لیکوال او څیړونکی ښاغلی اکبر کرګردښاغلی ټکور په اړه یوه په زړه پوری لیکنه کړی وه هغه دخپلی لیکنی په یو ځای کی وایی:

ټکور تر زیاتره دغزل شاعر دی،غزل یعنی یو ډول لیریک او عاشقانه فورم دی،خو که موږ دټکور غزل دهغه دژوند په او ږدو(طول)کی وګورونه په ساره(عرض)نو موږ به یوی خبری او یوی پوهیدنی ته ورسوی،ټکور خپل لومړنی غزل په ۱۳۶۲لمریز کال ویلی او په دی ډول پیل کیږی:

قدم زما په سترګو په لیمو کیده راځه

ملهم زما دزړه په پرهرو کیده راځه…..ږ

ډیر ډیر دی شینکی خال په تندی وګرځاوه یاره

نن خال زما دزړه په وینو سرو کیده راخه….

او دیوی بلی شعرټولګی یو غزل یی دی:

که همدغه میخانه همدغه جام وی

نو زما دی ورته سل ګزه سلام وی

دکابل خاوره لږ راوړی چی یی ښکل کړم

چی پری ایښی به قدم زما ګلفام وی…..

په لومړی پړاو کی ټکورپر سر دشعر باد راالوتی دی ،دی یی یاغی کړی دی.خولاپه خپلو سنتونو کی بندی دی ،په خپل روح او روان سره په زندان کی دی،او له دی لاری دقافیی اتکړی یی دذهن او روان په لاسونو کی شرنګیږی او غزل لیکی.خو په دوهم پړاو کی هغه دلیکوالو ټولنی تجربی له سره تیری کړی او بیا بهرنیو ملکونو ته کډوال شوی دی.هغه چی دا ډول شعر نه لیکه او سیاسی شعره یی بدی راتلل دلته ان غزل له خپلو احساساتوجاروی او په ډاګه وایی:

دشهید وطن شهید حسن ته ژاړم

غم لړلی می سهر او هم ماښام وی

ترهغی پوری به خپل وطن ته نه ځم

چی واکمن په کی همدا ملا امام وی

دلته په زغرده خپل پیغام اوروی.اوپه ډاګه په وطن دروان ناتار سره په روانی او ذهنی اخ وډب اخته دی،اوس دقافیی په څلور دیوالی په زندان کی دوطن له له زندی کوونکو سره چمبړاو خپل نفرت څرګندوی…….دټکور په غزل کی ددغو ګړنو او مفاهمو سره مخامخ یو.

سترګی،لیمه،اسویلی،مات تندی،لیونی کاته،اوښکی،خال،ګریوان،کچکول،باڼه،وروځی،وربل ،پیکی،زلفی،رقیب،اجل،لمر مخیه،دزلفو ټال،احساس ،پیغور،نکریزی،اسویلی،سپینه سپوږمی،زیړزبیښلی رنګ،اوښکی ټټر………په غزلو کی یی دپښتو دمعاصرغزل دپلار حمزه شینواری اغیز ډیر زیات دی،دحمزه کلام دکمیت یو ځانګړنه داهم ده چی مکررات زیات لری،او دا خانګړنه ټکور هم خپله کړی ده.

حمزه…په همدغو مفاهمو دغزل دپلار لقب ګټلی دی،خو دحمزه په تناسب دټکور په غزل کی دتصوف او عرفان څرکونه نه شته،یوازی یاس او حرمان دی…..دټکور شعر استعداد روانی او سلاست له دی نه چی ټکور دی زیات دی،خوتنبل دی نه په ځان کار کوی،او نه دنور دنیا اثار لولی.ځکه چی پښتوژبه همدومره چی ظرفیت او شعر استعداد لری اثار یی محدود دی……..

له ښاغلی اکبر کرګر نه وروسته دپښتو ژبی ځوږ ژبی شاعر او لیکوال ښاغلی اجمل اټک چی له ناروی نه دغی ِغونډی ته راغلی وو،خبرو ته راوبلل شو،هغه وویل چی ښاغلی کامه وال صاحب او ښاغلی کرګر صاحب زما بار ډیر کم کړزه به په ډیرو لنډو ټکو دومره ووایم چی ښاغلی ټکور دیو ښه او وتلی غزل بول شاعر تر څنګه کومه خاصه ځانګړنه چی لری هغه دده مینه او خلوص دی.دټولو لیکوالو سره ډیری ښی او نیکی اړیکی لری،داکمال ډیر کم شاعران لری،دټکور له غزل سره زه هم ډیر له پخوانه اشنا وم دده غزلی دومره خوږی او زړه وړونکی دی .چی ډیر په اسانه دلوستونکی زړه ته لار پیدا کوی،نوځکه ډیر شعرونه یی دپښتنو سندرغاړو له خوادموسیقی په ګاڼه هم سینګار شوی دی،او زموږ دکلو اودیرو وستلونه یی تاوده ساتلی دی،

ته راته خانده چی زخمونه می جوړ شوی نه دی

دزړه په سر داپرهرونه می جوړ شوی نه دی

بنګړی دی مه شرنګوه یاره چی خبر نه شی څوک

ستا په څنګل خواږه خوبونه می جوړشوی نه دی….

دا غزل ما له ډیرو سندرغاړونه اوریدلی دی او هرځل می ورنه بیل بیل خوند اخستی دی.زه ده ته لا اوږد عمر او زیات بریالیتوب غواړمه.

له ښاغلی اجمل اټک نه وروسته دپښتو خوږژبی شاعرښاغلی نظیف الله تکل دښاغلی ټکور ددغی غونډی په ویاړ خپله مقاله ولوستله هغه دخبلو خبروپه یوه برخه کی وویل:

ټکور زیاتره دغزل شاعر دی،دشعر ژبه یی خوږه روانه او له ښکلا نه ډکه ده،یو وخت شعر پوهان په دی عقیده ووچی غزل یوازی دګل او بلبل ژبه ده،فکر او پیغام ښه نه شی لیږدولی،خوزموږ معاصرو شاعرانو دا په ثبوت ورسوله چی په غزل کی فکر او پیغام دواړه ځاییږی دا کار ټکور هم کړی او په غزل کی یی هم خپل فکر او هم خپل پیغام ډیر ښه بیان کړی دی هغه وایی:

تانه وه که مانه وه خو ورانه شوه

دادحق خبره کول ګرانه شوه……

دا غزل تر پایه همدومره خوږ دی یو روڼ پیغام یی په اوږو اخستی دی،دجګړی نه نفرت او کرکه یی منځپانګه جوړوی،خو که په رښتیا هم شعر هغه وینا وی چی دمینی عاطفی.سره ارتباط ولری نو دټکورشاعری بیا په همدغه معیار پوره شاعری ده،دمینی او عاطفی بیان یی هم ساتلی او دوطن روانه غمیزه یی هم له پامه نه ده غورځولی،وګوری:

اری شو وینی شو زخمی شو وطن

زما په وینو الوانی شو وطن….ږږ

دا شعر تر اخره پوری دوطن دیرش کلنه غمیزه په خپله لمن کی رانغاړی،هغه وخت چی زموږ په هیواد کی دایمی سوله وی او بیا څوک دا شعر ولولی نوبیا لوستونکی پوهیږی چی زموږ شاعر په کومو حالاتو کی ژوند کړی دی ،دلته دده شعر به هیواد کی دروانو پیښو دبیان ښه هنداره بللی شو…………

وروسته له ښاغلی نظیف الله تکل نه ښاغلی استاد حمدالله ګران چی په پوهنتون کی دټکور مستقیم استاد وو خپله لیکنه واوروله: هغه وویل،

ټکور ان دځوانی له وخته ډیر ذکی او پوه وو خپلو درسونو او ټولو کارونو دخپلو همزولو نه مخته وو،ما له هماغه وخته بیا تر اوسه پور ی له هغه سره اړیکی ساتلی او وروسته بیا دروسی په پلازمینه مسکو کی څو کلونه سره نژدی وو بل کوم ټکی چی زه باید یادونه وکړم هغه دا دی چی ټکور دشاعری په څنګ کی دژبی اوفرهنګ دودی او پر مختګ له پاره هم هر وخت ډیری هلی ځلی کړی دی ،په مسکو کی یی دلیکوالو فرهنګی ټولنه جوړه کړی وه او دده په همت یی يوه مجله خپروله او هم یی وخت ناوخته علمی او فرهنګی غونډی هم جوړولی،چی مخکی کامه وال صاحب هم اشاره ورته وکړله،…..په اخرکی ګران صاحب خپل یو شعر هم ټکور ته ډالی کړی و ولوسته،له ښاغلی استاد ګران نه وروسته دهیواد دسینما اوتیاتر مشهورلیکوال او ډایرکټر ښاغلی واحد نظری په خپلو لنډو خبرو دټکور دخدمتونو دستاینی تر څنګه په کابل کی دخوشحال فرهنګی ټولنی کی دټکور دنه ستړی کیدونکو هلو ځلو یادونه وکړله هغه وویل چی دخوشحال فرهنګی ټولنه چی زه یی هم غړی ووم دټکور په هلو ځلوپه ډیر لږ وخت کی ډیر کارونه وکړل هغه وویل زما دکار ساحه جدا ده ما دښاغلی ټکور شعرونه دومره نه وو لوستی لکه دلته چی دوستانو بحث پری وکړ ما ته دا فکر پیدا شو چی زه باید دټکور شعرونه ولولم،له ښاغلی واحد نظری نه وروسته ښاغلی سلیم حیات لنډی خو په زړه پوری خبری وکړلی هغه وویل:د1991میلادی کال اوړی وو دپیښور په سخته ګرمی کی دبس په یوه تم ځای کی می دیوه کوچنی میزپر سرکتابونه ولیدل چی په ډیرو ګردونه پراته وو په دغوکتابونو کی می دښاغلی افضل ټکور په یوه کتاب سترګی ولږیدلی له پلورونکی می دقیمت پوښتنه وکړله،پنځلس روپی دا زما غوندی یوه مهاجر محصل ته بیخی ډیری وی له چنو وهلو نه وروسته می په لس روپی واخست تاسی باور وکړی له هماغه ځایه بیا تر کوره او بیا تر نیمی شپی پوری هغه شعر ی ټولګه ټوله ولوستله

:

ورځم که نه شومه رڼا نو سباوون خوبه شم

که یی واصل په دیدن نه شومه راستون خو به شم…..

له هماغه وخت نه د ټکور له نوم سره اشنا شوم بیا له 2007 میلادی کال نه راپه دی خوا زه ټکور سره ډیر له نژدی نه پیژنم زه هغه ته لا زیات عمر او بریالیتوب غواړم …..له ښاغلی سلیم حیات نه وروسته ښاغلی علی محمد مجبور دلنډوڅرګندونو نه وروسته خپل یو شعر ټکور ته ډالی کړ،له مجبور صاحب نه وروسته اغلی خور زرکی ،ښاغلی سید شاه خروټی،اغلی ثمر پوپل ،ښاغلی طاهر اکبری،خپل شعرونه ولوستل دغونډی په پای کی ښاغلی ډاکټر شاپور رحیمزی دښاغلی ټکور دکورنی په اسازیتوب خبری وکړلی هغه وویل لکه څنکه چی دوستانو وویل زماتره له ټولو شاعرانو او لیکوالو سره دډیرو نیکو اړیکو او ددوستانو په پالنه کی بی جوړی دی داډول زموږ په کورنی هم هغه ډیر زړه خوږی او مینه ناک دی زه له تاسو ټولو نه مننه کوم .

،دغونډی دلومړی برخی په پای کی دناروی دادبی ناستی له خوا رالیږل شوی لونګی دپښتو ژبی دنوموتی ویاند او ژورنالست ډاکترداود جنبش،ښاغلی کامه وال او له ناروی نه راغلی لیکوال او شاعر اجمل اټک له خوا ښاغلی ټکور ته په سر وتړل شوه،دا ډول دهیواد وتلی سینمایی څیری اغلی ستوری منګل له خوا دګلونو ګیډی ښاغلی افضل ټکور ته ورکړل شوه ،ددغی درنی غونډی وروستی برخه دهیواد دخوږژبی اماتور سندرغاړی ډاکتر پسرلی په سندرو لا پسی رنګینه شوه.

باید یادونه وکړم چی ددغی غونډی په ویاړ له افغانستان اواروپا او استرالیا هیوادونو څخه دمبارکی پیغامونه هم رارسیدلی و.چی ځنی یی دغونډی دیوشمیر برخه والو له خوا ولوستل شول،

همداډول دناروی ادبی ناستی خپله سینه وډبوله او ویی ویل چی ددغی یاد غونډی مقالی او لیکنی به په یو ځانګړی ټولګه کی چاپ او خپره کړی،

غونډه دملی اتڼ په وړاندی کولو سره پای ته وریده.