کور / هراړخیز / د خپلې ادې له میړه څخه غوښتنې !

د خپلې ادې له میړه څخه غوښتنې !

د محمد داود خان د حکومت له پیله سره سم بهرنی پلوې ډلې له یوې خوا د خپلې ګوندونو د ایدیالوژیکو او سیاسی موخو اوغوښتنو د پلې کولو دپاره لاس په کار شول. له هغه ځایه چې د ګوندونو دپاره شونې نه و چې په یواځې توب واک ترلاسه کړي نو ځکه بهرنیو هیوادونو ته لاس پورې کړل. د بلې خوا دا ګوندونه په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د ستراژیکو موخو د پلې کولو د پاره هم لاره هواره کړ. په دغو بهرنی پلوو ډ لو کې خلقی ، پرچمی او ستمی کمونستان او بلې خوا په بهرنی پلوو ډلو کې پاکستان او ایران میشت اخوانیان هم شاملیږي چې ورسته د جهادې تنظیمونو په نامه سره مشهور شول او د افغان جهاد له بری څخه وروسته خلقی پرچمی ، خادی او ستمی کمونستان د اسلامی کوند او اسلامی جمعیت ، د نظار شورا او د روسانو په دسترخوان کې لوی شوی دوستمیام او د ایران د قم جیره خوران د وحدت ګوند په نامه سره په جګړو اخته شول کله یو د بلې سره جګړې کولې او کله یو د بلې سره ائتلاف جوړول خو د دې جګړو او ّائتلافونو په پای کې نه یواځې د کابل ښار بلکې ټول افغانستان تباه او برباد شو او د افغان ولس جهادې هیلې په نه هیلې بدل شو. د کابل د ورانولو څخه وروسته طالبانو میدان ته وډانګل. طالبانو د افغان ولس په زور بهرنی پلوې جمعیت اسلامی ، د نظارشورای ، دوستمیان ، پرچمی کمونستان ، د قم اجیران( د وحدت ګوند) او ستمیان ټول و تښټول خو په پای کې طالبانو هم د پاکستان د استخباراتو په اشاره داسې بد بختی افغان ولس دپاره منځته رواوستل چې نن زموږ په خاوره کې څلویښت رنګه بهرنی بیرغونه پورته شول ، خاوره مو د نړوالې ټولې د امنیت شورا د پریکړې پر اساس اشغال شو. د نړی سیاسی ټولنه په یو غږ کې سره سلا شو او وویلې چې افغانستان باید ونیول شي تر څو چې افغانستان د طالبانو او القاعدې ډلې له منګولو څخه وژغورل شوی نه وي د ټول نړی امنیت په خطر کې ده . افغانستان د طالبانو د واک په مهال د نړی د امنیت د پاره لوی د ګواښ په توګه وپيژندل شو. د ملکرو ملتونود امنیت شورا د پاکستان او ایران په شمول ټول لرې او نژدې هیوادونه لاسونه سره یو کړل او افغانستان یو ځل بیا د امریکا په مشری د نړیوالې ټولنې له خوا اشغال شو دا د طالبانو لاسته راوړنه وه.

تښتیدلې شمالې تلواله او د مړ مسعود پلویان او د تش په نامه تښتیدلې (د مقاومت ډله) د بهرنیانو سره يوځل بیا یو ځای شو او د افغانستان د نیولو دپاره لاره هواره کړ. نړیواله ټولنه د شمالې تلواله په چوکات کې د بن د غوندې په پای حامد کرزی د ترکستانی چپن او قره قل سره د ربانی د ځای ناستې په توګه افغان ولس ته وپیژند خو له بل پلوه ترننه پورې د افغانستان سیاسی واک د شمالی تلواله په لاس کې دی. شمالی تلواله هم حکومت دی هم د حکومت اپوزیشن ډله ، د شمالی تلواله مشران لکه فهیم ، خلیلی ، دوستم ، اسماعیل، بسم الله، شاخداراعطا د امریکا او ناتو تر بیرغ لاندې حکومت کوی ، چور کوی ، اداری فساد او غلا وي کوی ، تجارت کوی او زور چلوي او بلې خو د شمال تلواله ډبل عبدالله ، قانونی ، محقق بیا د حکومت رسمی پوزیشن ځان پیژنی.

اوس د شمالی تلواله مشران یا د کابل حکومت تش په نامه د اپوزیشن ډله غواړی چې د افغانستان په یوشمیر شمالی ولایات د بامیان او ډایکوندي په شمول کې خپلې مستقلې حکومتونه وچلوي. شمالی تلواله غواړی چې د افغانستان د مرکزی حکومت سیاسی واک په ولایاتو کې ویش شي یانی مرکزی واک سیمه ییزواک او خبره تر فدرالی نظام څخه هم پورته سیاسی حکومتونه منځ ته راځی یانی افغانستان عملآ تجزیه کیږي. دبلې خوا شمالي تلواله غواړی چې ریاستی یا ولس مشریزه نظام په صدارتی نظام باندې بدل شي ځکه چې دوی په ولس جرګه کې د ایرانیانو په پیسو بیا به وکیلان رانیولی شي او یو ځل بیا حکومت وګړي او شمالی تلواله هغه وخت په ښه توګه په خپل خیال افغانستان تجزیه کولایشي ، بیا کوم چې موږ افغانستان بولو په خراسان ، غرجستان او آریانا بدل کړي او خلاصه افغانستان په نامه هیواد تباه او برباد کړي.

شمالی تلواله سوچ کوی چې دا کار یانی د افغانستان مرکزی نظام ماتول ، فدرالی نظام جوړول د امریکایانو په واسطه بیخی شونې دی.

په همدې هیله شمالی تلواله په برلین کې غونده وکړه او یوشمیر امریکایی کانګرسمنان یا د امریکې د ولسی جرګې غړي برلین ته وروبلل او هلته د امریکایانو څخه یانې د خپلې ادې د میړه څخه غوښتنه وکړه چې د شمالی تلوالې په خوښه د افغانستان نظام بدل کړي تر څو چې د افغانستان مرکزی نظام مات شي او فدرالی نظام منځ ته راشي او د ولس مشریز نظام پرځای هم صدارتی نظام ټینګ کړی شي.

شمالې تلواله د برلین د غوندې وروسته په کابل کې د امریکا سفارت سفارت د یوشمیر امریکایی کانګرس منانو سره وکتل او شمالی تلواله یو ځل بیا د خپلې ادې له میړه څخه غوښتنه وکړه چې که چیرې شونې وي د شمال تلواله په ځوښه د افغانستان د نظام سیاسی جوړښت بدل کړي او د شمالې تلواله هره دله په مختلفو ولایاتو کې يو ځل بیا واک ته ورسوي. امریکایی کانګرس من دانا روهرباکر خیال کوی همدارنګه چې د امریکا فدرالی نظام غښتلی دی که چیرې افغانستان هم فدرالی شی بیا به غښتلې کیږي.

د امریکایانو انګیرنه د فدرالی نظام څخه د امریکا هغه مرکزی نظام دی چې نه یواځې په امریکا کې بلکې په نړي کې حکومت کوي. په داسې حال کې چې د کابل خوارکۍ حکومت د کابل په ښار حکومت نشی کولای او که چیرې واک نورهم هم وویشل شي بیا د افغانستان په نامه هڅ شی نه پاته کیږې.

دې کې هیڅ شک نشته چې شمالی تلواله د افغانستان د ښیګنې د پاره کوم پلان نه لری بلکې غواړی د فدرالی نظام ، یا والیانو ته د ډیر صلاحیت ورکول تر نامه ، ولایتی شوراګانو ته اجرائیوي صلاحیت ورکول د افغانستان د بربادی لاره برابرول دی.

يو لوی شئ چې شمای تلواله لکه د افغانستان نور ګاوندیان او بهرنیان په هغه کې نه پوهیږي هغه دا دی چې نه پوهیږی دا افغانستان دی پکې افغانان اوسیږي او تر څو چې یو افغان وي دا افغانستان به ژوندی وي او هیڅ کورنی یا بهرنی ځواک افغانستان تجزیه نشي کولای حتی د شمالی تلواله د ادې میړه هم. دا شمالی تلوالې ته په ډاګه وایو چې افغانستان هیڅ کله فدرالی کیږي نه ځکه چې افغانان خپله خاوره نه تجزیه کوي او تر څو چې شمالی تلواله د صدارتی نظام نارې وهی پښتانه د ریاستی نظام پلوی کوي او د شمالی تلواله هر ناوړه پلان شنډ کولای شي.

ټل دې وي افغانستان

په درناوی عالیه راوی اکبر