يادونه: دغه ليکنه له شماله خپرېدونکي دوې مياشتينۍ سياسي مجلې ((پسرلي)) په پرله پسې ۲۸ګڼه کې چاپ شوې ده.
د امنيتي مسوليتونو د لېږد پروسه د ۱۳۹۰ لمريز کال د چنګاښ په ۲۶مه، د افغانستان له مرکزي ولايت باميان څخه پيل شوه، چې په لومړي پړاو کې له سروبي پرته د کابل، پنجشير او باميان ولايتونو او د هرات، لښکرګاه، مهترلام او مزارشريف ښارونو امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
دا پروسه د هېواد د امنيت ساتنې مسووليت د افغاني کېدو او د بهرنيو ځواکونو له خوا د افغانستان د پرېښودو لپاره اړين دی؛ خو ايا په ريښتيا هم د بهرني ځواکونو له خوا د يادو سيمو امنيت افغان ملي ځواکونو ته سپارل شوی دی او که يو سيمبوليک رنګ لري او ايا افغان ملي ځواکونه دغه مسووليت پر غاړه اخيستلی شي؟
د افغان ملي ځواکونو د شمېر او تجهيزاتو اندېښنې ښايي د نړيوالې ټولنې ژمنې او د افغانستان او د سترو هېوادونو ستراتيژيک تړونونه ښايي له منځه يوسي؛ خو له ۲۰۱۴ ز، وروسته به د افغانستان د بشپړ امنيت په اړه ډېرې پوښتنې موجودې وي. افغان ملي ځواکونه ريښتيا هم ملي ځواکونه دي؟ خپلې خاورې او دندې ته ژمن دي؟
كه له ۲۰۱۴ز، وروسته نړيوال پر خپلو ژمنو ودرېږي او له افغانستانه د خپلو ځواكونو د ويستو لړۍ پيل كړي؛ نو افغان ځواكونه به د افغانستان او نړۍ لپاره له سترو ګواښونو سره وجنګېدى شي؟
۲۰۱۴ز، د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکی کال دی او د زياتو تمو سربېره خورا اندېښنې هم له ځانه سره لري. د مسوليت د لېږد دويم پړاو هم د روان کال په سلواغه کې پيل شو او د برخليک ټاکونکي کال تر منځ واټن نور هم لږ کېږي. په دغه پړاو کې د بلخ، دايکندي ، تخار، سمنګان، کابل، نيمروز ولايتونو او د جلال آباد، چغچران، شبرغان، فيض آباد، غزني، ميدان ښار او قلعه نو د ښارونو او د بدخشان ولايت د شهر بزرګ، يفتل سفلى، ارغنچخواه، بهارک، تيشکان، کشم او اورګو ولسوالۍ؛ د بادغيس ولايت د آب کمري ولسوالۍ، د هلمند ولايت د ناوې ، نادعلي او مارجې ولسوالۍ، له شينډنډ، چشت شريف او اوبه ولسواليو پرته د هرات ولايت ټولې ولسوالۍ، او د لغمان ولايت د قرغه يو ولسوالۍ د امنيت مسوليت افغان ځواکونو ته ولېږدول شو.
همدارنګه د امنيت د لېږد پروسې په دويم پړاو کې د ننګرهار ولايت د بهسودو، خېوې، کامې او سرخرود ولسوالۍ ، له شينوارو او سياه ګرد ولسواليو پرته د پروان ولايت ټولې ولسوالۍ ، له صياد ولسوالۍ پرته د سرپل ولايت ټولې ولسوالۍ، د ميدان وردګو ولايت د بهسودو د لومړۍ حصې ، جلرېز ولسوالۍ او د بهسود مرکز شامل دي.
ټاکل شوې ده، چې تر ۲۰۱۴زېږديز پورې به په ټول هېواد کې امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
په هېواد کې اوسني نسبي امنيت د ژمي سړه هوا، پر پاکستان او ايران نړيوال فشارونه او په قطر کې د طالبانو د سولې خبرې اترې (که څه هم طالبانو وړاندې رسنيو ته ويلي و، چې د سولې خبرې اترې به د دوی پر حملو اغېز ونه کړي؛ خو دا چې دوی د خبرو اترو لپاره تياری نيسي او په خپلو کې سره غونډې کوي؛ نو طبعا پر حملو يې تمرکز کمېږي.)؛ خو په دې برخه کې د امنيتي مسوليتونو د لېږد اغېزې هم شته. ډېری هغه سيمې چې امنيت يې افغان ځواکونو ته سپارل شوی، د تېر په پرتله يې امنيت نسبتا ډاډمن شوی دی.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرستيال قوماندان ډګر جنرال کورتيس سکپرتي د روان کال د فبرورۍ په ۹مه، پنټاګون ته وويل، چې افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د تروريزم په وړاندې جګړه کې خپلې وړتياوې زياتوي. نوموړي زياته کړه، چې د لېږد د پروسې په لومړي پړاو کې د کابل ښار د امنيت له سپارنې وروسته د دغه ښار ښه امنيت د افغان ځواکونو د وړتياوو ښه بېلګه کېدای شي. په دغه ښار کې لويه جرګه او د غازي لوبغالي پرانسته پرته له کومې امنيتي ستونزې ترسره شوه، چې کريډيټ يې افغان ځواکونو ته ځي.
ښايي د ترويزم پر وړاندې د روانې لس کلنې جګړې د ناکامۍ يو لامل د افغانانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ فاصله وبلل شي. افغانانو فکر کاوه، چې بهرني ځواکونه يرغلګر دي او په سر کې ترې يو ډول کرکه موجوده وه؛ خو وروسته بيا د دغو ځواکونو ځينو ناسمو كړنو زيات شمېر افغانان ودردول او په وړاندې يې ودرېدل. تېر کال د سپټمبر د يولسمې پر مهال وال سټريټ ژورنال يو راپور خپور کړ، چې په هغې کې ډېرى افغانان د بهرنيو ځواکونو د راتګ په اصلي لامل او موخې نه پوهېدل او له همدې امله د دوی تر منځ فاصله ايجاد شوې وه؛ خو افغان ځواکونه له دې امله چې افغانان دي او تر ډېره يې موخه څرګنده ده؛ نو تر ډېره تمه ده، چې د ولسي ملاتړ څښتن به شي او يا خو لږ تر لږه د افغانانو پر دودونو پوه دي او د هغوی د کرکې لامل نه ګرځي.
د خلکو ملاتړ، هېواد پېژندنه او په دود کلتور بلدتيا د افغان ملي ځواکونو د بريا فکټورونه بللی کېدای شي؛ خو د مليتوب، ژمنتيا، مسلکيتوب او تجهيزاتو په برخه کې يې لا هم اندېښنې موجودې دي.
افغان ځواکونه:
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي: ((د ولسمشر موخه همدا ده، چې افغان امنيتي ځواکونه د ملي روحيې، قومي وېش، مسلکيتوب او نظم له اړخه پياوړې او د افغانستان خدمتګار وي.))
د افغان ځواکونو ورځ تر بلې زياتېدنه، د دغو ځواکونو کره شمېر ستونزمن کړی دی؛ خو د ځينو سرچينو له مخې اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ۳۵۰ زره سرتېري دي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر دندې سربېره د هېواد د سترو ښارونو او يو شمېر ولايتونو د امنيت مسووليت ورپر غاړه دی.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د ګډو عملياتو قوماندان جنرال کورتيس سکپروتي پنټاګون ته ويلي و، چې افغان ځواکونه خپلې وړتياوې ښيي او د يو ان ډي پي (UNDP) د سروې له مخې ۸۱ سلنه افغانان خپلو ځواکونو ته احترام لري.
افغان ملي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي اردو نظم او ډسپلين، روحيه، وطن پالنه، زړه سواندي او مذهبي او کلتوري مسايلو ته احترام د خلکو اعتماد تر لاسه کړی دی؛ خو د ملي روحيې په برخه کې لا هم نيمګړي دي او خورا ستره ننګونه يې پر وړاندې ده. ملي ځواکونه ښايي هغه ځواکونو ته وويل شي، چې د يو هېواد د ټولو مېشتو توکمونو او سيمو استازيتوب وکړای شي؛ خو په افغان ملي ځواکونو کې د افغانستان ستر ملت پښتانه ونډه ډېره لږه ده، چې دا کار د افغانستان د ستر قوم پښتانه د ناهيلېتوب د سربېره ډېری ځوانان يې د کار موندنې په موخه له هېواده بهر تللو ته اړ کېږي او يا ترهګرو ډلو ته ورځي ، چې بيا يې زيان دوه برابره کېږي. سربېره پر دې په افغان ملي ځواکونو کې د سياسي ګوندونو اغېز له ۲۰۱۴ز، وروسته د دوی ماموريت له ننګونې سره مخ کوي او يو ځل بيا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو وېره زياتېږي. ډېری افغان سياسي اړخونه چې د طالبانو د رژيم پر مهال او له هغې وړاندې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل و، پر افغان ځواکونو کې يې اغېز ليدل کېږي، چې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ملي ځواکونو د تجزيې وېره زياتوي.
د بن د دويم کنفرانس له جوړېدو وړاندې دغه کنفرانس ته د افغانستان مدني ټولنو په وړانديز کې راغلي: ((ټولو لوريو ته د سولې او روغې جوړې ابرومنده پروسه. د بهرنيو ځواکونو تدريجي وتل. ناګوندي، ملي امنيتي ځواکونو پر پښو دريدل.))
د افغان ملي ځواکونو د ګونديتوب (سياسيتوب) په اړه اندېښنه پر ځای ده. ممکن د افغانستان ډېری ګوندونه ان د دولت د وسله والو مخالفينو د نفوذ بېلګې ډېرې دي. په دې وروستيو كې د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغان ځواکونو پر نړيوالو ډزې وکړې، چې پړه يې طالبانو پر غاړې اخيستې. ښايي نړيواله ټولنه دې ټکي ته هم پام وکړي او ژر تر ژره له افغان ځواکونو څخه سياسي لاسونه غوڅ کړي كنه له ۲۰۱۴ز، وروسته به د افغانستان امنيتي حالت د اندېښنې وړ وي.
سره له دې چې ملي ځواکونه په ډېرو چاڼيزو عملياتو کې بريالي شوي او د زياتو لاسته راوړنو ځواک په کې ليدل کېږي؛ خو لا هم د لوست، ژمنتيا او همغږۍ په برخه کې يې يو شمېر نورې اندېښنې هم موجودې دي. د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د پوليسو په ليکو کې نږدې ۴۰سلنه نالوستي موجود دي؛ دغه سلنه که څه هم د افغان ملي اردو په ليکو کې کمه برېښي؛ خو بيا هم د افغان ځواکونو پر وړاندې ننګونه شمېرل کېږي. د افغان پوځ د جوړېدو په پيل کې د اړتيا له مخې ډېری نالوستي جذب شول، چې ممکن د اوسنيو نالوستو سرتېرو ستره برخه هماغه جوړه کړي؛ خو په دې برخه کې د ښوونځيو د فارغينو جذب او په پوځي جزوتامونو کې لنډمهاله کورسونه زيات ګټور تمام شوي دي.
د افغان ځواکونو د تېښتې په اړه تېر کال په افغانستان کې د امريکايي پوځ جګپوړي قوماندان ويلي و، چې په افغان امنيتي ځواکونو کې د هغو کسانو شمېر چې د دندې پر مهال تښتي، ۴۷ سلنې ته رسېږي؛ خو په وروستيو کې د بي بي سي د يو خبر له مخې د افغان امنيتي ځواکونو تېښته ۷۰ سلنه راټيټه شوې، چې دا دځواکونو د ژمنتيا په برخه کې خورا ګټور زېری دی. كه د افغان ځواكونو د مليتوب او ناپيېلتوب په برخه كې ژورې هڅې وشي؛ نو ممکن د امنيت د لېږد له پروسې وروسته افغان ځواکونو د هېواد ژغورنې مسووليت احساس کړي او له همدې امله خپلې دندې ته ژمن شي او لا به دغه سلنه راټيټه شي.
د دغو ځواکونو تجهيزات که څه هم په هوايي برخه کې کم دي؛ خو بيا هم په اوسنيو شرايطو کې کفايت کوي او په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې ژمنې او ستراتيژيک تړونونه د هېرولو نه دي. د بي بي سي د يو خبر له مخې ايساف د افغان دولت په غوښتنه افغان ځواکونو ته وسلې او تجهيزات سپاري. په دغه خبر کې راغلي و: ((افغان دولت وايي، داسې وسلو ته اړتيا لري، چې پر مټ يې له خپله ځانه دفاع وکړي؛ خو ايساف د راتلونکې لپاره د پانگونې په موخه په زيات شمېر کې د موټرو، زغره والو گاډو او نورو اړينو وسايطو د سپارلو لړۍ افغان ځواکونو ته پيل کړې ده، چې د ۲۰۱۲ کال تر مارچه به بشپړه شي. د دغه پروگرام اصلي موخه دا ده، چې د افغان ځواکونو وړتياوې لوړې شي، جگړه ييز فعاليتونه يې نور هم غښتلي شي او په مخابروي برخه کې لا زيات پرمختگ وکړي.)) د بي بي سي د خبر له مخې په پام کې ده، چې د ۲۰۱۱ ز، تر مارچه به د دوو مليارده او اووه سوه ميليونه ډالرو په ارزښت افغان ځواکونو ته وسلې او مهمات برابر شي. له بلې خوا د افغان ځواکونو لګښتونه، بله ننګونه رامنځته کوي، چې له ۲۰۱۴ ز، وروسته لا پسې جدي کېږي. که څه هم په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې لنډمهاله ژمنې شته؛ خو د اوږدمهال لپاره تراوسه کوم مثبت ګام نه دی اوچت شوی.
د نړېوالې ټولنې ژمنې او په دې وروستيو کې د افغان حکومت له خوا د نړۍ ځينو سترو هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه د افغانستان لپاره چانس او خورا ستره لاسته راوړنه بلل کېږي. دغه تړونونه چې له مخې به يې د افغان ملي پوځ پياوړتيا او د هېواد ځينې نور بنسټيز کارونه ترسره کېږي، ښايي د نړيوالو له وتلو وروسته د افغانستان د ملاتړ په توګه وبلل شي او په کار ده، چې پوره ګټه ترې واخيستل شي.
افغان ځواکونه د شمېر تر څنګ د وړتيا په برخه کې هم ورځ تر بلې ښه کېږي. د لوست او ژمنتيا سلنه يې هم زياتېږي؛ خو د ګونديتوب په اړه اندېښنه لا هماغسې جدي ده. اوس هم په افغان ملي پوځ کې سياسي ګوندونه او د دولت وسله وال مخالفين نفوذ لري. په دې وروستيو کې په کورنيو چارو وزارت کې د دوو بهرنيو سلاکارانو وژنه د دې خبرې ښه بېلګه کېدای شي.
همدارنګه د افغان ملي پوځ د ملي توب په اړه بله د اندېښنې خبره د قومونو تناسب دی، چې له وړاندې په پام کې نه دی نيول شوی او لا تراوسه په دې اړه ګامونه نه دي اوچت شوي.
په افغانستان کې د افغانستان او نړۍ د ژغورنې لپاره د رښتوني ملي پوځ جوړونه د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې په وړاندې لا هم ستر کار دی، چې ښايي له ۲۰۱۴ وړاندې ترسره شي.